وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې – (اتمه برخه)

حامد افغان/
دمعتزله و عروج اوزوال

له بده مرغه چې دمعتزله و ډېرمخکښ کسان څوعباسي خلفاوو ته ډېرنږدې وو چې په پيل کې يې دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد يادولى شو. مامون په خپله اعتزال ته پوره تمايل لاره اويا په بل عبارت مامون په خپله معتزلي و لکه مخکې موووېل: مامون يونانى فلسفې اوعقليت ته ډېرزيات ميلان لاره .

امام ابو الهذيل چې ځينې خلکو دعلم کلام موجد بللى دى، دمامون ددربار خاص مناظر عالم و او دخلافت له خواهغه ته شپيته زره درهم کلنې تنخوا ورکېده. او ابوالهذيل العلاف دمعتزله و ديوې ډلې (الهذيليه) مشر او مؤسس دى داراز دمتعزله و ديوې بلې فرقې (النظاميه) مشر او مؤسس سياربن ابراهيم چې په نظام سره يې شهرت لاره؛ هم دمامون ددربار خاص مناظر عالم و.

دا رازد مامون الرشيد په پيرکې قاضى احمدبن ابى داود دخلافت قاضى القضاة وټاکل شو اودامعتزلي قاضي صيب دخپل ټولې قضاپه دوره کې يواځي د(خلق القرآن)مسئلې ته له هرڅه زيات متوجه و ،کومو علماوو (داهل السنت علماء)به چې د قرآن له حدوث نه انکار کاوه هغه يې ډېر زيات زورولي اوکړولي دي اوآن چې وژلي يې هم دي لکه امام احمدبن نصرالخزاعى رحمه الله تعالى.

مامون الرشيد دعباس خلفاو په هغوکسانو کې شمارل کېږي چې ويل کېږي دډېرزيات علم خاوندو اوکه دده دښوونې اوروزنې حالات څوک وويني او بيا دده په اړه دعلماو ستاينې ووينې نو زموږ په ادعا کې به څه شک ونکړي،داراز دده دخلافت په زمانه کې که څه هم ده ډېر وخت په خپل منځي جګړو تېرکړى دى چې زياتې خونړۍ جګړې تېرې شوې دي اوپه ځانګړې توګه له خپل ورور امين سره يې ډېرجنګونه کړي دي چې په پايله کې دامين په وژنه پاى ته ورسېدلې خوبياهم ده داسلام اومسلمانانو له پاره هم ډېرڅه کړي دي خومتاسفانه چې ځينې يې داسې کارونه کړي دي چې دهغو په پايله کې دحق دلارې ډېردرانه لارويان کړيدلي اوتعذيب شوي دي لکه د(خلق القرآن) په مسئله کې دده بې ځايه سرټمبګي اوپه دې اړه تاريخ دده هغه ليکونه خوندي ساتلي دي چې خپلو واليانو ته يې ليکلي وو.په دې مسئله کې دده ټينګار دې حدته ورسيد چې خپل وليعهد اوځاى ناستى معتصم ته يې هم وصیت وکړ چې په دې مسئله کې به زماپه څېرثابت اوسې .څرنګه چې معتصم په حکومتي چاروکې سخت اومؤرخين ليکي چې امى محض هم و نو د مامون وصيت يې ګام په ګام پلى کړ اوقاضي ابن ابى داود به چې څه ويل ده به منل اوامام احمدبن حنبل اودامت نورډېرپوهان يې په دې مسئله کې ډېروکړول.

داراز دمعتصم زوى واثق بالله هم دخپل پلار اوتره (مامون)په لاره روان و اوپه دې مسئله کې يې دقاضى ابن ابى داود په ملتيا دامت سترعلماء اوپوهان ترتعذيب اوشکنجو لاندې نېولي وو خو مؤرخين ليکي چې دواثق په پيرکې يوه دا سې پېښه رامنځته شوه چې هغه دواثق دنظر دبدلون لامل شوه اوله دې پېښې وروسته واثق له دې مسئلې نه په شاشو داکيسه مؤرخينو داسې بيان کړې ده: قاضى احمدبن ابى داود له (اذنه) نومي ځاى نه يوعالم دمناظرې له پاره په ولچکونو کې تړلى راووست اوله واثق نه يې هم وغوښتل چې دې مناظرې ته کينې اوهغه ورسره ومنله دامناظره ابن تغرى بردى په خپل کتاب (النجوم الزاهره) کې داسې راخيستې ده :

عالم: اياستاسو دامسـئله (خلق القرآن) ددين له واجباتو نه ده اوله دې پرته دين نشي کامل کېدى؟
ابن ابى داود: هوکې !
عالم: داووايه چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله له لوري څه ورکړل شوي و اياده له هغونه کوم شى پټ کړي اوچاته يې ندې څرګندکړې ؟
ابن ابى داود:چوپ پاته شو.
نوموړی عالم واثق بالله ته وويل دايوه شوه اوله قاضى سره ځواب نشته.

عالم: الله جل جلاله وايي:[اليوم اکملت لکم دينکم]اياخدای جل جلاله په دې خبره کې ريښتونى دى چې دين يې کامل کړى دى اوکه ته په خپله خبره کې ريښتونى يې چې د(خلق القرآن)له مسئلې پرته دين کامل نه بولې؟
ابن ابى داود: بياچوب پاته شو.
عالم : واثق ته وويل چې دوه شوى.واثق وويل هوکې !
عالم: ايا رسول الله صلی الله علېه وسلم په دې خبره (خلق القران)خبر و که نه ؟
ابن ابى داود: هوکې خبرو.
عالم: اياهغه خلکو ته ددې مسئلې دعوت ورکړى و؟
ابن ابى داود:چوب پاتې شو.
عالم بيا واثق ته و ويل چې درې شوې.هغه وويل هوکې!
عالم: رسول الله صلی الله علېه وسلم په دې مسئله خبرهم و بيايې هم خلک ورته رادعوت نکړل نوهغه ته دا روا و؟
ابن ابى داود:هوکې!
عالم:حضرت ابوبکر،حضرت عمر،حضرت عثمان اوحضرت على رضی الله عنهم ته هم رواو چې له دې خبرې نه چوپ پاتې شي؟
ابن ابى داود : هوکې!
عالم: نوحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم اودهغه خلفاو ته روا و چې له دې مسئلې څخه چوپ پاتې شي اوتاته نه ده روا؟
ابن ابى داود:چوپ پاتې شو.
مؤرخين ليکي چې دعالم له دې خبرو وروسته واثق وخندل اوخولې ته يې لاس نېولى و کورته ننووت اوله ځانه سره يې ويل چې دخداى نبي ته روا و اوموږته نده روا چې له دې مسئلې نه چوپ پاتې شو.
واثق داعالم خوشى کړ اودرې سوه ديناره يې هم ورکړل اوامريې وکړ چې خپل ښار ته يې ورسوئ.او دقاضى ابوداود زوى يې هم سپک کړ او په دې سره دمعتزله و زوال پيل شو.
داعالم ابوعبدالرحمن عبدالله بن محمد الاذرمى نوميدى دامام ابى داود السجستاني (صاحب سنن ابى داود)اوامام النسائى استاد و رحمه الله تعالى .

داعتزال په وړاندې دامام احمدبن حنبل ثُبات

معذرت: د څو شپو سفر لامله زما د دې لیکنې لړۍ ولاړه وه معذرت مي ومنئ اوس بیه پیل شوه .