وروستي:

د ختم نبوت په اړه دیرش قراني ایاتونه

 قریب الرحمن سعید

لمړۍ باب دنبوت د پایی ته درسیدو (دنبوت د ختم )د ثبوتولو لپاره د قرانی ایاتونو څخه استدلال :

لمړۍ دلیل :

والذین یؤمنون بما انزل الیک و ما انزل من قبلک . (البقرة ۴)

ژباره : او هغه وګړو چی په هغه کتاب یی ایمان راوړی چی پر تا نازل شوی اوپه هغو چی له تا څخه مخته نازل شوی دی .

داستدلال کولو لار:

که چیری د محمد رسول الله څخه وروسته دکومی وحی د نازلیدو امکان وایی نو د متقینو(پرهیزګارانو ) لپاره به په هغوباندی هم د ایمان راوړل فرض ګرزیدل،نوحتما به یی دا ویلی و چی : و ما انزل من بعدک ( او هغه څه چی له تا وروسته نازلیږی ).

خو تر هغو چی په قران کریم کی دنازل شوو کتابونو او یا په رالیږل شوو رسولانو باندی ایمان راوړل فرض کړل شوی دی نو هلته په هیڅ کومه موضوع کی د ( وبعدک ) یادوونه نه ده شوی ، نو ددی څخه دا په ډاګه شوی چی د وحی د نزول پای ته رسیدل ( اختتام ) په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی شوی دی.

د یوه شک دله منځه وړل :

مرزاییان (احمدی ډله) وایی چی دمرزا د نبوت یادونه په (وبالاخرة هم یوقنون) کی راغلی ده . ځکه چی د( وبلاخرة) څخه ( د بالنبوة او الرسالة الاخرة ) مقصد دی .

ځواب :

لمړۍ خبره داده چی دا څرګنده او ښکاره ناپوهی ( اوجهل ) دی . ځکه چی د هر صفتی اسم (نوم ) له پاره، هلته چی موصوف محذوف وی نو د هغی له پاره د استعمال قرینه لازمه وی . خو په قران کریم ، احادیثو اود عربی لغاتو په هیڅ ځای کی د ( النبوة و الرسالة الاخرة) الفاظ نه دی استعمال شوی .

دویمه خبره داده چی :دا چی دغه آیت ، د دوه یا دری نورو ځایون څخه پرته ، پر نازل شویو کتابونو باندی د ایمان دراوړلو وروسته د (وبلاخرة ) د جملی یادونه نه ده شوی .

دریمه خبره داده چی که چیری دلته د (بلاخرة ) څځه د ( نبوة) مقصد واخستل شی نو په آخرت (قیامت ) یاندی ایمان راوړل چی د تقوی (پرهیزګارۍ ) له پاره قطعی فرض دی ، یادونه به چیرته ولاړه شی.؟ نوددی څخه په ډاګه کیږی چی میرزایی ډله د اخرت نه هم منکر دی .

دویم دلیل :

یا ایهاالناس اعبدوا ریکم الذی خلقکم …..الایة. البقرة ۲۱

ژباړه: ای انسانانو، دخپل هغی پالونکی (رب ) بندګی وکړۍ چی تاسی یی پیدا کړی یاست .

د استدلال کولو لار:

دا وینا عامه او ټولو انسانانو ته شوی ده او په قرانکریم کی( ۱۹)ځایه راغلی ده. د (الناس ) په لفظ کی ټول انسانیت شامل دی او د قرانکریم د نزول څخه نیولی تر قیامته پوری په کی ټول انسانان رانغښتل شوی دی .

پوښتنه :

یوچاته د اواز کولو په وخت کی د هغه موجودیت ضروری دی نو د نه موجود (غایبو) وګړو له پاره دا اواز څنګه صحیح کیدای شی ؟

ځواب: د لغت پوهانو او مفسرینو دغه عمومیت ته دتنزیلی خطاب نوم ورکړی دی. (تنزیلا للمعدوم منزلة الموجود ) یعنی نشت ( معدوم) یی موجود فرض کړی او اواز یی ورته کړی . نو کله چی ددی خطاب ( اواز او وینا) په وړاندی ټول هغه انسانان چی تر قیامته پوری پیداکیږی مکلف شوی دی نو هغه ټول انسانان د محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم امتیان او پیروان دی چی د قیامت تر ورځی پوری را پیدا کیږی . په دی اساس په دی دوران کی د بل کوم نبی د راتللو اړتیا نه پیدا کیږی.

دغه عمومی وینا ( خطاب ) لکه څنګه چی دبندګۍ د بلنی (توحید) سره یو ځای دلته راغلی ،نو په همدی توګه د محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم د رسالت د عمومیت له پاره هم ده . لکه چی فرمایلی یی دی :[یا ایهاالناس قد جأکم الرسول بالحق من ربکم …..]( النسأ ۱۷۰)

ژباړه : بی له شکه ، تاسی ته ستاسی د پالونکی رب له لوری په حق سره رسول راغلی دی .

[قل یا ایهاالناس انی رسول الله الیکم جمیعا](اعراف۱۵۸)

ژباړه :ووایاست ، ای انسانانو ! زه تاسی ټولو ته د الله جل جلاله له اړخه رسول ( استازی ) یم .

[قل یا ایها الناس انما انا لکم نذیر مبین. ] ( حج ۴۹)

ژباړه : ووایاست چی ای انسانانو! زه تاسی ته ښکاره ویرونکی یم .

د قرانکریم د عمومی نزول په هکله هم الله تعالی فرمایلی دی چی :

[یا ایهاالناس قد جأتکم موعظة من ربکم و شفأ لمافی الصدور ] ( یونس ۵۷)

ژباړه: ای انسانانو! تاسی ته ستاسی د رب له لوری پند او نصیحت راغلی ، او هغه د هغو ناروغیو لپاره ( چی په سینوکی دی) شفا ورکونکی دی.

[قل یا ایهاالناس قد جأتکم الحق من ربکم ] (یونس ۱۰۸)

ژباړه : ای انسانانو ! تاسی ته ستاسی د رب له لوری حق راغلی دی .

نو اوس ددی عامو خطابونو ( ویناو ) څخه ښه په ډاګه کیږی چی محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم او قرانکریم د قیامت تر ورځی پوری د ټولو مکلفو انسانانو له پاره رالیږل شوی دی . په دی دوران کی د بل کوم نبی او یا کوم کتاب نوم نه دی راغلی او نه را تلای شی

دریم دلیل :

[قل ان کنتم تحبون الله فاتبعونی یحببکم الله و یغفرلکم ذنوبکم ](ال عمران )

ژباړه : ووایاست ! که چیری د الله جلا جلاله سره محبت کوۍ نوزما تابعداری وکړۍ ، الله تعالی به له تاسی سره محبت وکړی او ستاسی ګناهونه به درته و بښی .

د استدلال کولو لار:

په دغه مبارک ایت کی د الله جل جلاله د محبت تر لاسه کول او د ګناهونو د بښنی له پاره ځانګړی شر ط د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداری ښوول شوی ده. که چیری د هغه (ص) وروسته د بل کوم نبی د راتګ امکان موجود وایی نو ضرور به یی دهغی د تابعداری هم مشروط کړی وایی . لکه چی ددی حدیث څخه دا ثابتیږی چی که چیری فرض کړو چی کوم نبی ژوندی هم وای نو په هغه به هم د رسول الله (ص) تابعداری لازمه وای . حدیث دا ډول دی :

[عن جابر رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم � الی ان قال: ولو کان موسی حیالما وسعة الا اتباعی](د بیهیقی او الدارمی د روایت له مخی ، په ښه سندونو سره )

ژباړه : جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم و فرمایل : که چیری فرض کړو چی موسی علیه السلام ژوندی وای نو هغه ته به هم زما له تابعدارۍ پرته بله کومه لاره نه وایی (یعنی ضرور به یی زماتابعداری کړی وای.)

متوجه اوسۍ چی مرزاییان (احمدی ډله) وایی چی په تفسیر ابن کثیر کی دا الفاظ راغلی دی:(لوکان موسی و عیسی حیین لما وسعهما الا اتباعی . ) یعنی که فرض کړو چی موسی او عیسی دواړه ژوندی هم وای نو هغوی به ضرور زما پیروی کړی وای.

ددی وینا څخه د هغوی موښی د عیسی علیه السلام د ژوندانه څخه منکریدل او دعیسی علیه السلام د مړینی ثابتول دی.

ځواب:

ابن کثیر دغه حدیث د (ال عمران او الکهف )د سورتونو په تفسیر کی بیان کړی دی . خو په دواړو ځایو کی دهغی سند نه دی ښوول شوی ، په داسی حال کی چی د سند پرته هیڅ حدیث د منلووړنه ګرځی .داسی بریښی چی دا الفاظ کوم باغی انسان دخپله ځآنه په تفسیر ابن کثیر کی ورننویستی وی ، ځکه چی د ابن کثیر (رح) عادت دی چی هیڅ حدیث د سند پرته نه بیانوی ، نو دا حدیث به یی د سند پرته ولی ذکر کړی وی ؟ دا په داسی حال کی دی چی ابن کثیر د عیسی علیه السلام د ژوند او د هغه د نزول په هکله (ال عمران) د سوری په تفسیر کی ډیر زیات مستند احادیث را وړی دی ، نو دهغوی ټولو په مقابل کی دداسی یوه بی سنده حدیث د راړلو معنی به څه وی ؟

څلورم دلیل:

لقد من الله علی المومنین اذبعث فیهم رسولا من انفسهم یتلوا علیهم ایاته و یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة و ان کانوا من قبل لفی ضلال مبین ( ال عمران ۱۶۴)

ژباړه : بی له شکه چی الله (ج) پر مسلمانانو احسان کړی چی د همغوی څخه یی هغوی ته رسول (استازی ) ورولیږه ، چی هغوی ته د هغی جل جلاله ایتونه لولی او او ورته اوروی یي ، او هغوی پاکوی او کتاب او حکمت ورزده کوی ، که څه هم ، پخوا له دی څخه ټول خلک په لار ورکیو کی پراته و .

د استدلاکولو لار:

په دغه مبارکی ایت کی د(المومنین )څخه ټول د ایمان خاوندان ، د قران د نزول څخه تر قیامته پوری ، مراد دی . دلته د تخصیص او ځانګړتیاو له پاره کوم دلیل نه شته ، نو تر قیامته پوری ، دالله (ج) له اړخه دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم بعثت په ټولو مؤمنینو باندی ډیر ستر احسان دی . نو که چیری د هغی وروسته د بل کوم نبی د جوړیدو او راتللو امکان موجود وایی نو ددی احسان په کولو سره به الله (ج) د هغه نوم هم یاد کړی و . او یا به یی په ( المؤمنین ) کی د هغه تخصیص او تحدید کړی وای چی دا احسان د هغه فلانکی نبی تر راتګه پوری دی !

نو څرګنده شوه چی دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته ، د میرزاغلام احمد د نبوت دعوا پر مؤمنینو باندی د الهی د احسان دله منځه وړل ، بلکه د ظلم او تیری سره برابر ه ده .( فکلا و حاشا)

پنځم دلیل :

الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا ( المایده ۳)

ژباړه: نن می تاسی ته ستاسی دین کامل (پوره ) کړ. او پر تاسی می خپل انعام تکمیل کړ ، اوستاسی له پاره د اسلام پر دین باندی راضی شوم .

د استدلال کولو لار:

په دغه مبارک ایت کی الله تعالی ، محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم او امت ، دواړه مخاطب کړی او فرمایلی یی دی چی ( نن د عرفی ورځ او دجمعی ورځ د هجرت لسم کال ) ماستاسی له پاره ستاسی دین پوره او تکمیل کړ او خپل نعمت می هم پر تاسی تمام کړ او دغه د اسلام دین می له تاسی له پاره غوره کړ .

د اتمام او اکمال تر مینځ توپیر دادی چی اکمال د ذواتو او د احکامو د اصولو له پاره استعمالیږی. او اتمام د صفاتو ، فروعو او د هغی دوضعی له پاره استعمالیږی . نو د اکمال سره یی ددین لفظ په دی خاطر راوړی دی چی ددین څخه مراد اصول دی او د اتمام سره یی د نعمت لفظ په دی خاطر په ځانګړی توګه یاد کړی دی چی د نعمت اطلاق په صفتونو ، کیفیتونو او دهغی په شکل او وضعی باندی کیږی .

زبیښه یی داشوه چی: محمدرسول الله (ص) ته ددین اصول په مکمله توګه او ددین فروع په پوره پوره ډول ورکړل شوی دی او دغه ټول د قرنکریم او احادیثو په بڼه کی موجود دی. نو د اکمال او اتمام نه وروسته ، د اسلام په دین کی د کوم زیادت او یاد کمښت د پیدا کیدو ځای نه شته ، او دا پریکړه تر قیامته پوری موجوده ده ، نو بیا د بل نبی د راتلو اړتیا له کومه را غله ؟

خو که چیری له دی وروسته هم، دا فرض کړو ، چی نبوت جاری دی نوبیابه د هغی نبی اونبوت ګټه څه وی ؟ پرته له دی چی هغه کوم حکم منسوخ کړی او یا دخپله ځانه کوم حکم ورزیات کړی ، چی په دی صورت کی ددی ایت څخه انکار کول لازمی ګرځی .

شپږم دلیل :

قد جأکم من الله نور و کتاب مبین . یهدی به الله من اتبع رضوانه سبل السلام و یخرجهم من الظلمات الی النور باذنه و یهدیهم الی صراط مستقیم ( المایده ۱۶)

ژباړه : بی له شکه ، تاسی ته د الله (ج) له لوری نور او واضح کتاب راغلی ، چی ددی په واسطه الله (ج) هغوی ته ، چی د خپل رب د خوشحالۍ د ترلاسه کولو هڅی کوی ، د سلامتۍ لاری ور ښي، او دخپل توفیق په واسطه یی دتیارو څخه د رڼا لوری ته باسی او په نیغه لاره یی لارښوونه کوی .

د استدلال کولو لار:

په دغه مبارک ایت کی په څرګنده توګه ویلی چی رسول الله (ص) او قرانکریم همیشنۍ نور او لارښوونه ده ، چی په ذریعی یی منونکوته د سلامتۍ په لور د تلونکو لارو په لور لارښوونه کیږی . او د الله (ج) په اجازی سره د ټولو تیارو څخه د نور په لوری د نجات او خلاصون لاره ورته په ګوته کیږی . او د ( عقایدو له اړخه ) ورته په نیغه لاره د تللو لار ښوونه کیږی .

په رسول الله (ص) او قران کریم کی دغه صفات تر قیامته پوری موجود دی . نو بیا ددی وروسته کوم نبی او وحی ته څه اړتیا لیدل کیږی ؟ بلکه دداسی وګړی راتګ به ، چی دناممکناتوڅخه دی ، د نبی (ص) او قران کریم د نورانیت د صفت له پاره د خسوف او کسوف په څیر ګرځی چی په شرعی توګه یی هیڅ امکان نشته .

په دی ایت کی دری جملی راغلی دی او په هره جمله کی بیلی بیلی ګټی او موښی پرتی دی . په لمړۍ جمله کی د(سبل السلام) د لفظ څخه مراد شرعی اعمال او ددین ټول فروع او جزییات شامل دی نو په دی خاطر یی دلته د (سبل) لفظ جمع استعمال کړیده ( په قرانکریم کی چی په کومو ځایو کی هم د سبیل لفظ د مفرد په توګه یاد کړل شوی دی نو هلته یی مقصد اصول وی چی د ټولو انبیاؤ(ع) له پاره یو شان دی .) او په بله جمله کی یی د ټولو کفریاتو ،شرکیاتو ، بدعاتو اوخرافاتو څخه د په څنګ کیدو یادونه شوی ده او دا ټول د (ظلماتو ) په لفظ کی را ټول شوی دی.

او په دریمه جمله کی ټول ایمانیات اوعقاید داخل دی چی پر هغوی ټولو د (صراط مستقیم ) لفظ په مفرده توګه دلالت کوی .

زبیښه یی دا شوه چی د نبی (ص) او قرانکریم په واسطه دغه دری واړه ګټی تر لاسه کیدای شی او دا د مکمل دین څخه عبارت دی. نوبیا ایا د قرانکریم او نبی (ص) څخه وروسته تر قیامته پوری بلی وحی ته او یا د وحی خاوندته د راتلو اړتیا شته ؟

اووم دلیل:

یا اهل الکتاب قد جأکم رسولنا یبین لکم علی فترة من الرسل ان تقولو ا ما جآ نا من بشیر ولانذیر فقد جآأکم بشیر و نذیر والله علی کل شی قدیر( المایده ۱۹)

ژباړه: ای د کتاب خاوندانو !په یقین سره چی زمونږ رسول تاسی ته د رسولانو د یو څه ځنډ وروسته در ورسید، چی تاسی ته په ډاګه او څرګنده توګه (زما آیتونه )بیانوی تر څو ستاسی له پاره دا خبره (عذر) ونه ګرځی چی مونږ ته کوم دنیکۍ اویا بدۍ څخه د خبرونی له پاره څوک نه و راغلی . نو اوس په یقین سره تاسی ته زیری درکونکی او پوهه ونکی در ورسید او الله تعالی په هر څه باندی قادر دی.

داستدلال کولو لار:

ددی مبارک ایت مضمون او مفهوم دادی چی دکتاب پر خاوندانو د حجت د جوړولو په خاطر یواځی د محمدرسول الله (ص) په مبعوث کیدو او استازی توب باندی بسنه شوی ده . او د هغی (ص) د استازیتوب او بعثت په واسطه پر هغوی باندی حجت پوره کړای شوی دی . په دی اساس د هغه (ص) نه وروسته کوم وګړی ته(که هغه مرزایی وی او که بل څوک) دا موقع او فرصت نه دی ورکړل شوی چی هغه د خپل کاذب (درواغجن ) نبوت په واسطه پر اهل کتابو حجت قایم کړی .

اتم دلیل :

وانزلنا الیک الکتاب بالحق مصدقا لما بین یدیه و مهیمنا علیه فاحکم بینهم بما انزالله ….الایة(المایُده ۴۸)

ژباړه : او مونږ پر تاباندی د حق سره دا کتاب رانازل کړی دی، چی د خپله ځانه مخته (زمونږ له اړخه )د راغلیو کتابونو تصدیق کوی او دهغوی ساتونکی دی ، نو دهغوی تر مینځ د الله (ج) د رالیږل شوی کتاب په اساس پریکړی کوه

د استدلال کولو لار:

الله تعالی په (تیرو شوو ایتونو کی ) دتورات او انجیل کی د یادوولو وروسته ، اوس دلته د قرانکریم د نازلیدو یادونه کړی ده او دهغی سره یو ځای یی رسول الله (ص) ته حکم کړی چی د ټولو وګړو (کتابی او غیر کتابی ) تر مینځ د همدی کتاب (قران کریم ) له مخی پریکړی کوه . همدا راز دډیرو قطعی نصوصو څخه په ډاګه او ثابته دی چی د قرانکریم پریکړی به تر قیامته پوری جاری وی . او د ( بینهم ) لفظ هم په عمومی توګه تر قیامته پوری ټول مکلفین په خپلی غیږ کی را اخلی . نو اوس کوم بل چاته ددی اجازه نشته چی د قرانی پریکړو وروسته ، خپلو احکاماتو ته د وحی د رنګ په ورکولو سره، هغه جاری کړی .

نهم دلیل :

یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک من ربک و ان لم تفعل فما بلغت رسالته( المایُده۶۶)

ژباړه : ای رسوله ! هر هغه څه چی تاته ستاد رب دلوری په تا نازل شوی دی خلکوته ورسوه ، خو که چیری تا داسی ونکړل نو تا د الله تعالی پیغام نه دی رسولی .

د استدلال کولو لار:

په دی مبارک ایت کی محمدرسول الله صلی الله علیه و سلم ته ویل شوی دی چی قرانکریم په داسی امانتدارۍ او مسؤلیت سره (خلکو) ته ورسوه چی یوه کلیمه او یو حرف یی هم (خلکو ) ته د ور رسیدو پرته پاته نشی .( اومونږ په دی ایمان لرو چی نبی (ص) (انسانیت ته ) قرانکریم په پوره اومکمله توګه ور رسولی دی ) نو اوس مونږ د ختم نبوت دمنکرینو څخه پوښتو چی نبی صلی الله علیه وسلم په کوم یوه آیت او کوم یوه حدیث کی د مرزا غلام احمد نوم او یا د هغه د نبوت یادونه کړی ده ؟ (کلا و حاشا)

او د (مبشراْبرسول یأتی من بعدی اسمه احمد) څخه چی قادیانیان کوم استدلال کوی نو دهغی ځواب به انشأالله تعالی په خپل باب کی راشی .

لسم دلیل :

و اوحی الیْ هذا القرآن لا نذرکم به و من بلغ ( انعام ۱۹)

ژباړه : او ماته دا قران د وحی په ډول را لیږل شوی دی چی زه دهمدی (قران ) په ذریعه تاسی وویروم ، او هغوی(هم ) چی دغه قران ورته ورسیږی.

داستدلال کولو لار:

په دغه مبارک ایت کی ( ومن بلغ) په (کم) باندی معطوف دی یعنی د قران د نازلیدو د وخت ، د هغی د مخاطبینو له پاره، محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د ویرونکی (نذیز ) په توګه مبعوث شوی دی نو کومو خلکو ته چی تر قیامته پوری دا قران ور رسږی نو د هغوی نذیر(ویرونکی ) هم همدا محمد صلی الله علیه وسلم دی نو په مینځ کی بل کوم نذیر (نبی) ته له کومه اړتیا را پیدا شوه ؟

یولسم دلیل :

اولــــًک الذین هدی الله فبهدا هم اقتده قل لا اسُلکم علیه اجرا ان هوا الا ذکری للعالمین ( انعام ۹۰)

ژباړه : همدا خلک داسی و چی الله تعالی ورته لارښوونه کړی وه . ته هم د همغوی په لار ولاړ شه ، تاسی ووایاست، چی زه له تاسی څخه په دی کومه معاوضه نه غواړم ، دا خو یواځی د ټولو جهانیانو له پاره یو نصیحت او پند دی .

د استدلال کولو لار:

ددی مبارک ایت مفهوم دا دی چی زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم ته حکم شوی و چی دپخوانیو، تیرو شوو، او په ځانګړی توګه د یاد کړل شوو انبیا(ع)اقتدا کوه، او هغه صلی الله علیه وسلم ضرور د هغوی اقتدا کړی ده نو زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم د رسالت او نبوت د ټولو کمالاتو مجموعه ده نو د هغی صلی الله علیه وسلم نه وروسته د بل ناقص الصفات نبی جوړښت ته اړتیا له کومه را پیدا شوه ؟

په همدی توګه په دی ایت کی قران کریم ته (ذکری للعالمین ) ویل شوی دی او عالمین هغه خلک دی چی تر قیامته به راځی ، نو د قران په څیر د یوه مکمل کتاب نه وروسته د بل نبی د راتګ له پاره اړتیا څه ده ؟

دولسم دلیل :

و تمت کلمة ربک صدقا و عدلا لا مبدل لکلماته و هو السمیع العلیم ( انعام ۱۱۵)

ژباړه : ستا د پروردګار ( رب ) کلام د ریښتونولۍ او انصاف له اړخه کامل دی . ددی کلام کوم بدلونکی نه شته او هغه ذات (ج) ښه اوریدونکی او پوهیدونکی دی .

د استدلال کولو لار:

قرانکریم د ریښتونولۍ او عدالت ، او د نه بدلون له اړخه په پوره توګه کامل او بی نمونی کتاب دی . او دغه صفات به په دی کتاب کی تر قیامته پوری موجود وی . نو ددی په موجودیت کی د بلی کومی وحی او نبوت اړتیا نه احساسیږی . او په ځانګړی توګه د (مرزاییانو) دغه ددرواغو نبوت چی د قرانکریم د ځینو احکامو د منسوخولو هم مدعی دی .دداسی وګړی په درواغجنوالی او دجالیتو ب کی هیڅ شک نه شته .

دیارلسم دلیل:

الذین یتبعون الرسول النبی الامی الذی یجدونه مکتوبا عندهم بی الوراة و الانجیل یاْمرهم بالمعروف و ینهاهم عن المنکر ……الایة ( اعراف ۱۵۷)

ژباړه :کوم خلک چی دداسی رسول او امی نبی تابعداری کوی کوم چی دا خلک دخپلو ځانو سره په توات او انجیل کی لیکلی مومی ، او هغوی ته په نیکو کارونو (خبرو) حکم کوی او د بدوکارونو( خبرو) څخه یی منه کوی .

داستدلال کولو لار:

د آیت د سیاق څخه په ډاګه کیږی چی د الله جل جلا له د عذاب څخه د خوندی پاته کیدو له پاره څلور شرایط ایښوول شوی دی . (تقوی )، ( د زکوة ورکړه )، ( په آیتونو ایمان درلودل )، او (د اخری رسول [محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم] اتباع کول ) . او د آیت په اخر کی فرمایلی دی چی په رسول (ص) باندی ایمان او د هغه (ص) بسپنه (نصرت ) او د قرانکریم تابعداری کول د بریالیتوب وسایل دی او دا حکم تر قیامته پوری جاری دی.

که چیری د هغه (ص) نه وروسته په شرعی توګه د کوم رسول د راتللو امکان موجود وای نو دهغی تابعداری او پر هغی باندی د ایمان را وړلو شرط به ضرور ایښوول شوی و . خو کله چی داسی کوم شرط د سره موجود نه دی نو ددی څخه دا په ډاګه شوه چی د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د نبوت دهیڅ یودعوا لرونکی خرافات به و نه منل شی .

څلوارلسم دلیل:

لقد جأتکم رسول من انفسکم عزیز علیه ما عنتم حریص علیکم بالمومنین روف رحیم …….(التوبه ۱۲۸)

ژباړه : په یقین سره تاسی ته داسی یو پیغمبر تشریف را وړی چی همستاسی له جنسه دی . چاته چی ستاسی د زیانمنۍ خبره ډیره درنده تمامیږی ، هغه ستاسی د ګټو او خیر ډیر ،ډیر غوښتونکی دی ، د ایمان پر خاوندانو ډیر مهربانه او شفیق دی .

داستدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی دی امت ته په عامه توګه خطا ب کیږی چی حکم یی تر قیامته پوری جاری دی او یاد کړل شوی صفات یواځی محمدرسول الله (ص) ته ځانګړی شوی دی نو څرګنده شوه چی د هغه صلی الله علیه وسلم نه وروسته د نبوت د اجرا هیڅ اړتیا نشته او نه داسی صفات محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته په بل کوم وګړی کی پیدا کیدای شی .

پنځلسم دلیل :

وما ارسلنا من قبلک الا رجالا نوحی الیهم من اهل القری ……( یوسف ۱۰۹)

ژباړه : ستا څخه دمخه چی مونږ د کلیو خاوندانو ته څومره استازی استولی و ، هغوی ټول نارینه و.

د استدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی د الهی د قانون یادونه شوی ده اوهغه دا چی دالله (ج) استازی تل نارینه وی او دهمدی قانون لاندی یواځی (من قبلک [ستا څخه دمخه ])یادونه شوی ده نو که چیری دغه (مرزا ) استازی وایی نو په دی قانون کی دداخلیدو له پاره د (من بعدک ) لفظ زیاتول په کار و . نو ددی نه په ډاګه شوه چی رسالت په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی پای ته رسیدلی دی .

شپاړسم دلیل :

کذلک ارسلناک فی امة قد خلت من قبلها امم لتتلو علیهم الذی اوحینا الیک. ( رعد ۳۰)

ژباړه : په دی توګه مونږ ، ته ، هغه امت ته لیږلی یی چی تر هغوی د مخه ډیر امتونه تیر شوی دی ، تر څو ته هغوی ته ، هغه وحی چی زمونږ له اړخه تاته درغلی ، واوروی .

د استدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی په داسی یوه قوم کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبعوث کیدو یادونه شوی ده چی صفت یی دادی ( قد خلت من قبلها امم) . نو که چیری ددی امت نه وروسته بل کوم امت ( مرزایی ډله) د الله تعالی په وړاندی په حق او هدایت سره وایی . نو حتمابه یی ویلی وای چی (وتاتی من بعد ها امة). خو داسی هیڅکله هم نه دی ویل شوی . نو ددی څخه دا څرګنده شوه چی همدغه امت تر ټولو اخری امت او تر ټولو غوره او افضل امت دی . که چیری میرزاییان کومه ډله وی نو هغوی به د لار ورکۍ او ګمراهۍ ډله وی او دهغی استازی به هم درواغجن او دجالان وی .

اولسم دلیل :

انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحفظون . ( الحجرات ۹)

ژباړه : مونږ پخپله دغه قران نازل کړی او مونږ پخپله ددی ساتونکی یو.

د استدلال کولو لار:

په دغه مبارک ایت کی ، الله تعالی د قران د همیشنی ساتنی او خوندیتوب وعده کړی ده ، او دغه قران به د خپل حقانیت او ریښتونولۍ سره تر قیامته پوری خوندی وی او ښکاره ده چی قران زمونږ د نبی صلی الله علیه وسلم د رسالت ( استازیتوب ) کتاب دی . نو څرګنده شوه چی د نبی صلی الله علیه وسلم رسالت تر قیامته پوری جاری دی ، په دی اساس په دی دوران کی د بل چا د رسالت او استازی کیدو له پاره ځای نه پیدا کیږی .

اتلسم دلیل :

وما ارسلناک الا رحمة للعالمین ( انبیا ۱۹۷)

ژباړه : او مونږه ، ته، د ټولو نړیوالو له پاره رحمت جوړ او استولی یی .

د استدلال کولو لار:

الله تعالی په ډاګه فرمایلی دی چی یواځی رسول الله صلی الله علیه وسلم د عالمیانو رحمت دی ، او د عالمیانو د کلیمی اطلاق تر قیامته پوری په ټول عالم کیږی . د مرزاییانو د نبوت مفروضه که چیری رحمت وی نو د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د عالمیانو د رحمت (رحمت للعالمین ) په صفت کی درز را پیدا کیږی چی په ډاګه کفر دی . نو څرګنده شوه چی د مرزا (درواغجنه ) دعوه پر هغه د لعنت سبب ګرځی او سوچه دجل او غولونه ده .

نولسم دلیل :

تبارک الذی نزل الفرقان علی عبده لیکون للعالمین نذیرا (فرقان ۱)

ژباړه : د ډیر زیات برکت خاوند دی هغه الله تعالی ، چی پر خپل بنده یی فرقان (بیلونکی د حق او باطل ) را نازل کړ ، تر څو هغه د خلکو لپاره خبرونکی او پوهونکی (ویرونکی ) و ګرځی .

د استدالال کولو لار:

د ( لیکون ) په ضمیر کی دوه احتمالات شته . (۱) بنده(عبد) ته راجع دی یا (۲) فرقان ته . دغه دواړه احتمالات صحیح دی او یو مقصد ثابتوی. او په (العالمین ) کی ټول انسانان او پیریان تر قیامته پوری داخل دی .

زبیښه یی داشوه چی تر قیامته پوری دټولو انسانانو او پیریانو له پاره یواځی یو نذیر ( پوهونکی او ویرونکی ) شته او هغه محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم او پر هغی باندی نازل کړل شوی قران کریم دی . نو دهغی (ص) د نبوت نه وروسته د بل کوم نبوت او کتاب له پاره کوم ځای خالی نه دی پاته .

شلم دلیل :

لقد کان لکم فی رسول الله اسوة حسنة لمن کان یرجو ا الله و الیوم الاخر و ذکرالله کثیرا. ( احزاب ۲۱)

ژباړه : یقینا ستاسی له پاره په رسول الله صلی الله علیه وسلم کی ډیره ستره نمونه موجوده ده . د هر هغه چا له پاره چی د الله تعالی ( تر مخ د حاضریدو ) او د قیامت د ورځی(دحساب او کتاب دورکولو) امید لری او د الله تعالی جل جلاله ډیر زیاته یادونه کوی .

داستدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د مکملی اقتدأ له پاره لس تاکیدات یاد کړل شوی دی . لکه چی مفسرینو لکلی دی : په دی کی دځانګړی خطاب (لکم ) څخه وروسته عمومی خطاب له پاره د (لمن کان یرجوا الله ) یادونه شوی ده. تر څو د آیت خطاب تر قیامته پوری ټول مسلمانان (داسلام منونکی ) را ونغاړی . که چیری په دی مینځ کی د بل کوم نبی (مدعی ) بعثت حق وای ، نو الله تعالی به خامخا دهغی اقتدآ هم ضروری ګرځولی وای. نو څرګنده شوه چی تر قیامته پوری د اسلام په منونکو باندی دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغی اقتدآ فرض کړل شوی او دا دنبوت د پایی (ختم نبوت ) له پاره غوڅ دلیل دی.

یوشتم دلیل:

ما کان محمد ابا احدا من رجالکم و لکن رسول الله و خاتم النبیین و کان الله بکل شیْ علیما (احزاب ۴۰)

ژباړه : ستاسی د نارینه و څخه ،محمدصلی الله علیه وسلم ، د هیڅ یوه پلار نه دی ، لیکن هغه د الله تعالی استازی (رسول ) دی او د ټولو نبیانو د لړۍ پای ته رسونکی (خاتم) دی او الله تعالی په هر څه باندی ښه پوه او عالم دی .

د استدلال کولو لار:

دغه مبارک ایت ددوو اړخونو څخه د نبوت د پایی ته رسیدو (ختم نبوت ) له پاره غوڅ دلیل دی .

لمړي وجه یی د مبارک آیت سیاق دی : ددی تفصیل دا ډول دی ، چی په تیر مبارک آیت کی د هغو خلکو تردید شوی دی چی وایی زید بن حارثه د نبی صلی الله علیه وسلم زوی دی او زینب رضی الله عنها د هغه (ص) نګور(دزوی ښځه ) ده ، نو په دی اساس د هغی سره د نبی صلی الله علیه وسلم نکاح جایزه نه ده . نو الله تعالی دغه مبارک آیت د هغوی په ځواب کی راولیږه . لمړۍ جمله داسی ده چی محمد صلی الله علیه وسلم د کوم بالغ نارینه پلار نه دی او (زید خو بالغ نارینه دی ). نو اوس دا پو ښتنه را پیدا کیږی چی د زینب رضی الله عنها سره یی نکاح ته ضرورت څه و؟

ځواب: په دویمه جمله کی د( و لکن رسول الله ) الفاظ راغلی دی ، څرنګه چی هغه صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی او پر هغی صلی الله علیه وسلم د جاهلیت ټول رسوم او ناروا امور له منځه وړل لازم و، نو په دی خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم د زینب رضی الله عنها سره د نکاح په کولو سره په عملی توګه د جاهلیت دغه غلط رسوم او عنعنات بیخی له منځه یوړل دکوم په بنسټ چی د متبنی (ورته ویل شوی زوی ) د ښځی سره نکاح کول ناروا تصور کیدل .

اوس دا پو ښتنه راپیدا شوه چی دا پیغام به د هغه وروسته بل کوم نبی ( خلکوته ) ور رسولی و؟

ځواب یی( و خاتم النبیین )دی . یعنی د هغی صلی الله علیه وسلم څخه وروسته بل کوم نبی نه راځی .

بیا پوښتنه را پیدا شوه چی ، چاته دا معلومه شوه چی تر هغی صلی الله علیه وسلم وروسته بل کوم نبی نه راځی ؟

ځواب یی د ( و کان الله بکل شیْ علیما ) الفاظو کی راغلی دی . یعنی په هر څه پوهیدونکی اوپه هر څه عالم ، الله تعالی ، پیغام را لیږلی چی هغه صلی الله علیه وسلم (خاتم النبیین ) د انبیاوو دلړۍ پای ته رسونکی دی .

ددی آیت دسیاق څخه دا بلکل واضحه او څرګنده شوه چی د خاتم النبیین څخه مقصد دادی چی هغه صلی الله علیه وسلم اخری نبی دی او پر همغی صلی الله علیه وسلم باندی دنبوت لړۍ پای ته رسیدلی ده ( خاتم النبیین دی)

بله وجه یی داده چی د (خاتم) لفظ داخر راتلونکی له پاره غوڅ لفظ دی .

دخاتم دلفظ لغوی څیړنه :

دا ماده د( خ ،ت ، م )، په قرانکریم کی اته ځله په مختلفو صیغو سره راغلی . ختم ، یختم ،خاتم ، ختامه ، مختوم .

په عربی لغاتو کی دغه ماده ، یو شی اخر ته در سولو له پاره استعمالیږی . لکه: دکتاب ختمول ،(خاتم الکتاب )یعنی کتاب یی تر اخره پور و لوست ، د قران ختمول ( ختم القران ) یعنی قران یی تر اخره پوری ورساوه .

قال ابن منظور:و ختم فلان القرآن اذا قرأه الی اخره ( ابن سیدة) الشیْ یختمه ختماْبلغه اخره . و ختم الله له بخیر. وخاتم کل شیْ و خاتمته و عاقبته و آخره و خاتمة السورة آخره . و فی التنزیل : ختمامه مسک ، أی آخره لان آخر ما یجحدون رأیحة المسک .

ژباړه : ابن منظور لغوی ویلی دی چی هغه فلانکی سړی قرآن ختم کړ- په داسی حال کی چی تر اخره پوری یی لوستلی و . د ختم معنی تر اخره پوری رسول دی لکه د خاتمی د خیر لفظ. او خاتم د هر شی د آخر او عاقبت نوم دی ، خاتمة السورة څخه مقصد د هغی اخر دی ، او په قران کی دی چی (ختامه مسک)، اخر د هغی مشک خوشبویه شول. (لسان العرب ،حرف : خ )

قانون دادی چی کله چی یو څیز اخر ته رسیږی نو پر هغی مهر لګیږی دا دختم لازمی مجازی معنی ده نو د ختم معنی مهر لګول دی لکه څرنګه چی په قرانکریم کی راغلی دی :[یسقون من رحیق مختوم ] یعنی خالصه څکونکی (شراب ) به په داسی جامونو کی وی چی مهر به پری لګیدلی وی . نو په دی اساس ابن منظور ویلی دی :

قال ابو اسحق: معنی ختم و طبع فی اللغة واحد و هو التغطیة علی الشیْ و خاتم ما یو ضع علی الطینة و الختام الطین الذی یختم به علی الکتاب . ( لسان المیزان ج ۴/۲۴)

ژباړه : ابو اسحاق ویلی چی ختم او طبع یو شی دی او هغه یو شی په پرده کی پټوی ، په کیچړ مهر لګول چی دهغی نوم خاتم( مهر ) دی ( لسان المیزان ) .

بیا چی کله په کوم شی مهر و لګیږی نو بیا دهغی سره د منعی معنی لازمی ګرزی . نو په زړونو باندی د مهر د لګولو مقصد دادی چی په هغی کی د حق د خبری ورننوتل ممنوع ګرزیدلی دی . لکه چی په یوه مکتوب مهر ولګول شی نو د هغی مقصد دادی چی پر هغی د مهر د لګولو وروسته په هغی کی نور کوم شی ور داخلیدای نشی، یعنی خبره تر اخره پوری رسیدلی ده .

زبیښه داشوه چی د ختم معنا یو شی تر اخره پوری رسول دی ، بیا د هغی سره لمړی مهر لګول لازمی شول او بل منعه کول ورسره لازمی وګرزیدل . ابن منظور لیکی چی :

و فی التنزیل العزیز: و لکن رسول الله و خاتم النبیین : أی آخرهم و من اسمأــه العاقب معناه اخر الانبیأ(ج:۴/۲۵ لسان العرب)

ژباړه : په قران کی راغلی ( خاتم النبیین )، یعنی د هغوی آخر ، او د نبی صلی الله علیه وسلم په نومونو کی د (العاقب ) نوم هم دی چی معنی یی (آخر الانبیأ) دنبیانو اخر نبی دی .

همدا راز د(مبرد) وینا ده چی ( خاتم النبیین ) د ماضی د فعل صیغه ده نو معنی یی داده چی هغی صلی الله علیه وسلم د آنبیأو لړۍ پای ته ورسوله .

نو د مرزا غلام احمد دا وینا چی د خاتم معنی مهر دی او بیا د مهر څخه تصدیق مراد اخستل کیږی ، دا تأویل نه دی بلکه تحریف دی ، څکه چی د سول الله صلی الله علیه وسلم له پاره د مصدق (ریښتونوالی ) صفت قرانکریم ذکر کړی دی . په هر ځای کی یی (لمابین یدیه )یادونه کړی ده . یعنی هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو ( تیروشوو ) تصدیق کونکی دی. په هیڅ آیت کی یی داسی نه دی فرمایلی چی د وروسته راتلونکو تصدیق کوی. او په دی خبره ښه پوهیدل په کار دی که چیری خاتم د مهر په معنی واخستل شی نو مهر تل د خط په پای او اخر کی لګیږی ، نه په مینځ کی ، نو هیڅکله هم داسی نه کیږی چی الله تعالی د انبیأو په رالیږلو مهر لګولی او دهغی وروسته بیا هم کوم نبی یا رسول مبعوث کړی.

د خاتم لفظ دهره اړخه ، راتلونکی او د نورو منعه کونکی له پاره دحقیقی معنی په توګه استعمالیږی او دا لفظ د نبوت د دپای ته د رسیدو (ختم ) په لړۍ کی غوڅ او قاطع لفظ دی . او قانون دادی چی په قطعیاتو کی تاویل کول د تحریف مترادف دی او مرزا د همدغی تحریف مرتکب شوی دی .

دنبوت د امکان په هکله که د ابن حجر هیشمی څخه په حدیثیه فتاوی کی څه رانقل شوی نو پر هغی باندی آلوسی مفسر په تفصیل سره رد کړی دی او د غزالی په کتاب الاقتصاد کی چی کوم څه را نقل شوی دی هغه قرطبی مفسر په پوره تفصیل سره مسترد کړی دی.

دوویشتم دلیل :

ان الله و ملایْکته یصلون علی النبی یا ایهاالذین آمنوا صلوا علیه وسلمو ا تسلیما (احزاب ۵۶)

ژباړه : الله تعالی او دهغی ملایکی پر دغه نبی صلی الله علیه وسلم باندی رحمتونه لیږی � ای د ایمان خاوندانو ! تاسی هم پر هغی صلی الله علیه وسلم باندی دورود و لیږۍ اوښه سلام پری د تل له پاره لیږۍ .

د استدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی زمونږ د نبی صلی الله علیه وسلم دستر مقام او لوړی مرتبی یادونه شوی ده ، او هغه دا چی الله تعالی او دهغی فرشتی په سیدنا نبی صلی الله علیه وسلم باندی هر وخت صلوة (رحمت ) لیږی نو ای د ایمان خاوندانو ! پرتاسی د قیامت تر ورځی پوری فرض دی چی تاسی پر هغی باندی دورود او سلام ورلیږۍ. نوڅرګنده شوه چی د هغی صلی الله علیه وسلم دنبوت دغه شان به تر قیامته پوری جاری وی . نو په دی اساس دهغی صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دبل کوم د نبوت د دعوه کونکی راتګ ممکن نه دی.

درویشتم دلیل:

وما ارسلناک الا کافة للناس بشیراْ و نذیرا ولکن اکثر الناس لایعلمون (سبا۲۸)

ژباړه : مونږه ، ته ، ټولو انسانانو ته زیری ورکونکی او ویرونکی وراستولی یی، خو زیا ت خلک پری نه پوهیږی.

داستدلال کولو لار:

د (کافة) معنی ( جمیعاْ) ټول دی او د (الناس ) دلفظ حال هم همداسی دی. دا په نحوی توګه بلکل روا دی لکه چی ابو حیان او نورو مفسیرینو ددی آیت د تحقیق اوڅیړنی لاندی لیکلی دی:

نو مقصد دادی چی تر قیامته پوری د پیدا کیدونکو ټولو انسانانو له پاره زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم رسول دی او په حدیث کی هم ( ارسلت الی الناس کافة) ویل شوی دی . نو ددی امت له پاره زمونږ د نبی صلی الله علیه وسلم نه وروسته د بل کوم دعوه کونکی له پاره هیڅ ډول اړتیا نه لیدل کیږی.

څلریشتم دلیل :

انا ارسلناک بشیرا و نذیزا و ان من امة الا خلافیها نذیز ( فاطر ۲۴)

ژباړه : مونږ پخپله ، همتاته حق درکړ اوزیری ورکونکی او ویرونکی (پوهه ونکی ) مو و استولی ، اوهیڅ داسی امت(ډله) نشته چی کوم ویرونکی ( د الهی د غذاب څخه ) ورته نه وی ور استول شوی .

داستدلال کولو لار:

ددی مبارک آیت په لمړۍ جمله کی زمونږ د نبی صلی الله علیه وسلم درسالت او استازیتوب یادونه شوی ده ، او د هغی صلی الله علیه وسلم درسالت سره یو ځای یی د کوم ځانګړی امت او وخت (مدت ) قید نه دی لګولی . په بله جمله کی د تیرو شوو انبیأو علیه السلام اوامتونو یادونه شوی ده . که چیری د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم نه وروسته کوم استازی په کوم امت کی راتلونکی وایی نو قران به خامخا د هغی یادونه کړی وای. نو په ډاګه شوه چی زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم د الله تعالی اخری نبی دی او همدا صلی الله علیه وسلم دامت اخری استازی اورسول دی.

پنځه ویشتم دلیل:

و انه لکتاب عزیز لا یاتیه الباطل من بین یدیه و لا من خلفه ( فصلت ۴۱-۴۲)

ژباړه : دا د ډیر وقعت کتاب دی ، چی باطل ورته ،نه د مخی څخه او نه د شا څخه ، یعنی د هیڅ اړخ څخه نه شی را تلای.

داستدلال کولو لار:

د (الباطل ) معنی د قران کریم څخه مخالف او منسوخ کونکی . یعنی نه په تیرو شوو کتابونو کی کوم داسی کتاب شته او نه په راتلونکی کی داسی کوم کتاب نازلیدای شی چی د قرانکریم دکومی خبری پرخلاف راشی ،هغه درواغ اویایی منسوخ کړی .

ددی پر خلاف مرزا غلام احمد دعوه کوی چی زه په دی خاطر مبعوث شوی یم چی د قرانکریم څخه د جهاد مسله منسوخ کړم.( دهغی د عقایدو په بیانولو کی به دا حواله انشأالله را شی )

الله تعالی په دی آیت کی واضحه کړی چی د قرانکریم هیڅ یوه خبره وروسته یوڅوک یا وحی نشی منسوخولای.

شپږویشتم دلیل:

هو الذی بعث فی الامیین رسولا منهم …..الایة.. ثم قال : و اخرین منهم لمایلحقوا بهم و هو العزیز الحکیم ( جمعه ۳۲)

ژباړه : هماغه ذات دی چی په نالوستی خلکو کی یی، د هم هغوی څخه یو کس د استازی (رسول ) په حیث ور واستاوه. (بیافرمایی ) او دهغوی څخه علاوه د نورو له پاره هم ، چی تر اوسه دهغوی سره نه دی مخ شوی . اوهماغه غالب او د حکمت خاوند دی .

د استدلال کولو لار:

د(اخرین ) لفظ په ( الامیین ) باندی معطوف دی، د (آخرین ) د لفظ په هکله د مفسیرینو دوه ډوله ویناوی راغلی دی .

(۱)تابیعین او د تابیعینو تابیعین (تبع تابعین) تر قیامته پوری .

(۲) عجمی ( غیر عرب ) خلک .

د هری وینا له مخی زمونږ نبی صلی الله علیه وسلم ته د ټولو له پاره بعثت ثابت دی . د هغی صلی الله علیه وسلم بعثت تر قیامته پوری دی د هغی صلی الله علیه وسلم پیروی د عربو څخه علاوه پر ټولو عجمی وګړو لازمه او دهغوی له پاره کافی ده . د هغی صلی الله علیه وسلم وروسته په عربو او یا عجمو کی د هیچا د مبعوث کیدو له پاره ځای نشته .

اوه ویشتم دلیل:

اولم یکفهم انا انزلنا علیک الکتاب یتلی علیهم ان فی ذلک لرحمة د ذکری لقوم یوْمنون. ( عنکبوت ۵۱)

ژباړه : ایا د هغوی له پاره دا بسنه نه کوی چی مونږ پر تا باندی کتاب نازل کړ، چی هغوی ته لوستل کیږی . په هغی کی رحمت دی ، اونصیحت دی د هغه خلکو له پاره چی د ایمان خاوندان دی .

داستدلال کولو لار:

په دی مبارک آیت کی په ډاګه ویل شوی دی چی قرانکریم رحمت ، ذکر او اعجاز له لوری کافی کتاب دی ، په ځانګړی توګه د ایمان دخاوندانو له پاره. او دا بسنه(کفایت ) به تر قیامته پوری جاری وی نو ددی کتاب وروسته ، دهیڅ ډول وحی (که درسالت وی او که دنبوت ، حقیقی وی او یاظلی اوښکاره وی ) ، اړتیا نشته. هر هغه څوک چی دقرانکریم د نزول نه وروسته د کومی وحی انتظار کوی او یایی دعوه کوی نو په حقیقت کی دغه شخص د قرانکریم ددی صفت څخه منکر دی.

اته ویشتم دلیل:

ومن اظلم ممن افتری علی الله کذبا او قال اوحی الی و لم یوح الیه شیْ اوقال سانزل مثل ما انزل الله ………ولو تری اذ الظالمون فی غمرات الموت……..الایة (انعام ۹۳)

ژباړه : او دهغی وګړی څخه به ډیر تیری کونکی (ظالم) څوک وی چی پر الله تعالی باندی درواغ و تړی او یا ووایی چی ماته وحی راځی ، حال دا چی هغه ته د هیڅ خبری وحی نه ده راغلی او څوک چی وایی چی زه د الله تعالی (دکلام ) په څیر کلام راوړم ،…… او که ته هغوی ووینی چی ظالم (تیریکونکی ) خلک به د مړینی په ستونزو (سختیو) کی راګیر وی .

د استدلال کولو لار:

ددی مبارک آیت څخه مخته د تورات د نزول یادونه شوی ده او بیا دقران کریم نزول او دهغی صفتونه یادکړل شوی دی. او دهغی څخه وروسته دامبارک آیت ذکر شوی دی . او ددی مبارک آیت په دویمه جمله کی هغه وګړی ته ډیر تیری کونکی (ظالم ) ویل شوی دی چی دقران کریم نه وروسته د وحی دعوه کوی . دا په داسی حال کی چی وحی بنده شوی ده . نو څرګنده شوه چی ددی دعوی مصداق پخپله غلام احمد مرزا دی چی د قرانکریم نه وروسته هم د وحی دعوا کوی ، چی نه ورسره ددی وحی په هکله کوم دلیل شته او نه د کوم دلیل ځای ورته لیدل کیږی .

نهه ویشتم دلیل :

فبأی حدیث بعده یوْمنون (مراسلات ۵۰)

ژباړه : اوس ددی قران نه وروسته ، په کومی بلی خبری ایمان راوړۍ؟

داستدلال کولو لار:

دلته د (حدیث ) څخه مراد قرانکریم دی . مقصد دادی چی د قرانکریم نه وروسته بل کوم کتاب یاالهی وحی را تلونکی ده چی دا خلک به یی ومنی؟ څرګنده شوه چی د قرانکریم نه وروسته کوم کتاب یا وحی نه رانازلیږی .

دیرشتم دلیل:

فبأی حدیث بعد الله و ایاته یوْمنون (جاثیه ۶)

ژباړه : نو د الله تعالی او دهغی د ایتونو نه وروسته په کومی �بلی� خبری ایمان راوړۍ؟

د استدلال کولو لار:

دلته هم د استدلال کولو لار هماغسی ده چی په مخکنی آیت کی بیان کړل شوی ده.. دقران کریم د عقلی او روحی نښو نښانو نه وروسته د هیڅ ډول وحی او کتاب د راتلو ګنجایش نه شته .

دغه ټول مبارک آیتونه دفهم له اړخه د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د(ختم نبوت ) د ثبوت له پاره قطعی او غوڅ دلایل دی ، ددی نه اخوا نور زیات شمیر ایتونه شته چی د یوی نه یوی لاری څخه د نبوت د اختتام له پاره دلایل ثابتیدای شی.

من لم تکن تکفیه هذه فلا—— یکفیه الله شرحوادث الازمان

د کوم وګړی له پاره چی دا آیات بسنه ونکړی نو الله تعالی دی داسی وګړي دزمانی د حوادثو د شر نه خوندی و نه ساتی .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*