وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې – (اوومه برخه)

حامد افغان/

داعتزال فتنه

که څه هم ځينې معاصرو پوهانو داعتزال دفکر اصلي ريښه يهودو اوعبدالله بن سباته رسولى ده خوپه ټولېزه توګه معتزله له اسلامي لويو ډلونه يوه ډله ده .اودوى دواصل بن عطا الغزال پيروان دي اصلاً اعتزال بيليدلواوګوښه کېدلوته وا يي واصل بن عطا دامام حسن البصري رحمه الله تعالى شاګرد و اوله هغه سره داختلاف په سبب له هغه نه بېل شو دتاريخ کتابونو دااختلاف په دې لنډه کيسه کې بيان کړى دى ،هغه داسې چې لوى تابعي حسن بصرې رضی الله عنه ته يوسړى راغى اوورته و يې ويل: اې ددين امامه! نن سباداسې يوه ډله پيداشوې ده چې هغوى دلويي ګناه کوونکى کافربولي
(موخه يې خوارج اونورې داسې ډلې وې چې دارجاء عقيده لري) اووايي ايمان ته ګناه زيان نه رسوي لکه کفر ته چې عبادت ګټه نه ورکوي. نوته موږ ته څه امرکوې اياموږ هم داسې عقيده ولرو؟امام حسن ددې سړي په پوښتنه سره په فکر کې ډوب شو اوسړي ته يې لا ځواب نه ؤورکړى چې واصل بن عطا هغه سړي ته وويل: زماپه اندخودکبيره ګناه کوونکى نه يومخ مؤمن دى اونه کافر دى اوزه ددې دوومنزلوپه منځ کې ديوې بلې منزلې هم قائل يم واصل زياته کړه! که دلويي ګناه کوونکى بې له توبې مړشي دتل له پاره به په جهنم کې وي ځکه په اخرت کې خويواځې دوه ډلې دي چې هغه جنتيان اودوزخيان دي خوله
کفارونه به دده عذاب يوڅه سپک وي.
دواصل په دې خبروسره امام حسن البصرى رحمه الله وويل قداعتزل عناواصل! واصل له موږ نه بېل شو.دلويانو له خولو وتلى تورى ډېرځله داسې سخت ونښلي چې هغه بيا داشخاصو ياډلو په وس کې نه وي چې له ځانه يې ليرې کړي مؤرخين ليکي چې دامام حسن له دې وينا سره دواصل بن عطاملګري اوډله په معتزله سره مشهوره شوه که څه هم دوى ځانونه ((اصحاب العدل و التوحيد)) بلل .دوى په دې عقيده دي چې کوم شي چې دبندګانو په خيروي دهغه کول په الله جل جلاله باندې لازم اوواجب دي ،اوپه الله جل جلاله واجب ده چې نيکوخلکو ته به اجرورکوي اودوى وايي چې خداى دخپل و اجب مخالفت
بالکل نه کوي اودې ته دوى عدل وايي .داراز دو ىدخداى حقيقي قديمه صفات هم نه مني ځکه دوى وايي په دې سره تعدددقدماو راځي.دادوى توحيدبولي اوبله ددوى مشهوره عقيده ده چې قرآن له حروفو اوغږونونه ترکيب اوجوړشوى دى بناءً حادث اومخلوق يې بولي.معتزله پنځه اصول لري چې په لاندې ډول دي:
[١]توحيد.
[٢]عدل.
[٣] وعدوعيد.
[٤]ددوومنزلوپه منځ کې دريمه منزله.
[٥] په ښوامراوله بدومنعه کول.
دوى په دې عقيده دي چې څوک دااصول نه مني يايوله دې اصولو څخه نه مني هغه ته داعتزال نسبت هيڅکله نشي کېدى پټه دې نه وي چې دا اصول دوى په مخصوصو معناو تعبيروي چې زياته برخه يې په عقل ولاړه ده دوى ډېرځايه دعقل اونقل دتضاد په صورت کې دعقل پلوى کوي لکه دقبرعذاب نه منل اوپه دليدلو له مسئلې نه انکار.اخرت کې دخداى
وروسته له دې چې په دې پنځو اصولودوى متفق دي بياډېري زياتې ډلې پکې پيداشوې دي چې موږيې دلته ېواځی دنومونو په ذکرکولواکتفاکوو:
الواصليه. العمرويه،الهذيليه،النظاميه، الاسکافيه، الجعفريه، البشريه،المزداريه،الهشاميه،الصالحيه،الحابطيه،الحدبيه، المعمريه،الثماميه،الخياطيه، الجاحظيه،الکعبيه،الجبائيه، البيهسيه اوالاسواريه.
داپورته ډلې ټولې ددوى امامانوته منسوب دي لکه :الواصل ،عمرو، نظام،جاحظ ،ثمامه،اونور ددوى لوى امامان تېرشوي دي .اوهره ډله خپل امام ته منسوبه ده.
ناويلي دې نه وي پاتې چې دکتابونو دلوستلو اودرس په مهال ځينې استادانو موږ ته ويل چې معتزله اوس وجودنلري اوداټولې زړې تاريخي ډلې دي خوزماله مالوماتو سره سم معتزله اوس هم وجودلري اويوه ډله يې داصحاب التحرير په نامه ځانونه نوموي.اوآن چې په انټرنيټ کې ويب سايټونه هم لري چی په عربي اوانګلسي ژبو کې ليکنې اومضامين خپروي که څوک له انټرنيټ سره علاقه لري اوهغه ګوګل العربى ته د((المعتزله ))يا((اصحاب العدل والتوحيد)) نوم ورکړي نوپه خپله به هرڅه ورته روښانه شي اودومره زيات تفصيلات به بيامومي چې شرح العقائد،خيالي اوشرح مواقف به په
هغوپورې ډېرکم ورته ښکاره شي.

دمعتزله وعروج اوزوال