د فتوا ورکولو اصول او اداب – لومړۍ برخه
ليکنه : مفتي عبدالرؤف (فاروقي)
د فتوا لغوي معنا:
“الفتوي “(بفتح الفاء ) و “الفتيا” (بضم الفاء )كلاهما يجمع علي الفتاوي (بكسر الواو) والفتاوي (بفتح الواو الألف المقصورة) تستعملان كحاصل مصدر من قولهم :أفتي يفتي إفتاء، و معناه في اللغة : الإجابة عن سؤال سواء كان متعلقا بالأحكام الشرعية أم بغيرها.(أصول الإفتاء بتصرف)
ژباړه: ” الفتوی ” د(ف)په زور سره او” الفتیا” د (ف) په پېښ سره ،چې جمع یې “الفتاوي” د (و) په زېر سره او ” الفتاوی” د (و) په زور او مقصوره الف سره راځي. په لغت کې:
“الإجابة عن سؤال سواء كان متعلقا بالأحكام الشرعية أم بغيرها.”
ژباړه: ديوې پوښتنې ځواب ورکول هغه که د شرعي حکم اړوند وي ، او یا هم بله کومه دنیوي چاره وي .
لکه : په قران كريم کې چې په دې لاندنيو ایتونو کې” فتوی” کوم الفاظ راغلي هغه په لغوي معنا سره استعمال شوي، ځکه ، د کوم شرعي حکم اړوند نه دي ، بلکې د ځينو دنیوي چاروپه هکله دي .
۱- يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ [یوسف:43]
۲- يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ [یوسف:46]
۳- يَا أَيُّهَا المَلأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ [ النمل:32]
د فتوا اصطلاحي تعريف:
د اسلامي فقهي عالمانو د فتوا بېلابېل تعريفونه کړي ، چې ټول يې د مفهوم په لحاظ سره نژدې دي، ځينې مشهور تعريفونه يې په لاندې ډول دي:
قال ابن حمدان الحراني الحنبلي:
الفتوی تَبْيِينُ الْحُكْمِ الشَّرْعِيِّ عَنْ دَلِيلٍ لِمَنْ سَأَل عَنْهُ. (مسئولية الفتوى الشرعية
د/ محمد فؤاد البرازي)
قال العلامة القرافي :
الفتوى إخبار عن حكم الله تعالى في إلزام أو إباحة . مسئولية الفتوى الشرعية
د/ محمد فؤاد البرازي
قال الراغب الأصفهاني:
الفُتيا والفَتوى: الجواب عما يشكل من الأحكام . (مسئولية الفتوى الشرعية
د/ محمد فؤاد البرازي)
قال المفتي كمال الدين الراشدي:
الإفتاء “هوالإخبار بحكم الله تعالي عن مسئلة دينية بمقتضي الأدلة الشرعية لمن سأل عنه في أمر نازل علي جهة العموم والشمول لا علي وجه الإلزام. (المصباح:1/16)
د اسلامي نړۍ نوماند عالم مفتي محمد تقي عثماني وايي:
ثم قد خصت الكلمة للإجابة عن سؤال شرعي …فمعني الكلمة في اصطلاح اليوم :”الجواب عن مسئلة دينية “وإنما اخترنا لفظ “الدينية” دون “الشرعية” لأن المفتي لا يجيب عن الأحكام الشرعية العملية فحسب , بل ربما يجيب عن مسائل دينية اعتقادية وعن معني الأحاديث , وكيفية إسنادها وما إلي ذلك من المسائل التي تتعلق بالدين وعلومه .(أصول الإفتاء:ص 9)
وروسته بیا د فتوی کلمه د یو شرعي حکم اړوند پوښتني په ځواب پوري ځانګړې شوه.
نو د فتوا معنا په نننۍ اصطلاح کې “الجواب عن مسئلة دىنية” راځي،
په تعريف کې مو د “الشرعية” پر ځای د”الدينية”کلمه راوړه ، ځکه مفتي یوازي د عملي احکامو ځواب نه ورکوي ،بلکي مفتي کله اعتقادي مسایل ځوابوي او کله بیا نور د دين اړوند مسایل ځوابوي لکه :د کوم حديث د معنا , د هغه د سند په هکله د کومي پوښتني ځواب او یا هم د ديني علومو اړوند د کومي مسلې ځواب ورکوي.
نو د فتوا غوره او لنډ تعريف سربيره پر لغوي معنا یوازي د “الدينية” يا “الشرعية”قيد په ور زیاتولو سره راځي ، چې مفتي محمد تقي عثماني او دوکتور عبد الکريم زيدان همدا تعريف ” الجواب عن مسئلة دينية ” غوره كړی دی
په قران کريم دفتوی کلمه په همدې شرعي معنا سره په دې لاندنیو ایتونو کې راغلي ده .
۱- وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ قُلِ اللهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ [النساء: 127].
۲- يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ [النساء: 176]
او په ګڼ شمېر حديثونو کې هم دفتوی کلمه په همدې شرعي معنا سره راغلې ده چې ځينې يې په لاندي ډول دي:
۱- عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعًا يَنْتَزِعُهُ مِنْ الْعِبَادِ وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا (بخاري)
۲-قالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ أُفْتِىَ بِغَيْرِ عِلْمٍ كَانَ إِثْمُهُ عَلَى مَنْ أَفْتَاه، وَمَنْ أَشَارَ عَلَى أَخِيهِ بِأَمْرٍ يَعْلَمُ أَنَّ الرُّشْدَ فِى غَيْرِهِ فَقَدْ خَانَهُ .(ابوداؤد)
۳-الْبِرُّ مَا اطْمَأَنَّتْ إِلَيْهِ النَّفْسُ واطْمَأَنَّ إِلَيْهِ الْقَلْبُ، وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي النَّفْسِ وَتَرَدَّدَ فِي الصَّدْرِ، وَإِنْ أَفْتَاكَ النَّاسُ مَا أَفْتُوكَ.(طبراني)
4- اجرؤكم على الفتيا أجرؤكم على النار. (دارمي)