د مسلمانانو د زوال لاملونه (۱)
ليکنه: مفتي ابوسعيد راشد دمسلمانانو تېر، اوس اوراتلونکی تېر پېر: په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو وېشل شوی او ناکرار قام یا خلک مسلمانان دي، سره له دې چې اسلام نړۍ ته سوکالي، ښېرازي، اودتمدن زېری راوړی، دکرار اوباثباته ژوند ضمانت یواځې اسلام ورکړی! تاسو پوهيږئ چې تر اسلام وړاندې [...]