روسيه: محکمې د حنفي مذهب پر کتابونو بنديز لګولی
الالوکة – حماد
د روسيې اديګيا جمهوريت يوې فيدرالي محکمې د حنفي مذهب د کتابونو پر لوست بنديز لګولی.
يوه روسي څېړونکي ويلي چې دا کار د دې له امله شوی چې د نوموړي په وينا حنفي مذهب د ځينو ډلو په اړه سم فکر نه لري.
د اديګيا محکمې پر رسمي ويب پاڼه راغلي چې د حنفي مذهب کتابونه د يهودو او مسيحيانو په اړه کرکه خپروي؛ ځکه محکمې پرېکړه کړې چې د حنفي مذهب کتابونه هم د هغو لستونو په لړ کې راولي چې په سيمه کې يې پر درس او تدريس او لوستلو بنديز لګېدلی.
د يادونې وړ ده چې د تاريخ په اوږدو کې د اسلام دښمنانو تل د اسلام د اساساتو د له منځه وړلو هڅې کړي دي؛ خو کله هم په خپلو ارادو کې نه دي بريالي شوي.