شلم لوست د خـدای پامانۍ حج (حجة الوداع)
په مدينه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند لسم کال را بر سېره شوی و، د ذي القعدې مياشتې وروستۍ شپې وې په مدينه کې اعلان وشو چې سږ کال به رسول الله صلی الله عليه وسلم حج ته ځي، د دې خبر په اورېدو سره له خواوشا سيمو څخه په زرګونو مسلمانان مدينې ته راغلل څو رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په دې سپېڅلي سفر کې ملګرتيا وکړي
د ذي القعدې په پنځه ويشتمه د ماسپښين له لمانځه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم له څه باندې يو لک صحابه کرامو سره يو ځای له مدينې نه روان شو او سبا غرمه مکې ته ورسېد
ه دغو مبارکو شپو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته د حج د مناسکو په اړه هر اړخيزې لارښوونې وکړې او بيا يې په عرفات کې امت ته خپله وروستۍ ارزښتناکه وينا واوروله
بيا يې صحابه کرام وهڅول چې د الله پيغام د نړۍ نورو وګړو ته ورسوي، له همدې امله چې د هر صحابي به کومې خواته مخه شوه هماغسې به روان و او د الله دين به يې نورو خلکو ته رساوه
د هغوی له جملې څخه يو شمېر صحابه کرامو زموږ ګران ټاټوبي ته هم د اسلام رڼا راوړه او څه باندې اويا تنه يې په همدې لاره کې دلته شهيدان شول چې قبرونه يې اوس هم د پلازمينې کابل په لويه هديره کې معلوم دي.
پوښتنې:
۱- حجة الوداع د هجرت په څويم کال و؟
۲- په دې حج کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره څومره صحابه کرام ملګري وو؟
۳- په حجة الوداع کې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه وو ته څه لارښوونې وکړې؟
۴- د صحابه کرامو رضی الله عنهم له جملې څخه څو تنه صحابه افغانستان ته د څه له پاره راغلي وو؟