وروستي:

د اوچت او مقدس مورال لرونکي د جنگ گټونکي وي

بسم الله الرحمن الرحیم

د قاری صاحب  حبیب  لیکنه چې د غزه د مسلمانانو په مظلومیت یی لیکلی وه ډیره ښکلی او اموزنده وه خوښه می شوه ،زړه می  وو چې زه  هم څه تبصره پری ولیکم ، خو خبری می  له تبصری زیاتی وی  د قاری صاحب  په لیکنه  می خپل نظریات ، وړاندیزونه او نیوکی نوری هم  ور زیاتی کړی:
ددی خبری سره  چې مونږ باید  که بالمثل نه وی نزدی وسله  ولرو ،  سل په سلو کی د منلو وړ  خو زما (خو) په دی کی ده  چې مونږ د نړی په  مخ  یوه اسلامی هیواد کی هم سیاسی قدرت او یا اسلامی حکومت  نه لرو  ، زمونږ  د ټولو اسلامی هیوادنو مشران سکولریست ایزمیان او  لاسپوڅی دی  چې په مجاهدینو  له اصلی بادارانو  ډیر ظلم کوی او هر مجاهد  جلا جلا پیژنی او د منځه وړلو  د پاره اسانی لیاری ، پلانونه او  وسیلی په واک کی لری   او بادرا  یی  هم  تر شا ولاړ دی    د هغو دوه مخو له له امله  ټول مجاهدین په غرونو،  یا په زندانونواو یا له خپل ملکه تښتیدلی   ،بی هیلی او ناتوانه دی ، نه وسلی لری او نه یی د اخستلو د پاره روپی لری.

د مجاهدینو توانمندی د لاسپوڅو سره  ممکنه نه ده  ، اسراییل او امریکا خو وروسته خبره ده . نو څرنگه به ممکنه وی ، چې مونږ  د جهاد او د فاع د پاره بالمثل او یا ورته وسله او تکنالوجی ولرو ؟ او که جهاد تر هغی وځنډوو چې مونږهم  بلمثل او یا ورته وسله ولرو؟

ټول کارونه  به د موجوده شرایطو له مخی کوو  څه چې لرو هغه به کاروو مونږکه د یوی خوا  خارجی استعمار په مقابل کی  د فاع کوو د مسلمانانو د ذهنیتونو روښانول  به هم کوو تر څو په اوږد مهلله وخت کی  د خپل هیواد د سیاسی قدرت د خپلولو   جوگه شو . د سیاسی قدرت له خپلولو وروسته     مونږ کولی شو چې  د وسلو جوړونه باندی کار وکړو ډیر معقول نظر دی مگر هغه وخت
اوس نه.

خو دا بیا هماغه ( د چرگی او هکی قیصه شوه) زه هم سل په سلو کی  په خپله خبره ټینگار نه شم کولی . له بده مرعه  مونږ اوس وروسته شوی یو ،  دا وروسته والی ډیر عوامل لری  او له دغو عواملو  ډیر زمونږ پوری تړلی خو ځینی عوامل  له بهره په مونږ تحمیل شوی  او  زمونږ د د منځه وړلو د پاره کار کوی تر دی  چې زمونږ خپل منځی کمزوری هم د هغو خارجی  پلانونو له امله   دی .  هغوی ډیر منظم او مونږ ډیر بی نظمه یو ، مونږ واحده رهبری نه لرو   خو دا بی نظمی او نه رهبری  تصادفی  نه دی  او یواخی زمونږ  د خودسریو  او ناپوهیو  پوری اړه نه لری چې  زمونږ هر څوک نن بیلی بیلی
فتوی او بیلی بیلی قوماندی ورکوی  او او او….

په رشتیا هم   د نړی مسلمانان لکه  یتیمان داسی دی  هر څوک یی په څپیړو وهی ،  نه په خیټه ماړه ، نه په پښو څپلی او نه په سر خولی لری ،  د غریب سړی  خو همدغه بدمرغی وی چې  هر څه یی گډو وډ  ، مخکی او وروسته وی.

مونږ دا منو چې په   مادی لحاظه مونږ  تر هغی کمزوری یو چې نور بی هیلی شو ، خو دا چې  نه بی هیلی کیږو  قران مونږ له بی هیلی توب منع کړی  یو بی هیلی توب  شرک  او کفر دی  دا معنی لری چې مونږ  په الله ج حساب نه کوو  او مادی قوتونه له الله ج پورته گڼو . دا هم د الله ج ازموینه چې هر څه مسلمانانو ته ډیر اوچت او  ناممکن ښکاره شی  خو د ایمان په زور ممکن او تر لاسه  شی،صبر او د  زړه ټینگول  د  ا یمان نښه ده .  مونږ  د وسلو جوړولو په خاطر سنگر نه شو ایله کولی  ، او کومی وسلی چې مونږ جوړوو دشمن به له هغی نوری قوی وسلی چوړی کړی  او له ټولو مهمه دا چې  دشمن  به مونږ وسلو جوړولو ته کله پریږدی .  ښه به دا وی چې  اوس وخت کی په الله ج توکل
او دایمان په زور  له دشمنه وسلی واخلو  او څه په روپو رانیسو  لکه د روسانو مقابل جهاد کی  چې مو وکړو  او اوس هم  هماغه زمکه او هغه اسمان دی.

مهمه خبره وسله  نه ده ، جنگ وسله نه کوی   جنگ وسله چلونکی کوی او وسله چلونکی  هله وسله ښه چلولی شی  چې اوچت او مقدس هدف  ولری او دغه مقدس هدف  د جنگیالو او میړنو  مورال  اسمانونو ته اوچتوی  د مورال جگوالی  د  بریالیتوب نښی  دی .  همدا کار د روسانو وخت کی عملی شو  او د امریکایانو مقابل کی روان دی . نو اوس  ستاسی قضاوت چې  په اوسنی جنگ  کی حق د چا په خوا او د چا  مورال پورته او د چا ښکته دی؟

زمونږ د گران هیواد جنگ د نړی اولنی او یواځنی جنگ دی چې اول ځل د ۲۲ کمونستی ملکونو سره او اوس د ۴۸  سکولریستی هیوادونو سره جنگیږی  ، وسلی یی مساوی نه دی ، سیاسی قدرت یی هم په لاس کی نه شته او هغه چې د مقاومت په سنگرونو کی ناست دی څو زرو ته یی  شمیر نه رسیږی مگر  د همدغه پرمخ تللو لکونو  فوځیانو سره  د هغوی د ټولو بیشرفته کمبیوتری وسلو او وسیلو
سره سره بیا هم  د روسانو مقابل کی بریالی شول او اوس هم  د  ټولی نړی د اشغلگرو په مقابل کی د بریالیتوب په در شل کی دی   په نظامی کی یی ماتی خوړلی له  سیاسی فریب کاریو  کار اخلی لکه څوک چې سیند اخستی هوا ته لاسونه  اچوي.

الحمدالله بی هیلی نه یو .  الله ج لرو ،په چا موظلم نه دی کړی  د ظالمانو مقابله کوو،  د  ژوندی پاتی کیدو له حقه دفاع  کول د هر ذیروح طبیعی حق دی   ،نو  زمونږ هدف او مورال اوچت دی.  مونږ محدود  وخت په دی نړی کی ژوندی یو ، الله ج  فرمایی  هماغه  بار وړه چې وړی یی شی .  مهمه نه ده چې مونږ فلسطین او افغانستان ازاد کړو، مونږ به هغه کوو چې په دی اوس وخت کی مو وسه کی وی . مونږ ته الله ج  د دی ژوند د احتمالی بریالیتوب او د دایمی ژوند د همیشه بریالیتوب  ژمنه
کړی ده  د الله ج د رضایت لاسته راوړل  بریالیتوب دی  که د هغه ذات رضا ته په هره وسله او وسیله  رسیږو ځان به رسوو.

هو دا  خبره سمه ده   ، که  سیاسی قدرت تر لاسه کړو او بیا هم  د خپلو وسلو  ، مهماتو او نوری تکنالوجیو او پرمختگونو  په غم کی   و نه اوسو مونږ ملامت یو .   او س وخت  زمونږ مسولیت هماغه ،  چې څه په لاس کی لرو ، نور به الله ج ته  دعاگانی او منتونه  کوو .  د تاریځ داوږدو  د حق او
باطل چگړو مقایسه همداسی وه   د حق اړخ  تل ډیر کمزوری خو اخری بری د مسلمانانو وو الله ج فرمایی (تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست، الله ج دلته  د وسلی قوت د بریالیتوب شرط نه دی ټاکلی  ایمان یی  د بریالیتوب   شرط ټاکلی او وسله لرل  په دوهم قدم کی  ده.

زه د هغو لیکنو سره چې  هغه د مجاهدینو د بی هیلی توب او د مورال رالویدلو سبب کیږی  او اصلاحات یی هم د امکان له سرحده بیرون وی  په اوسنی شرایطو کی موافقه نه لرم . مونږ په معنویاتو اول تکیه  او په مادیانو وروسته خیال ساتو. په درناوی

ليکوال: الحاج استاذ بیانزی