وروستي:

پارلمان دې نوی صدراعظم وټاکي

د پاکستان سترې محکمې چې په تیر اپریل میاشت کې یي فیصله کړې وه، چې یوسف رضا ګېلاني د دغې محکمې د احکامو سپکاوی کړی او هغه یي نه دی پلي کړې د سې شنبې په ورځ یې حکم وکړ چې دی دې له صدارته لیرې شي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په تیرو دوو ورځو کې سخت زیار و ایست ترڅو یو داسې کس په صدارت وګماري چې هم ده ته وفادار وي او هم ټول ورباندې سلا وي.
پاکستان چې د اټومي وسلې لرونکې هېواد او د پاکستاني طالبانو له بغاوت سره مخامخ دی، بل خوا امریکا هم ځکه ورباندې غصه ده چې هغو جنګیالو ته یي پناه ورکړې چې په افغانستان کې په بهرنیو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.
د سترې محکمې د تیرې سې شنبې ورځې فیصلې دغه هېواد له سیاسي بحران سره مخامخ کړ.
یوسف رضا ګیلاني چې د پیلپز پارټی له خوا د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتو د ګټلو په نتیجه کې صدراعظم شوی وو، ځکه سترې محکمې له دندې لیرې کړ، چې د دغې محکمې هغه احکام یي چې په سویس کې یې د جمهور رییس زرداري د اداري فساد د دوسیو د بیا راسپړلو په اړه صادر کړی وو، پلي نه کړل.
د صدارت له ماڼۍ څخه د ده په وتلو، جمهور رییس اصف علي زرداري سخت زیارونه پیل کړل، چې نوی صدراعظم وټاکي او له وخته مخکې انتخابات ونه شي.
زرداري تیره شپه د واکمن ایتلاف له مشرانو سره په خبرو تیره کړه او نن یي هم د پیلپز پارټی له مشرانو سره خبرې وکړې.
چارواکو وویل، چې دی غواړي دا خبره نهایي کړي، چې څوک به نوی صدراعظم ټاکي.
د نساجی وزیر مخدوم شهاب الدین او د اوبو او برښنا وزیر احمد مختار ګمان کېږي، چې د صدارت لپاره دوه احتمالي کاندیدان دي.
د پاکستان جمهوري ریاست وویل، چې جمهور رییس له قومي اسامبلی غوښتي، چې د راتلونکي جمعې ورځې د مازدیګر په پنځه نیمو بجوغونډه وکړي.
د جمهوررییس مرستیال قمر زمان کایره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې نوی صدراعظم به د  قومي اسامبلی په نوي غونډه کې وټاکل شي.
د ګیلاني مدافع وکېل او د پیپلز پارټی غړی اعتزاز احسن ویلي دي چې نوی صدراعظم به ښه او ګوند ته وفادار سړی وي.

ازادي راډيو