وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې – (لسمه برخه)

حامد افغان/
درس نظامي

په هند،پاکستان،بنګلاديش اوافغانستان کې دديني مدارسومروج تعليمي نصاب ددرس نظامي په نصاب سره يادېږي چې دهند يوه نوميالي عالم ملا نظام الدين سهالوى رحمه الله تعالى ته منسوب ده .ملانظام الدين سهالوى په کال ١١٦١هـ کې وفات شوى اودامام شاه ولى الله محدث دهلوى معاصرتېرشوى دى.دى اصلاً دافغانستان دهرات اوسېدونکى اودهرات دمشهور ولي خواجه عبدالله انصاري رحمه الله تعالى له کورنۍ سره تړاو لري .
دخواجه عبدالله انصاری له کورنۍ نه ېوکس دشيخ نظام الدين په نامه هندته ولاړ اوهلته يې ديوپى په سهالى نومې کلي کې درس اوتدريس پيل کړ اوبيا په دې کورنۍ کې همدا لړۍ له يوه نسل نه بل هغه ته روانه وه .اکبرجلال الدين په خپل دورکې دې کورنۍ ته په سهالى نومې کلي کې يوڅه ځمکې ورکړې چې دهغو په عايداتو سره داعلماء درس اوتدريس ته خلاص اوپه دې کارکې يې ډېره ترقي وکړه .دعالم ګير په زمانه کې دسهالى دشيخ زاده ګانو اوددې کورنۍ ترمنځ شخړه پيداشوه چې په نتيجه کې يې دسهالى شيخ زاده ګانوددې کورنۍ يومشر عالم ملاقطب الدين شهيدکړاودهغه کور،کتابونه
اوټول سامان يې وسېزه اودې کورنۍ دسهالى له کلي نه کډه وکړه اوااورنګ زيب عالم ګير په کال ١١٠٥هـ کې په لکهنوکې دفرنګي محل په نامه يوځاى دوى ته ورکړ.اوپه دې ځاى کې دوې بيا خپل تدريسونه اوعلمي بوختياوي پيل کړې اودهند په ټوله نيمه وچه کې دفرنګي محل په علماو سره مشهور شول چې وتلي کسان يې : ملانظام الدين سهالوى،ملاعبدالحليم فرنګي محلى اوملاعبدالحى فرنګي محلى دى.

دامهال په ټوله سيمه کې دفقهې اومعقولاتو درسونه ډېرګرم وو اودفرنګي محل علماو په دې دواړو علوموکې اوږدلاس لاره اوډېروتلي علماء وو دوى يوځانګړې زده کړئېزدوداوتعليمي طرزلاره اوتعليمي نصاب هم دوى په خپله برابر اوترتيب کړى و دانصاب ددې کورنۍ دډېروتجربو خلاصه اوغورچاڼ و چې په اخرکې ملا نظام الدين په مرتب شکل وړاندې کړاوله دې کبله ده ته منسوب اوپه ((درس نظامي))سره يې شهرت وموند.په دې نصاب کې دالاندې يولس علوم اوفنون ويل کېدل: صرف،نحو،منطق،حکمت،فلسفه،رياضي،علم البلاغة،فقه،اصول الفقه،علم کلام،دقرآنکريم تفسير اوحديث شريف.

لکه څرنګه چې په سيمه کې درس نظامي رواج موندلى دى داراز ددې درس دبانيانو دتدريس طرز اودودهم مروج پاتې شوى اوخلکو تقريباً ترننه پورې جاري ساتلى دى ددوى دتدريس طرز اودود دکتاب داصل متن په ځاى حواشى اودحواشيو حواشى ته زيات متوجه و اودکتاب دنفس مضمون اومحتوى په ځاى خارجي تحقيقاتواوتفصيلاتو ته زياته توجه کېده.کله چې په کال١٨٦٥ع کې دهندپه سهارنپور ولسوالي کې په ديوبند نومي کلي کې مولوى محمدقاسم نانوتوى رحمه الله ديوې عربي مدرسې اساس کېښوداودهندلوى اومخکښ علما‌‌ء لکه مولانا رشيد احمد ګنګوهى اونورورسره همکاروو نودوى هم همدا درس نظامي خپل کړا وپه دې ترتيب يې درسونه پيل کړل.

دې علماو په فکري توګه له امام شاه ولى الله محدث دهلوى سره تړاو لاره اوهغوى له حديثو سره زيات تعلق لاره نوځکه دوى هم په درس نظامي کې يواځي دحديثو په برخه کې بدلون راووست مخکې په درس نظامي کې له حديثونه يواځي مشکوة شريف درس کېده (دغواېانو له کودتا مخکی زموږ دهېواد دحجرو په سېستم کی هم له حدېثونه ېواځی مشکوة وېل کېده) دوی دحديثو صحاح سته هم ورزيات کړل :چې هغه بخاري شريف،مسلم شريف، ابوداودشريف، ترمذى شريف،ابن ماجه شريف،اونسائى شريف؛دي دديوبندعلما‌و دحديثودتدريس په طرز کې هم يومهم بدلون راوستى دى چې هغه ديوه عکس العمل په پايله کې رامنځته شوى دى دحديثو تدريس په عامه توګه دحديث په متن اوسند باندې راڅرخي اوپه عربي نړۍ کې اوس هم دحديثو تدريس دحديث په متن اوسندپورې تړلى وي خوپه سيمه کې دمدارسو لړۍ تقريباً له ديوبند نه راپيل شوې ده اودلته دحديثو درس په فقهي طرزکېږي اوپه ځانګړې توګه هڅه کېږي چې حنفي مذهب له حديثوسره مطابق کړل شي.

ددې بدلون پيل هم له ديوبند نه شوى دى هغه داسې چې په هندکې دبالاکوټ له جهاده وروسته ددهلي ستر محدث شاه محمداسحاق محدث دهلوى حجازته هجرت وکړ اودده په ځاى دحديثو ددرس له پاره دنذيرحسين محدث دهلوى په نامه يومحدث پاتې شو نوموړي له حنفي فقهي سره مينه نه لرله اوله هغه ډلې علماو سره يې مينه وه چې وروسته په اهل الحديث سره ونومول شول څرنګه چې له ډېري مودې راهيسې په سيمه کې خلک حنفي مذهب ته قائل دي اودلته نور مذاهب سلطه نلري اوداخلک له حنفيت نه وتلي اويواځي اهل الحديث دنظرېاتوپېرو وو نوطبعاً به يې دخپل مذهب ددفاع له پاره نورمذاهب ردول اوداترديد به په ځانګړې توګه حنفي مذهب ته متوجه و نوله دې کبله دافکرپيداشو چې حنفي مذهب دډېروحديثو په خلاف روان دى اوقياس اورايي ته زيات تمايل لري.

دديوبند علماء ټول حنفى المذهب وو اودپورته ېادشوی اغېزاو تاثر دختمولو له پاره يې دحديثو دتدريس طرزبدل کړ ددی کسانو په سرکې دديوبند دلوى محدث رشيداحمدګنګوهى نوم راځي دوى دحديثوپه درس کې هڅه کوله چې دحنفي مذهب مسائل اواحکام په حديثوسره ثابت کړي اوترننه پورې په سيمه کې همداطرز روان دى هغه چې ديوه غبرګون په پايله کې رامنځته شوى دى لکه دهند وتلی عالم او لېکوال مولانا مناظر احسن ګېلانی چی کاږی : په هند کی به له فراغت نه وروسته مولوېان شېخ رشېداحمد ګنګوهی ته راتلل او هغه به په نهو مېاشتو کی داشپږکتابونه سردا ورته وېل اوداکاردغېر مقلدېنودمقابلی او دحنفی مذهب ددفاع له پاره کېدی .

دموجوده نصاب نيمګړتياوې