وروستي:

ښايي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ځای هم د مسجد حرام برخه وګرځي

د سعودي عربستان د تاريخي آثارو يو کارپوه ويلي چې د مسجد حرام د نوې پراختيايي پلان په برخه کې ښايي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ځای هم د مسجد حرام يوه برخه وګرځي.

ډاکټر عرفان العلاوي بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي چې د سعودي عربستان د حکومت له لورې د مسجد حرام د نوي توسيع په لړ کې چې ملياردونه ډالر به پرې ولګوي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت هغه ځای چې شعب بني هاشم ته څېرمه د غره په لمنه کې پروت دی، ښايي نور د مسجد حرام يوه برخه وګرځي او په اوار ميدان بدل شي، دغه ځای چې اوس پرې يو کتابتون جوړ دی او د دوو کلونو راهيسي د خلکو پر مخ تړل شوی دی، د سعودي عربستان د اوقافو وزارت له خوا يې ګېرچاپېره لوحې ځوړندي دي او پرې ليکل شوي دي چې په دې اړه کره ثبوت نشته چې دا دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ځای وي؛ خو ښاغلی علاوي وايي چې سلګونه کاله پخوانۍ نقشې او آثارو ته په کتلو دا ثابتيږي چې همدا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت ځای دی.

د مسجد حرام د توسيعاتو په لړ کې ګڼ شمېر پخواني آثار له منځه تللي او اوس دا ښار ورو ورو خپل تاريخي حيثيت له لاسه ورکوي، ډېری خلک نيوکه کوي چې د مکې مکرمې پخوانۍ نقشې له منځه وړل او پرځای يې لوکسې او دنګې ودانۍ جوړول د مکې تاريخي حيثيت او اصلي روح له منځه وړي؛ خو د سعودي عربستان حکومت ټينګار کوي چې ورځ تر بلې د حجاجو او معتمرينو ډېروالي ته په کتلو اړينه ده چې بايد د مسجد حرام ساحه پراخه کړل شي.

له څو کلونو راهيسې د ترکيې او سعودي عربستان د حکومتونو تر منځ د هغو برنډو د نړولو پر سر ناندرۍ رواني وې چې د عثماني خلافت په پېر کې د کعبې ګېرچاپېره د هغه وخت په تر ټولو لوړ معيار جوړې شوي وې، ترکانو اعتراض درلود چې دا د اسلامي خلافت يوه نښه ده چې د هغه وخت حکومت په ځانګړې پاملرنه ودانې کړې وې؛ خو د سعودي حکومت ټينګار دا و چې که دا برنډې له منځه يو نه وړل شي ښايي څو کاله وروسته زيارت کوونکي د تنګوالي لامله له ډېرو ستونزو سره مخ شي، چې بالآخره ترکانو په دې شرط دې کار ته غاړه کېښوده چې د زړو برنډو ټولې خښتي او ډبرې به په منظم شکل ترکيې ته انتقاليږي چې هلته به ترې جومات جوړيږي.

عبدالحق حماد