دپاکوالي اوسپېڅلتيا اداب
اووم لوست
دپاکوالي اوسپېڅلتيا اداب
موخه : زده کوونکي د پاکوالۍ دادبونواوسره اشنا کول
۱- زموږګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) د پاکوالي په اړه ويلي دي چې : پاکوالى دايمان برخه ده.
۲- دخولې اوغاښونود پاکوالي لپاره بايد تل مسواک يا برس استعمال کړو.
۳- په اونۍ کې بايد يو ځل هرو مرو ولمبېږو او که هوا ګرمه وه بيا بايد د بدن او جامو پاکوالي ته لا ډېره پاملرنه وکړو، او د جمعې لمانځه ته چې ځو بايد غسل وکړو او پاکي جامې واغوندو.
۴- زموږ ګران پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) به خوشبويي ډېره خوښوله، نو موږ هم بايد له خوشبويي سره مينه ولرو او تل يي وکاروو.
پوښتنې :
۱- زموږ پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) دپاکوالي په اړه څه ويلي دي؟
۲- څنګه کولاى شو خپل ځان اوجامې پاکې وساتو؟
۳- خوشبويي استعمالول څنګه کاردى؟