وروستي:

د سرو ورېښمو کڅوړه

حامد افغان/

د قاضي مارستان د امانتداري

په زړه پوري ښایسته کیسه

د حدیثو د یوه مشهور امام عجیبه کیسه درته کوم، قاضي محمد بن عبدالباقي الانصاري البزار په “قاضي المارستان ” سره مشهور و او په کال 535هـ کې وفات شوی دی، دی وایې زه د حج په موسم کې په مکه کې وم، دی خورا زیات مسکین و هیڅ شی یې هم نه لرل، دی یوه ورځ وږی شو په جيب کې یې هیڅ هم نه و له خپله ځایه په دې نیت ووت چې که د خوراک څه شی پیداکړي، په لاره روان و او د سرو وریښمو یوه کڅوړه یې پیدا کړه چې خلاصه یې کړه د قیمتي ملغلرو یو ښایسته امیل په کې و چې پنځوس زره ديناره قیمت یې لاره.

کڅوړه یې ورواخیستله او بیرته خپل ځای ته روان شو، په لار کې یې یو سړی ولید چې نارې وهي او وایې: زما څخه د سرو وریښمو یوه کڅوړه ورکه شوې ده که چا موندلې وي او رایې کړي پنځوس ديناره انعام به ورکړم، ده پوښتنه ور نه وکړه چې په کڅوړه کې څه شی دي؟ هغه ورته وویل: په کڅوړه کې د قیمتي ملغلرو اميل ده، ده ورته وویل: د اميل کومه نښه راته وښيه هغه ورته وښودله، ده سمدستي کڅوړه ورته ونیوله او وريې کړه، هغه په خوشالي کڅوړه ورواخیستله او له جیبه یې پنځوس ديناره را وایستل، او ورته ویې نیول خو هغه انکار وکړ او ورته ویې ویل: ما خپل څښتن ته خپل حق ورساوه په دې باندي بدل اخیستل راته مناسب نده، ما دا امیل یواځي د الله د رضا له پاره تاته وسپاره، د حدیثو دې ستر امام هغه قيمتي اميل خپل څښتن ته بې له کوم عوضه په داسي حال کې وسپاره چې په جیب کې یې د یوې وچې ډوډۍ پیسې هم نلرلې! .

قاضي مارستان رحمه الله څه موده په مکه کې و وروسته د بحر له لارې خپل کورته روان شو، د الله شان ګوره په بحر کې کشتۍ له سخت خطرناک طوفان سره مخامخ شوه، کښتي یې سخت طوفان غرقه کړه او دی په یوه تخته پوري ونښتي له ډیرو سختیو او مرګونو حالاتو وروسته یې د بحرغاړې ته ځان ورساوه ډیرې ستوماني له اخه توخه غورځولي و په ډیره سختي یې یوه کلي ته ځان ورساوه او په جومات کې ولویدی، د کلي یوه سړی ورته راغی هغه ته یې خپله کیسه وکړه هغه ډوډۍ او بستره ورته راوړه ده چې ډوډۍ وخوړله او ارام شو نو همدي سړي ورته وویل: چې دوی د خپل جومات له پاره امام غواړي که ته دا کار کولی شې، ده ورته وویل زه یې کولی شم او زه د قران حافظ یم، خلکو د جومات له پاره امام وټاکه وروسته چې د ده په علم خبر شوو نو د ماشومانو له پاره یې معلم هم مقرر کړ.

قاضي مارستان وایې: دلته مې چې څه وخت تیر کړ ډیر خوشاله وم او شتمني مي هم زیاته شوه، څه موده وروسته کلیوالو راته وویل چې زموږ په کلي کې یوه يتيمه پیغله ده هغه درته نکاح کوو، که څه هم زما خوښه نه وه خو د کلیوالو ټینګار زیات و او په نکاح مي کړه، کله یې چې ناوې کورته راوړه او زه له هغې سره کښېنستلم د هغې په غاړه مي د ملغلرو امیل ولید، زه یې اميل ته ښه ځیر شوم پوه شوم چې دا هماغه امیل ده چې ما يه مکه کې پیدا کړی و او بیرته مي خپل څښتن ته سپارلی و!! دی وایې زما حیرانتیا دومره زیاته شوه چې ناوې ته کتل یا له هغې سره خبرې او اړیکې هرڅه مي له یاده ووتل او په امیل کې مي سترګې ټومبلې وې، خدای خبر څومره وخت به مي د هغې اميل ته کتلي وي چې هغه ولاړه شوه او ووتله، هغه خپلو خپلوانو ته په ژړا ورغلې وه او ورته ویلي یې و چې دا سړی خو ما ته هیڅ نه ګوري او هیڅ خبرې نه راسره کوي بس زما په امیل کې یې سترګې خښې کړې وي.

دی ووایې: د سهار لمونځ مي چې وکړ هغوی د ناوې د خپګان او ژړا خبره راته وکړه، او ما په مکه کې د امیل موندلو او خپل څښتن ته د سپارلو کیسه ورته وکړه، په دې سره په جومات کې د تکبير نارې پورته شوې او ټول کلیوال له حیرانتیا وازې خولې پاته شوو او راته ویې ویل چې هماغه د اميل څښتن د دې یتیمې پلار و هغه دا یوه لور لرله نور یې هیڅ نلرل او دوی ته به یې لمونځ ورکاوه، څه موده مخکي چې له حج نه راغی د امیل د ورکیدلو او بیا ترلاسه کولو کیسه یې دوی ته کړې وه، کلیوالو یې ده ته وویل چې هغه به هر وخت دعا کوله چې ای الله! ما هغه د امیل موندونکي سړي په څیر پاک انسان ندی لیدلی ای الله! ته خو هغه سړی ماته را پیدا کړې چې زه مي دا ایکي یوه نازولې لور هغه ته په نکاح ورکړم، کلیوالو یې وویل چې د هغه دا دعا به موږ اوریدله او امین به مو پرې ویلې، د هغه دعا الله داسي قبوله کړه چې ته یې په دومره معجزانه توګه زموږ تر کلي راورسولې اوس که څه هم هغه وفات ده خو لور یې موږ تاته په نکاح کړه!! .

مرآة الزمان في تاریخ الاعیان

ذیل طبقات الحنابله 434/1.

سیراعلام النبلاء 23/20.

شذرات الذهب 4/108.

دا د امانتداري او پاک نفسي بدله ده چې الله ژر په ژر په دنیا کې ور کړه. وایې په هر انسان کې د خیر او شر دواړو توخم شتون لري که دی په غوره اخلاقو سره د خیر د توخم پالنه پیل کړي نو د خیر او ښو سړی وګرځي انسانانو او د ځمکې ټولو مخلوقاتو ته یې ښه او خیر رسیږې او که په شیطاني اخلاقو د شر د توخم پالنه پیل کړي نو شریر او فتنه ګر انسان وګرځي او ټولو مخلوقاتو ته له شر او فتنو پرته بل څه نلري، کله چې الله چاته د خیر اراده وکړي یوه د عبرت پیښه یا کومه له پند ډکه کیسه همدا شریر او فتنه ګر انسان د خیر توخم پالنې ته متوجه کړي، له هر ډول شر او فتنو لاس په سر او د خیر او ښو سړی وګرځي، دا لوړه کیسه له خورا زیاتو پندونو او حکمتونو ډکه ده خدای دي وکړي په برکت سره یې موږ خیر ته متوجه او د خیر په لاره روان شو د کیسې لنډه موخه داده چې پاک نفسي، امانتداري او د انسانانو حقوقو ته په درنه سترګه کتل هغه دروند انساني خوی او د مسلماني غوره صفت ده چې ډیر ځله یې الله په لنډ وخت کې انسان ته څو برخې غوره بدله ورکوي .