پخلى او پخلنځى
مېرمن جميله همت
د پخلنځي د ځينو ستونزو د ليري کولو
ټوټکې
د لوى څښتن جل جلاله په سپېڅلې نامه .
لکه چي پوهېږئ د کورنۍ د غړو روغتيا پر ښو او پاکو خوړو، پاک صاف استوګنځي او پخلنځي باندي ولاړه ده. په عامه توګه د شتمنو خلکو په کورنو کي د پخلنځي لپاره بېل ځاى ځانګړى سوى وي. خو بېوزلي خلک له دې ډول آسانتيا څخه بې برخي وي. له دې امله په کومو کورونو کي چي پخلنځى نه وي او د کور کومه خونه د پخلنځي لپاره استعمالوي، نو ښايي چي دغه خونه په ځانګړې توګه ډېره پاکه وي. هسي خو بايد ټول کور پاک وي، خو په کوم ځاى کي چي خواړه پخيږي د هغه ځاى د چاپېريال او فضا پاکوالى ډېر اړين دى. په پخلنځي کي ډېر وختونه ځيني ستونزي رامنځته کيږي چي له هغو څخه د اوبو د وتلو د پيپ بندېدل، د مېږيانو يرغل، د سالن سوځل، د سالن مالګه ډېرېدل او د غوښو، شيدو، مېوو او سبو خرابېدل شامل دي. چي بايد د دې وو د مخنوي لپاره پاملرنه وسي. که څه هم دا چاري ډېري ستونزمني ښکاري خو حل يې ډېر آسانه دى. موږ به که خداى کول د مجلې په هره ګڼه کي د دغو مسايلو د حل ځيني ټوټکې بيانوو. موږ پتېيلې ده چي په راتلونکې کي د پخلي په اړه هم تاسي ته څرګندوني ولرو. سمدستي به لاندي ټوټکې ستاسي د ګټي اخيستني لپاره وړاندي کړو. که چيري تاسي په دې اړه يا د پخلي په اړه کومه پوښتنه لرئ کولاى سئ چي د مجلې پر پتو يې راولېږئ.
د فريزر او يخچال په اړه څو ټوټکې
د فريزر د پرېوللو لپاره د خوړو د سوډا څخه کار اخلئ. يوه کاچوغه سوډا په يو لېټر اوبو کي حل کړئ او فريزر په پرېولئ. فريزر بايد په کال کي څو ځله پاک سي . فريزر هيڅ وخت په صابون يا پوډرو مه پرېولئ.
د يخچال د بد بوى د ليري کولو لپاره په بازار کي ځانګړي بوى ليري کوونکي مواد سته وايې خلئ. که هغه نه وي لږ پنبه په وانيل باندي ولړئ، په يخچال کي يې کښېږدئ، د يخچال بوى له منځه وړي.
د يخچال د بوى د ليري کولو لپاره لږ سوډا په لوښي کي واچوئ، په يخچال کي يې کښېږدئ.
که يو ټوټه سکور هم په يخچال کي کښېږدئ، بوى يې ليري کوي.
که د يخي په ځاى کي لږ مالګه واچوئ، د يخي قالب نه موښلي او په آساني سره راوځي.
په يخچال کي هيڅ کله تاوده خواړه مه ايږدئ، ځکه د حرارت د درجې په بدلېدو سره پراته خواړه هم خرابيږي.
د يخچال دروازه هيڅکله په اوبو مه مينځئ ، بلکي په لانده ټوکره يې پاکوئ.
که د يخي ځاى ډېر يخى نيولى وي، په لاندي خانه کي د تودو اوبو دېګ کښېږدئ. دروازه يې بنده کړئ، يخى يې په څو دقيقو کي اوبه کيږي.
که کېلې په يخچال کي ايږدئ، نو په پلاسټيکي کڅوړه کي يې وپېچئ کښې يې ږدئ. که نه پوستکي يې توريږي. خو خوند يې نه خرابيږي.
که په يخچال کي ځاى لږ وي او غوښي ډېري وي، نو غوښي په قالب کي په ترتيب سره کښېږدئ او د يخي په ځاى کي يې ځاى کړئ چي غوښي يخى سي. په دې ډول په لږ ځاى کي ډېري غوښي ځاييږي.
په يخچال کي روميان د پلاسټکي کڅوړي پر ځاى په کاغذ کي وپېچئ ، په دې توګه تازه ساتل کيږي او نه خوړينيږي.
د غوښو ټوټکې
غوښي تل پر خام اور باندي پخوئ. په دې ډول هم غوښي ښه پخيږي او هم ښه خوند کوي.
که غوښي ژر نه پخېدلې ، په دېګ کي لږ اومه پپيته يا اوم انځر يا لږ شينکى واچوئ غوښي ژر پخيږي.
که غوښي ژر نه پخېدلې، لږ بيکينګ پوډر يا سوډا ور واچوئ، غوښي ژر پخيږي.
که غواړئ چي غوښي ژر پخې سي، يو څه ګوړه ورواچوئ.
که غواړئ چي غوښي د کباب لپاره ژر پستې سي، نو د پيازو په اوبو کي يې اخته کړئ.
که غواړئ چي د کباب غوښي اخته کړئ او ژر پستې سي، نو يو کېلو غوښو ته يوه دانه تر ماشين ايستل سوى کيوي يا شينکى ورواچوئ، غوښي ژر پستيږي. (کيوي يو ډول ميوه ده، خړ پوست لري پر سر پُوخي لري. کله چي يې سپين کړئ، په منځ کي کوچنۍ کوچنۍ دانې لري).
که غواړئ چي د کباب غوښي مو ښه خوندوري او پستې وي، نو غوښي په مستو کي اخته کړئ يا د انځرو غوره ورواچوئ.
که غواړئ چي د يخچال څخه غوښي راوباسئ او پخې يې کړئ ، دستي يې دېګ ته مه اچوئ. لومړى يې په اوبو کي کښېږدئ، چي يخى يې اوبه سي بيا يې پخې کړئ.
که غوښي بې له يخچاله دغسي د دوو ورځو لپاره ساتئ، نو لومړى يو ټوکر په سرکه باندي لوند کړئ او بيا غوښي پکښي وپېچئ يا پر غوښو باندي مالګه واچوئ، په خپلو اوبو کي يې پخې کړئ. بيا هغه دېګ په يوه يخ ځاى کي کښېږدئ.
که د غوښو لږ سوړ بوى تلى، نو په اوبو کي لږ سرکه واچوئ، غوښي پکښي خشتې کړئ. بيا يې اوبه ځني توى کړئ . بيا غوښي پخې کړئ.
که غوښي وسوځلې، لومړى يو ټوکر په تودو اوبو لوند کړئ، ويې نستېږئ، بيا غوښي پکښي وپېچئ. يو ساعت يې په ټوکره کي کښېږدئ، بيا يې سوي ځايونه په چاړه ځني ليري کړئ.
که غواړئ چي غوښي په ښه ډول سره ټوټه ټوټه کړئ، نو لومړى يې په يخچال کي کښېږدئ چي لږ يخي سي بيا يې ټوټه ټوټه کړئ.
هر کله چي تاسي غوښي د کباب لپاره ايشوئ، پاته يخني يې په يخچال کي کښېږدئ چي غوړي يې کلک سي بيا يې غوړي ځني ټول کړئ، او يخني يې په نورو خوړو کي استعمال کړئ.
که د کباب لپاره غوښي اخته کوئ، نو ماښام پر غوښو لږ سرکه او د زيتون غوړي واچوئ او اخته يې کړئ، غوښي ښه پستيږي.
که د اوړي په موسم کي غوښي تازه ساتل غواړئ، نو په يوه غاب کي نيمه چايخورۍ سرکه واچوئ ، غوښي پکښي کښېږدئ، ژر نه خرابيږي.
که غواړئ چي غوښي وچي کړئ، او د ډېر عمر لپاره يې وساتئ نو مالګه، مرچک او کورکومن سره ګډ کړئ او پر غوښو يې واچوئ. په لرګيو يې وپېييئ، لمر ته يې وځړوئ چي وچي سي.يا غوښي نازکي ټوټې کړئ، مالګه پر واچوئ وچي يې کړئ.
د کباب د غوښو د پستېدو لپاره په نيمه چايخورۍ سرکه کي يوه د چايو کاچوغه سوډا واچوئ، غوښي پکښي اخته کړئ.
که کباب په دېګ يا داښ کي پخوئ، کله چي پوخ سو، نو يوه ټوټه سکور تازه کړئ د کباب سره يې کښېږدئ، کباب خوش بويه کيږي.
که په حليم کي يوه دانه انځر واچوئ، غوښي او غنم دواړه ښه خوړينوي. دا د حبوباتو لپاره هم استعمالولاى سئ.
که غوښي تازه او کلکي وې، د غوښو په ټوټو باندي لږ لږ سوډا واچوئ، پستيږي.
که غوښي د کباب لپاره د غوښو په مخصوص چکش وهئ چي هواري سي، لږ اوړه پر وپاشئ چي د غوښو اوبه راونه وځي.
که غواړئ چي د تورو غوښو څخه کباب يا سټيک پوخ کړئ، مالګه تر پخېدو وروسته ورواچوئ. خو سپينو غوښو ته، لکه د چرګ او ماهيانو غوښوته بايد تر پخېدو دمخه مالګه واچوئ. ځکه چي دا وروسته مالګه نه جذبوي.