غيبت
الحمد لله الذی جعل الانسان كاملاً بکمال اعضائه لیفید به في حیواته و یعبد بواسطتها لعبادة الله و خص منها لسانه معبرا و مظهرا لما في الضمیر و الحمد لله علی ذالک.
د غيبت لغوي او اصطلاحي معناوې
غيبت په لغت کې پټوالي ته وايي، او په اصطلاح کې: یو تن په داسې تورو یادول چې هغه ته خوښ نه وي، او الکفوي وايي: د یو تن په نه شتون کې داسې خبرې بیانول چې په هغه کې موجودې وي.
غیبت یوه ناوړه او سخته ګناه ده. په حدیث کې راځي:« الْغِيبَةُ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا » ([1]).
يعنې غیبت له زنا څخه سخت دی.
په دې حدیث کې غیبت ته له زنا څخه سخته ګناه ویل شوې ده او زنا داسې ګناه ده چې په ځینو مواردو کې یې په ترسره کولو انسان وژل کېږي او په ځینو مواردو کې پرې انسان سل درې وهل کېږي، که له دې پلوه ورته وګورو؛ نو باید په غیبت سره انسان ته په دنیا کې له زنا څخه زیاته سزا ورکړل شي؛ خو دغیبت سزا انسان ته په دنيا کې نه؛ بلکې په آخرت کې ورکول کېږي او هغه سزا چې په آخرت کې ورکول کېږي، له هغې سزا څخه سخته وي چې په دنیا کې ورکول کېږي.
له بله پلوه ګناهونه پر دوه ډوله دي، لومړی هغه چې د الله حقوق پکښې ترپښو لاندې کېږي او دویم هغه چې د الله له حقوقو سره سره د انسان حقوق هم پکښې تر پښو لاندې کېږي، نو هغه ګناه چې یوازې د الله په حقونو پورې تړلې وي، یوازې په توبه بخښل کېږي او کومې ګناه سره چې د انسان حقونه تړلي وي هغه یوازې په توبه نه بخښل کېږي څو له هغه تن نه بخښنه و نه غوښتل شي چې حق یې تر پښو لاندې شوی وي. زنا له لومړي ډول څخه او غیبت له دویم ډول څخه ده؛ نو ځکه ورته په حدیث کې له زنا څخه سخته ګناه ویل شوې ده.
د غیبت په اړه الله جل جلاله په قرآ ن کريم ن کې وایي: ﴿وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ﴾ [الحجرات:۱۲]
ژباړه : او يو د بل غيبت مه كوئ. آيا ستاسې كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسې خويې بده ګڼئ، بې شكه الله ښه توبه قبلونكى مهربان دى.
په ټولنه کې رواج غيبتونه
زموږ په ټولنه کې د غيبت اصلي لامل دا دی چې یو پر بل ښه نیت نه لرو، حسداو بغض ډیر دى، ځکه هرڅوک په غیبت اخته شوی، پلار د زوی په غیبت نه مړیږي، نږور د خواښې په غیبت نه مړیږي، د کاکا زوی د کاکا د زوی په غیبت نه مړیږي، همداسې نور مثالونه واخلئ، او اصل غیبت په مجالسو کې کیږي ، ځکه هلته د ډېرو خلکو په اړه خبرې کېږي، نو د غیبت دروازه خلاصه وې او هر سړی وردننه کیږي.
د غيبت بېلا بېل صورتونه
د غیبت یو صورت دا دی چې څوک ووایي
د پلاني تن ښه رنګ نه دی او یا پلانکی ښه اخلاق نه کوي یا د پلانکي عمل ښه نه دی، یا پلانکی له ونې ګردی دی یا پلانکی داسې نور بد خويونه لري.
د غيبت حرمت په قرآۤن کريم کې
الله تعالی وايي : ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُوا وَلاَ يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ﴾ [الحجرات:۱۲]
ژباړه : اې مومنانو! له زياترو بدګومانيو ځان وساتئ، يقيناً ځينې بدګومانونه ګناه دي او (د چا
عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، ايا ستاسې كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسې خويې بده ګڼئ، بې شكه الله ښه توبه قبلونكى مهربان دى.
دا غیبت دومره ستره ګناه ده چې الله جل جلاله د مړو د غوښې خوراک وبلله، الله جل جلاله مو دې له دې سترې ګناه څخه وساتي.
غيبت د احاديثو په رڼا کې
جابر رضي الله عنه روايت کوي وايي : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې غيبت څه دی؟ هغوی وويل : الله او د هغه رسول ښه پوهېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : غيبت دې ته وايې چې د يو ورور په داسې تورو يادونه وکړې چې هغه يې نه خوښوي، يو صحابي وويل : اې د الله رسوله! که هغه خوی په نوموړي کې وي بيا هم غيبت دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : که هغه خوی پکې وي او ته يې يادوې دا غيبت دی او چې پکې نه وي بيا خو بهتان دی.
جابر رضي الله عنه په يوه بل روايت کې وايي چې موږ يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو چې يو ډول بد بويه هوا راغله، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : دا بدبويي د هغه غيبت ده چې مسلمانان يې کوي .
روا غيبتونه
لومړی هغه وخت چې پر يو چا ظلم شوی وي او نوموړی يو داسې چاته د ظالم شکايت وکړي چې نوموړی د هغه له ظلم څخه خلاص کړي .
دوهم هغه وخت غیبت جایز دی چې يو څوک په چا کې يو منکر يا ناروا کار وويني او بيا يو داسې چاته د هغه په هکله په دې نيت ووايي چې نوموړی له هغه ناروا څخه را وګرځوي.
له مفتي نه د پوښتنې پروخت او قاضي ته د دعوې پر وخت
درېيم داسې وخت غيبت جايز دی چې يو څوک د يو چا د ناحقه دعوې يا تېري په اړه له مفتي څخه استفتا وکړي او يا قاضي ته خپله دعوه وړاندې کړي او د مدعي د تېري په هکله قاضي يا مفتي ته له هغه څخه شکايت وکړي؛ خو ښه دا ده چې سړی مشخص نکړي هسې په یو سړي دې تعبیر کړي.
څلورم هغه وخت غيبت جایز دی چې له يو چا څخه مسلمانانو ته د شر وېره وي او په غيبت کې د هغه شر مخه نيول کېږي او يا يې کم تر کمه د شر په اړه مسلمان ته معلومات کېږي، مثلا: د حديثو پر راوي جرحه کول، دا ددې لپاره چې د راوي ثقه والی او نه ثقه والی څرګند شي، يا يو څوک له چاسره خېښي کوي او له يو تن څخه د هغه په اړه
پوښتنه وکړي، نو که نوموړی د هغه بدخويونه
په دې نيت ورته بيان کړي چې له شره يې خوندي کړي، دا جايز دي؛ بلکې غوره ده چې د هغه اصلي څېره ورته څرګنده کړي، يا له چاسره په يو کاروبار کې شراکت پيلوي، يا ورسره امانت ږدي، يا ورسره ګاونډيتوب پيلوي او داسې نور، په دې ټولو صورتونو کې چې له چاڅخه مشوره وغوښتل شي بايد حقيقت څرګند کړي چې مسلمان له شره خوندي شي.
پنځم د هغه چا غيبت جايز دى چې فسق يې ښکاره وي، بدعت کوي، شراب څښي يا يې خلکو ته راوړي، له خلکو بډي اخلي، ظلم کوي، او يا ناروا کارونه سمبالوي، نو د دې لپاره چې خلک يې له شره خوندي شي د داسې خلکو افشا کول جايز دي.
شپږم : که يو څوک په يو عيب مشهور وي او هغه عيب يې لقب ګرځېدلی وي مثلا: ګوډ، کوږ سترګی يا بل عيب سره او په بل نامه نه پېژندل کېږي، نو بيا د اړتيا له مخې د داسې تن لقب يادول جايز دى، خو موږ بايد څوک په داسې نومونو ياد نه کړو چې هغه پرې خوابدی کېږي او يا په ټولنه کې عيب وي .
الله دې موږ ته توفيق راکړي چې د غيبت له سترې ګناه ځانونه وژغورو آمين .
([1])- ددغه حديث اسنادچي بيهقي په شعب الايمان او طبراني په الأوسط کي روايت کړى دى جداً ضعيف دي، ځګه په راويانو کي يې يوعباد بن كثير الثقفي راغلى چي متروك او ضعيف الحديث بلل سوى دى او بل ابورجاء الخراساني دى چي منکر الحديث ګڼل سوى دى.اداره