د زړه د کومې خوږې خبرې
ژباړه او چمتو کوونکی: بهیر افغان
لومړۍ برخه
۱. له نورو سره ځان نه پرتله کول پرځان نيم باور دی ، د هغوی په چارو کې نه لاسوهنه او چوپتيا نيم حکمت دی .
۲. د نيکمرغی بنسټ د الله تعالی پر قضاء او قدر ايمان لرل او تل دا کليمه ويل : (( رب اخترلی ما تراه خيراً )) يعنې ای زما پالونکيه ! هغه څه راته غوره کړ ه چې ته يې خير او ښبګڼه ګڼې .
۳. ابن قيم رحمه الله وايی : څوک چې چاته په کومه ګناه پېغور ورکړي نو تر هغه به مړ نشي څو د همغې ګناه مرتکب ونه ګرځي ، الهي ما ستا د مخلوق پر عيب لټولو مه بوختوه .
۴. ژوند هيڅکله نه بديږي ، خو موږ له ژوند سره سم چلند نه کوو ، نو لمونځ ، دعا کورنی او ملګري څلور هغه څيزونه دي چې تر اووم اسمانه پورې زموږ د نيکمرغی کفالت کوي .
۵. که دې د چا شخصيت زيانمن کړ ، نو باور وکړه چې هغه به دي په داسې عذاب وځوروي چې د خبرو له عذاب او درد څخه به ډېر کړونکی وي .
۶. ښايسته څيزونه زموږ په نفس کې دي ، نه په عارضي څيزونو کې ، نو که موږ ښې سترګې ولرو بيا به هر څه ښايسته وينو او که ښه نفس ولرو نو په ډېر لږ شي به بسنه کوو .
۷. مسکی اوسه ! تل خوشحالي اړينه نه ده ، بلکې ډاډه او نيک فال اوسه داسې چې الله ( ج ) به دې په ښه ګمان کې نه ناهيلی کوي.
۸. دا اسانه او شونې ده چې په خپله خوله لاس کيږدې ، څو خبري ونه کړې خو دا سخته ده چې پر خپل زړه لاس کېږدې څو ونه دردېږې .
۹. د الله تعالی په دې وينا کې ډېر سوچ وکړﺉ (( ياليتنی قدمت لحياتی )) يعنې ای کاش د خپل ژوند ( آخرت ) لپاره مي څه توښه وړاندې کړې وای ، څو پوه شی چې ستاسو حقيقي ژوند دنيوي ژوند نه دی .
۱۰. که هوساينه او نيکمرغي غواړې ، نو يا له ماشومانو سره په لوبو بوخت شه يا له بوډاګانو سره ناسته او ولاړه غوره کړه ! ځکه ماشومان دنيا نه پيژني او بوډاګان ترې ماړه شوي دي .
۱۱. د ستونزي او د هغې د حل تر منځ فاصله د زنګنونو او ځمکې تر منځ د فاصلې په اندازه ده ، نو څوک چې الله تعالی ته سجده کوي هغه د هرې ستونزي په وړاندې مقاومت کولای شي .
۱۲. له دنيا څخه لرې ګټه اخيستلای شو او ورڅخه هيله لاس ته راوړلای شو ، خو کله چې ورپسې منډې وهو ، نو دنيا د شګي ګل ( سراب ) دی چې د لرې ډېر ښايسته بريښي ، که غواړو ترلاسه يې کړو خو ورپسې ستړي کيږو او تر لاسه کولای يې نشو .
۱۳. زړه يو لوښی دی ، نن دي چې څه خوښه وي هغه پکې واچوه ، سبا به لپه – لپه ورڅخه را اخلې .
۱۴. په وړو کوښښونو او هلو ځلو باندې ټينګار او دوام تا د لويو کوښښونو په ترسره کولو جوګه کوي .
۱۵. وړو – وړو څيزونو ته پاملرنه تا ته د لويو انځورونو د رسمولو د بريا حيرانونکي لارې کشفوي .
۱۶. ددې انتظام مه کوه چې کښتۍ دې درته راشي ، بلکې خپله ورته لامبو ووهه .
۱۷. ډيری د کړنو ترسره کوونکي نه بريالي کيږي ، حال دا چې دوی د بريا په تمه وي .
۱۸. دوی باور نه لري چې دا يو چانس او برخه ده بلکې خپله بريا او کاميابي په کار ، زيار ، سوچ کولو ، مينه او وخت غنيمت ګڼلو کې بولي او د خپلو لاسونو په کړنو باور لري .
۱۹. کوم ځای او درجې ته چې ځان رسول غواړې ، نو هغې ته د رسيدلو لاري ولټوه !
۲۰. د هغه چا په څېر اوسه چې د ژوند له سمندرونو څخه تېرېږې ، خو د کوم لوري څخه چې بادونه را الوزي ، په هغه لوري د تګ توان نه لري خو سره له دې خپله کښتۍ داسې چمتو کړه څو دخپلي ارادې په لوري خوځښت وکړي .
۲۱. د هغه چا په شان اوسه چې نن ورځ د يو لوی سمندر څخه تېرېږې او د نورو خلکو په فکرونو او کړو وړو برابرولو څه ولکه نه لرې ، خو د خپل دريځ او کړو وړو په برابرولو قادر اوسې ، نو ورځ به دې په هغه طريقه تېره شي کومه چې ځان ته غوره کوې .
۲۲. په واقيعت کې د موخې ټاکل مهم نه دي ، مهمه د هلوځلو نقشه ده او د څېړنو څخه وروسته ددې نقشې پلي کول دي.
۲۳. مسؤليت زغمل ومنه ! نو خپل ارزښت به وپېژنې ، په څه کې چې وېره درته څرګنديدله ، هغه مغلوبوه او هغه کار کوه چې ورڅخه ويرېږې .
۲۴. په مختلفو څيزونو بوخت اوسه ، د ويرې په وړاندې کار کوه باور حاصل کړه ، ويره به ورکه شي ، نو د فعال او لوی انسان په توګه به دې ژوند په برخه شي .
۲۵. د ځمکې پر مخ د مېړاني او بهادرۍ لويه ازموينه داده چې ماتي ومنې پرته له دې چې زړه دي مات شي او يا مېړانه او غيرت له لاسه ورکړې .
۲۶. لوړ عزم او اوچت مقام په نظر کې ونيسه ، که څه هم هغه ته رسيدل ممکن نه وي ، خو که په ټينګار هلې ځلې کوې ، ژر ده چې له هغو کسانو څخه به ډېر موخې ته نږدې شې چې په دوی کې ټنبلي او ناهيلۍ لاره ميندلې وي او دليل يې دا وي چې دا ناشونی کار دی .
۲۷. د برياليتوب ټول لاملونه ، تجربې او اسباب يې ستا په وجود کې شته ، خو يوازينۍ خبره داده چې پلان ښه تنظيم او ځان ورته چمتو کړې.
۲۸. يوازينۍ څيز چې ستا تر ولکې لاندي راځي ، هغه ستا فکر دی ، نو هغه ښه په کار واچوه ځکه ستا د موخو وروستنۍ ټاکنې ستا عقل او باطن تحريکوي ، هوډ دي پياوړی کوي او که غواړې چې نور خلک دې خوښ کړي ، نوددوی سره ددوی د خوښې کارونه ترسره کوه.