وروستي:

د جاري شر ګناه انسان ته له مرګ وروسته هم رسيږي

فتوی شمېره: ۱۱۷

 محترمو زه یو شریعی پوښته لرم هیله لرم ستاسو د لاری یی ځواب تر لاسه کړم:

لکه ځنگه چی تاسو هم وینی نن سبا په کورو کی تلویزنو نه  شته او ډیر ټولنیزو ستنویزی سبب هم شوی،زما پوښتنه دا ده چی لکه څنگه چی خیر جاریه افعالو خیر د مرگه ورسته هم سړی ته وریسی ایا تلونیزونه او داسی نور اسباب چی اکثر د شر کار تیر نه  اخستل کیږی شر جاریه کیدای شی او مری ته یی گناه ورسیږی.

یعنی که زه ما پلار تلویزون کورته رانیولی وو اوس هغه مړی دی نو اوس چی کله موږ تلویزون گورو زما پلار ته یی گناه ور رسيږی که نه؟  او که رسیږی نو څه باید وشی

په درنښت

شاهین پوپل

لوی کندهار افغانستان

 ځواب

الحمدلله والصلوة والسلام علی رسول الله
هو، جاري خیر غوندې  دجاري  شر  ګناه هم له  مرګه    ورسته انسان ته رسیږي .

۱-لما في سورة العنکبوت ایة ۱۳ جزء ۲۰  .

ولیحملن اثقالهم واثقالا مع اثقالهم ولیسئلن یوم القیامة عما کانوا یفترون .

۲-وقال تبارک وتعالی سورة المادة ایة ۲ جزء ۶ .

۳-وتعانوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الإثم والعدوان .

۴-قا ل رسول الله صلی الله علیه وسلم :

من سن فی الإسلام سنة حسنة  ،فعمل بها بعده ،کتب له مثل اجر من عمل بها ،ولا ینقص من اجورهم شی ،ومن سن فی الاسلام سنة سیئة ، فعمل بها بعده ، کتب علیه مثل وزر من عمل بها ، ولا ینقص من من أوزارهم شئ .رواه مسلم ۷/۳۱۷ مکتبة البشری .

وفي شرحه للإمام النووي رحمه الله :

هذان الحدیثان صریحان في الحث علی استحباب سن الامور الحسنة  وتحریم سن الامور السیئة وان من سن حسنة کان له مثل اجر کل من یعمل بها الی یوم القیامة ومن سن سنة سیئة  کان علیه مثل وزر کل  من یعمل بها إلی یوم القیامة وان من دعا إلی هدی کان له مثل أجور متا بعیه ، او الی ضلالة کان علیه مثل اثام تابعیه سواء کان ذالک الهدي والضلالة هوالذي ابتداه ام کان مسبوقا الیه ، وسواء کان  ذالک تعلیم علم او عبادة او ادب او غیر ذالک.

۵-وعن ابن مسعود رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لاتقتل نفس ظلما الا کان علی ابن ادم الاول کفل من دمها ؛ لانه اول من سن القتل . متفق علیه  مشکوة المصابیح ۱/۲۲۲ مکتبة البشری .

۲- که څه هم تلویزون روا کاریدلای شي، خواوس وخت کې عموما د ډېرو ګناهونو یوه  ټولګه  ده چې  کارول یې بې حيايي رامنځته کوي، د انځور جوړونې ،کتنې او ښودنې لامل دی، درحمت  دپریښتو مخنيوی کوي  ، د نا محرمو د غږ اوریدلو او کتلو سبب کيږي او د وخت ضايع کېدلو او ټولنې د فساد يو ستر لامل دی؛  نو پلورل ،پیرل او ورته کتل ناروا دي.
او هغه  تلویزون  چې ستاسو پلار  رانیولی دی بېرته يې په هماغه شرکت يا دوکان خرڅ کړئ، یا یې مات کړئ  او ماتولو نه وروسته  کاریدونکې  پرزې  یې بل  مقصد لپاره کارولی شئ .

۱-لما في تکملة فتح  الملهم ۴/ ۹۸ مکتبة دارالعلوم کراتشي.

اما التلفیزیون والفدیو، فلا شک في حرمة استعمالهما بالنظر الی ما یشتملان علیه من المنکرات الکثیرة، من الخلاعة والمجون، والکشف عن النساء المتبرجات  او العاریات، وماالی ذالک من اسباب الفسوق .

۲-وفي تنویر الابصار مع شرحه الدر المختار ۵/۱۴۹ مکتبة حنیفیة .

وضمن بکسر معزف قیمته صالحا لغیر اللهو وبإراقة سکر ومنصف وصح بیعهاکلها وقالا یضمن ولایصح بیعها وعلیه الفتوی .

۳-وفي الهدایة ۴/۳۳۰ مکتبة البشری .

ویکره بیع السلاح من أهل الفتنة وفي عساکرهم  لانه إعانة علی المعصیة ….و إنما یکره بیع نفس السلاح لا بیع مالا یقاتل به إلا بصنعه ، ألا تری أنه یکره بیع المعازف  ولایکره بیع الخشب .

۴-وفي الفقه الإسلامي وأدلته ۳/۵۷۴  مکتبة دار الفکر بیروت .

اما التصویر الشمسي او الخیالي فهذا جائز ، ولا مانع من  تعلیق الصور الخیالیة فې المنازل  وغیرها ، إذا لم تکن داعیة للفتنة کصور النساء التي یظهر فیها شیء من جسدها غیر الوجه والکفین، کالسواعد والسیقان والشعور ، وهذا ینطبق أیضا علی صور التلفاز ومایعرض فیه من رقص وتمثیل وغناء مغنیات ، کل ذالک حرام في رایي .

والله سبحانه وتعالی اعلم

سطره :عبدالحق حقاني