وروستي:

امريکا د فلسطين د ازادۍ وړانديز رد کړ

عبدالحق حماد

[افغان بنسټ/ چارشنبه د مرغومي لسمه] د ملګرو ملتونو امنيت شورا هغه قرارداد رد کړی چې پکې له اسرائيلو غوښتل شوي وو چې په درې کلونو کې د فلسطينيانو له ځمکو په شا شي.

امنيت شورا ته دا وړانديز د اردن له خوا شوی و چې له دې وړاندې ۲۲ عرب هېوادونو او فلسطينيانو تائيد کړی و.

د سه شنبې په ورځ وړاندې شوي قرارداد د منلو لپاره د نهو رايو اړتيا وه؛ خو يوازې اته رايې تر لاسه شوې، فرانسې، چين، روسيې، ارجنټاين، چاډ، چلي، اردن او لګزمبرک د تائيد رايې ورکړې، امريکا او استراليا د قرارداد مخالف وکړ او پاتې پنځو هېوادونو: برتانيا، لتوېنيا، نايجيريا، کوريا او روانډا په رايه اچونه کې هيڅ برخه وانه خيستله.

که دا قرارداد د امنيت شورا د غړو له خوا منل شوی هم وای، له دې امله نشو پلي کېدلای چې امريکا يې مخالفت کړی و.

د قرارداد له وړاندې کولو مخکې امريکا ويلي و چې په منځني ختيځ کې سوله غواړي؛ خو هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې د اسرئيلو د ګټو په لار کې خنډ جوړ کړي.

امنيت شورا شپاړس غړي لري چې پنځه يې د وېټو حق لري، دا په دې معنا که ټوله امنيت شورا يوه پرېکړه وکړي او امريکا، روسيه، چين، فرانسه او برتانيا يې په يوازې سر د هرې پرېکړې مخه نيولای شي.

په قرارداد کې اسرائيلو ته د خبرو لپاره يو کال وخت ورکړل شوی و او دا چې تر ۲۰۱۷  کاله بايد د فلسطينيانو هغه ځمکې پرېږي چې له ۱۹۶۷ کال راهيسې يې لاندې کړي دي.

د اسرائيلو او فلسطينيانو د شخړو سرچينه څه ده؟

له هغه وروسته چې د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د نازيانو له لورې زرګونه يهودان ووژل شول، پاتې يهودانو داسې فلمونه جوړل کې چې د نړيوالې خواخوږي يې له ځانه سره پيدا کړه، دغه راز دوی د نړۍ پر برخليک ټاکونکو بنسټونو: مطبوعاتو، تجارتونو او سياسي سرچينو قبضې ولګولې او په پايله کې يې د يو ازاد يهودي دولت غوښتنه وکړه، په ۱۹۴۸ ميلادي کال امريکا، برتانيا او فرانسې پرېکړه وکړه چې د فلسطينيانو دولت له منځه يوسي او دا سيمه يهودوانو ته په لاس ورکړي، له دې پرېکړې وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يهودانو فلسطين ته مخه کړه او هلته يې د «اسرائيل» په نوم ازاد دولت اعلان کړ چې د نړۍ نژدې ټولو سترو قوتونو يې ملاتړ وکړ؛ خو مسلمانانو او په ځانګړې توګه فلسطينيانو دا د يهودو له لورې يو نوی شرارت او نېواک وباله؛ خو داچې اسرائيلو سره امريکا، استراليا، برتانيه، فرانسه او يو شمېر نور قوتونه ولاړ وو هيچا نشو کولای چې د هغوی مخه ونيسي، په دې لړ کې امريکا او اروپا اسرائيلو ته د وخت پر مختللي وسلې ورکړې او پر فلسطينيانو يې د هر ډول وسلو جوړولو او واردولو بنديز ولګاوه.

له ۱۹۴۸ څخه بيا تر ۱۹۶۷ کاله د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ ډېرې جګړې وشوې چې په ترڅ کې يې زرګونه فلسطينيان شهيدان او ۴۶ سوه زره تنه هجرت کولو ته اړ شول چې زياتره يې اسرائيلو په زور له کورونو ووېستل.

له هغه وخته اسرائيلو خپل نېواک ته دوام ورکړ، ديسمبر ۱۹۸۷ کال فلسطينيانو د ازادۍ لپاره پاڅون وکړ او تر ۱۹۹۳ يې شپږ کاله دوام وکړ، په دې جګړه کې ۱۱۰۰ فلسطینيان او ۱۴۶ اسرائيليان ووژل شول او د ځواک نه لرلو او مسلمانو هېوادونو د نه همکارۍ له امله فلسطينيان ونه توانېدل چې له اسرائيلو خپلې ځمکې بېرته لاس ته راوړي.

ستمبر ۲۰۰۰  کال يو ځل بيا د فلسطينيانو د صبر کاسه ډکه شوه او د اسرائيلو پر خلاف يې دوهم پاڅون وکړ چې تر فبروۍ ۲۰۰۵ پورې يې دوام وکړ، په دې جګړه کې ۳۲۰۰ فلسطينيان شهيدان او ۹۰۰ اسرائيليان ووژل شول.

۱۹۹۳ کال د فلسطينيانو  او اسرائيليانو تر منځ د سولې تړون شوی و او هر لورې ته خپل حدود ټاکل شو وو او پرېکړه شوې وه چې يوه غاړه به هم له خپلو بريدونو تېری نه کوي؛ خو دا تړون يوازې د دې لپاره وو چې د فلسطينيانو لاسونه وتړي او اسرائيل خپل نيواک ته دوام ورکړي، له ۱۹۹۳ کال راهيسې اسرائيلو په ناقانونه توګه د فلسطينيانو په ځمکو کې ۵۰۰ زره يهودانو ته مېشت ځايونه جوړ کړي دي او لا هم دوام ورکوي.

په جون ۲۰۰۷ فلسطين کې ټاکنې وشوې او په نتيجه کې حماس ټاکنې وګټلې؛ خو دا چې حماس د اسرائيلو د نيواک مخالف و ځکه اسرائيلو  او امريکا پر حماس بنديزونه ولګول او بالاخره يې د غزې په حدودي کې کلابند کړل.

له ۲۰۰۷ کال راهيسې اسرائيلو پر غزې لسګونه ځله بريدونه کړي او زرګونه مسلمانان يې شهيدان کړي دي.

د مسلمانانو د نه همکارۍ له امله فلسطينيان اخر دې ته را رسېدلي چې د فلسطين يوه برخه ځمکه داسې ډول په واک کې ورکړل شي چې د اسرائيلو له بريدونو، ځورونو او نيونو خوندي وي؛ خو لويديځوالو او په سر کې يې امريکا نه پرېږدي چې فلسطينيان خپلواکه وواسي او داسې ښکاري چې په دې توګه د فلسطينيانو وجود له منځه وړي او د مسلمانانو لومړۍ قبله به بيا هم د يهودو په لاس کې وي.