اسراییلي سرتیرو یو ځل بیا د مسلمانانو لومړنۍ قبلې ته سپکاوی وکړ
اسراییلي سرتیرو یو ځل بیا په مسجدالاقصی جومات کې دننه په لمونځ کوونکو برید وکړ.
اسراییلي سرتیرو یو ځل بیا په مسجدالاقصی جومات کې دننه په لمونځ کوونکو برید وکړ. اسراییلي سرتیري د بوټانو سره جومات ته ننوتي دي.
د مسجدالاقصی د جومات عمومي مشر عمر القصواني ویلي دي چې اسراییلي سرتیرو پرون په جومات کې په لمونځ کوونکو د بریدونو نه وروسته نن جومات د لمونځ کوونکو پر مخ تړلی دی. په سیمه کې مسلمانانو ته جومات ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.اسراییلي سرتیرو همداشان پنځه تنه فلسطینیان چې جومات ته يي د ننوتو هڅه کوله ونیول.
نوموړي ویلي دي چې اسراییلي سرتیرو چې د جومات ټولو دروازو مخو ته ولاړ دي او د فلسطینیانو ترمنځه نښتې دوام لري.
اسراییلي سرتیري د فلسطینیانو پر خلاف چې د ترخو او اوښکو بهوونکو ګازو نه کار اخیستی دی .
د یادولو وړ ده چې اسراییلي سرتیرو د تیر کال د نوامبر په میاشت کې هم په مسجدالاقصی دیته ورته بریدونه کړي وو. اسراییلي سرتیرو په جومات کې دننه په لمونځ کوونکو د ګازي بمونو او پلاستیکي مرمیو بریدونه کړي وو.
د ویلو ده چې اسراییلو سرتیري د ۱۹۶۷ کال راهیسې دا دویم ځل دی چې د مسجدالاقصی جومات دننه ته ننوځي ، جومات ته زیان اړوي او جومات د جګړې په میدان بدلوي.
په تیر برید کې د برید پر مهال یو زیات شمیر د الله کتابونه غورځول شوي وو، د جومات دروازې او هیندارې ماتې شوې وې او د ګازي بمونو له امله غالۍ سوځیدلې وې.
همداشان د ۱۹۶۹ کال د اګست په ۲۱ نیټه هم یو تن استرالیايي یهودي مسجدالاقصی ته په ننوتو سره د جومات د قبلې ممبر او زر کلن محراب يي نړولي وو.