وروستي:

تېره ورځ په افغان پوهنتون کې له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون په اړه یوه غونډه تر سره شوه

په غونډه کې د افغانستان سیاسي شخصیت د ختیځ کارپوه پوهنمل دوکتور عبدالقیوم مومند، د افغان پوهنتون رئیس عبدالقدوس مظهري او نور سیاسي او ملي مخور شتون درلود.

غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، وروسته د دکتور مومند صیب پر بیوګرافي رڼا واچول شوه او د نوموړي ژوند ته یې په اشارې سره د ده سیاسي هلو ځلو ته هم کتنه وکړه.

له دې وروسته دکتور عبدالقیوم مومند صیب ته د سټیج بلنه ورکړه شوه او له افغانستان سره یې د امریکا د ستراتیژیک تړون په اړه رڼا واچوله.

دوکتور مومند صیب د افغانستان اوسني حالات د اندېښنې وړ وبلل او وې ویل چې افغانستان اوس مهال په یوه حساس پړاو کې واقع دی، نوموړي د سولې لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او وې ویل چې د سولې پروسه دې رښتني او په صداقت مخ ته ولاړه شي او په دې پروسه کې دې له هر ډول لاسوهنې ډډه وشي، ده زیاته کړه چې د هېواد د سولې بهیر دې د ګاونډیو د لاسوهنې نه خوندي شي، نوموړي په هېواد کې د ګاونډیو شومو موخو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې، د افغانستان ګاونډیان نه غواړي چې افغانستان یو پرمختللی او مترقي هېواد پاتې شي، نوموړي د نورو ګاونډیانو په پرتله د پاکستان او ایران لاسوهنې زهري وبللې او وې ویل چې په ختیځ کې پاکستان او په لویدیځ کې ایران زموږ په هېواد کې مستقیماً لاسوهنه کوي او دغه دواړه هېوادونه د افغانستان لپاره لوی خطر دی، نوموړي د امریکا دوه مخي ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې امریکا هم نه غواړي چې افغانستان یو مستقل، خپلواکه او مترقي هېواد پاتې شي، ده زیاته کړه چې امریکا له پاکستان سره نږدې سیاسي اړیکې لري او نه غواړي چې د افغانستان په اړه پر پاکستان فشار راوړي او یا دغه هېواد وځپي، امریکا له پاکستان سره جوړه ده، خو د ایران په مقابل کې له افغانستان سره مرسته کوي، هغه دا چې ایران د امریکا مخالف دی او امریکا هم نه غواړي چې ایران یو مترقي او اتومي ځواک هېواد په سیمه کې ووسي، مومند صیب د ایران اتومي وسلې ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې د ایران اتومي وسله هم منځني ختیځ او خلیجي هېوادونو او ځانګړې توګه د افغانستان د ځپلو لپاره جوړېږي، ایران هم نه غواړي چې افغانستان یو مترقي او پرمختللی هېواد پاتې شي، دوی په افغانستان کې ډېر په مهارت سره نرم نفوذ کړی او کولای شي چې په ډېر اسانه سره په هېواد کې کړکیچ او بحران ته لمن ووهي.

دوکتور مومند صیب له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک امنیتي تړون په اړه وویل چې: امریکا په دغه تړون سره د افغانستان ملي حاکمیت، هېوادني ارزښتونه او سیاسي خپلواکي تر ګواښ لاندې راولي نوموړي وویل چې دغه تړون په مستقیما توګه د افغانستان د یرغمل معنی لري، نوموړي د دغه تړون څو مادو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې امریکا د دغه تړون په تر سره کولو سره افغان حکومت ته هېڅ د ژمنې او یا د کاغذ پر مخ د لیک شوي افغاني ارزښتونو برابر څه نه دي واړندې کړي. بس یوازې د امکاناتو خبره کوي، چې دا هم په مستقیماً توګه د هېواد ملي حاکمیت او هېوادني ارزښتونه ته ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړه: کله چې د افغان حکومت لخوا امریکا ته د دغه تړون د لاسلیک کولو لپاره شرطونه وړاندې کېږي، نو امریکا د خپلو ځواکونو د صفر انتخاب کوي او یا هم د مرستو د کموالي او نورو ډول ډول فشارونو ګواښونه کوي چې دا هم د هېواد سیاسي خپلواکي ته ګواښ دی.

وروسته د افغان پوهنتون رئیس مظهري ته د سټیج بلنه ورکړه شوه او خپلې خبرې یې پیل کړې، نوموړي هم په افغانستان کې د امریکا شومې موخې د هېواد ملي حاکمیت ته ګواښ وبللې او وې ویل چې امریکا خپل قول کې رښتني نه ده او نه غواړي چې افغانستان یو مترقي او په خپلو پښو ولاړ هېواد پاتې شي، ده له ځوانانو نه غوښتل چې خپل ځانونه د پوهې په ګاڼه سمبال کړي او د پوهې او قلم له لارې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.

غونده د عبدالقدوس مظهري په دعا پایته ته ورسېده.