وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې – (شپږمه برخه)

حامد افغان/
دعلم کلام ايجاد:

مخکې موږ وويل چې دعباسي خلفاوو په وخت کې خلکوته دعقائدو په اړه ترډېره حده ازادي ورکړل شوې وه اوبل دفلسفې اواجنبي اوعجمي علومو ژباړې په زياته پيمانه روانې وي نوپه اسلامي ټولنه کې هغه سپېڅلتيا اومعصومه ساده ګي په کمېدو شوه چې نه دومره زياتې پوښتنې کېدلې اونه دومره زيات قيل اوقال هغه مهال شتون لاره اودهغوى په اړه دقرآنکريم داخبره ريښونې وه چې وايي:هغوى هغه خلک وو چې خبرې به يې اورېدلې اوبيابه يې دغوره اوښې خبرې پيروي کوله (قرآن).

حضرت عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي چې مادحضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم له ملګرو نه ښه خلک دځمکې په سرنه دي ليدلي هغوى دنبوت په ټوله موده کې له حضرت رسول الله صلی الله علېه وسلم څخه يواځې ديارلس پوښتنې کړې دي چې هغه ټولې په قرآنکريم کې موجودي دي.

دپورته يادوشوو اسبابو په اساس په اسلامي ټولنه کې ډول ډول افکار پيداشول اوپه ځانګړې توګه ديونانى فلسفې خپرېدلونوى کوول ډېراغېزمن کړبناء‌ً يوه داسې علم ته اشد ضرورت پېښ شو چې په هغه سره په مدللة اومنطقي توګه دفلسفې افکارو شننه اوتحليل وشي اوبيا دهغو دکمزوره کولو اوباطلو لوله پاره کارواخېستل شي .اوداعلم کلام وچې دوخت ځېرکو علماوو دهغه ضرورت احساس کړ اوپه دې اړه يې ليکني وکړې اواسلامې نړۍ يې ديونانى فلسفې له بريدنه وژغورله که څه هم دعلم کلام په ايجاداووده کې اسلامي نړۍ له يوې بلې فتنې سره مخ شوه چې هغه داعتزال فتنه وه اوپه دې لړکې مسلمانې ټولنې ډېرې ستونزې اوکړاوونه وليدل اومسلمانان دتفرق اواختلاف په نه رغېدونکې وبااخته شول خولوى څښتن دهمدې اعتزال له کاله نه داسې اسباب برابرکړل چې په هغوسره يې ددې فتنې زوروايست ،دې تفصيل ته وروسته راځو لومړى په معتزله وو باندې په لنډه توګه خبرې کوو.