پر «چارلي ابدو» فرانسوي مجلې د برید غندونکو له اسلام سره خپله دښمني برملا کړه
۲۰مرغومی۱۳۹۳ل
د تېرې چهارشنبې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د مغربي الاصله فرانسویانو دوو وروڼو (سعید او شریف) لخوا د “چارلي ابدو” مجلې په دفتر برید وشو، چي د مجلې د مسؤول مدیر په گډون یې تر ۱۲تنو پورې ووژل او ۱۰تنه نور يې ټپیان کړل.
“چارلي ابدو” مجلې څو ځله د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د درانه شخصیت توهین کړی او تېر کال يې هم په خپلو گڼو کې توهینوونکی او اسلام ضد کاریکاتور بیا خپور کړ.
سعید او شریف د نوموړې مجلې دفتر ته په داسې حال کې ننوتل چې د مجلې د مجلس په خونه کې اوونیزه ناسته روانه وه. برید کوونکو اتلو وروڼو له ننوتلو سره سم په لوړ غږ وویل: “موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم غچ واخیست” او له دې نارې سره یې د الله اکبر اوازونه اوچت کړل او له برېد وروسته په تېښتنه بریالي شول.
له برید سمدستي وروسته د فرانسې په ولسمشر سربېره ډېری لوېديځو هېوادونو برید وغانده او دا يې د بیان د ازادۍ پر ضد یو نه بخښونکی عمل وباله. له غربي مشرانو سربېره د ځينو اسلامي او عربي هېوادونو لخوا هم برید محکوم شوی او د افغانستان د گډ حکومت مشر اشرف غني بیا په سختو ټکو دا برید غندلی دی.
دا چې غرب او د ډیموکراسۍ پلویان تل هر څه د خپلو ناسمو او ناروا خواهشاتو په تله تلي، نو ځکه د اسلام ضد عمل او د اسلام د لویو شعائرو سپکاوی آن د عالم د رحمت او درانه رسول صلی الله علیه وسلم گوستاخۍ او دښمنۍ ته هم د بیان د ازادۍ ډنډوره غږوي.
له بل پلوه په غربي نړۍ کې خو لا څه آن په اسلامي هېوادونو کې خپله د مسلمانانو حقې غوښتنې او اسلام او اسلامي مقدساتو ملاتړ د غرب د جوړې شوې ډیموکراسۍ سره په ټکر کې بولي او د دې حق غوښتونکي په بېلابېلو نومونو او جرمونو تورنوي او دا منل شوی انساني او اسلامي حق یې ترې سلبوي.
افغان بنسټ د ټولو اسلامي او انساني نورمونو او قوانیو په پام کې نیولو سره یو ځل بیا غږ کوي، چې غرب او د غرب پلویان دې د مسلمانانو مقدساتو او د اسلام سپېڅلي دین غوښتنې نه ننگوي، که نه د “چارلي ابدو” پېښه نه لومړۍ ده او نه همدا یوه!
په ټوله نړۍ کې د اسلام د سپېڅلي دین د برم او لوړ شوکت په تمه
افغان علمي بنسټ
کابل – افغانستان