وروستي:

اسلام او سياسي اندونه – څلورمه برخه

ليکنه : د اسلامي نړۍ منلی عالم او تکړه ليکوال، مفتي محمدتقي عثماني

ژباړه : مولوي نورالله عزام

 (۳) مذهبي ټولواکي :

دريم ډول مذهبي يا “Religious monarchy” پاچايي ده، دا داسې واکمني وه چې د پاچا د واک اصلي سرچينه به مذهب و ، پاچابه له مذهبي مراسمو سره سم دمذهبي مشرانو له خوا ټاکل کېده ، پاچاته به دوی لوړه ورکوله او ويل به يې چې پلانی زموږ له خوا پاچا وټاکل شو، پاچابه په خپله واکمني کې دمذهبي مشرانو تابع و او د دوی له پرېکړو سره سم به يې حکومتي چاري پرمخ بېولي، دامذهبي پاچاياني ترډېرې مودې په عيسايانو کې دود وې، چې د دې پېل دعيسی عليه السلام اسمان ته له خېژولو شاوخوا ۳۰۰کاله وروسته شوی دی .

پرعيسايانو درې سوه کاله داسې تېرشوي دي چې دوی به تل دخپلو مخالفينو له خوا دظلم او شکنجې ښکار ول ، دوی دنړۍ پرمخ داسې ځای نه  درلود چې سره راټول شي، او دخپل دين تبليغ به يې په پټه تر زمکې لاندې په سمڅو کې تر سره کاوه چې دالړۍ تردرې سوه کاله همداسې روانه وه، په همدې موده کې د دوی په دين کې تحريف شوی دی او تر اوسه په هغه ډول را روان دی .

په پيل کې د عيسی عليه السلام  لارويان موحدين ول او عيسی عليه السلام به يې يوازې د الله تعالی استازی او رسول مانه ؛ خو چې کله يهود د دوی منځ ته ورننوتل؛ نو د دوی په دين کې يې لاس وهنه وکړه.

 پو لوس “Saint Paul ” چې لومړی يهودي و او دعيسايانو تر ټولو مخ کښ دښمن و ، عيسايان تر ټولو زيات د ده له لاسه کړېدلي دي، په پای کې ده  عيسائيت ومانه او بيايې د عيسايانو په مذهب کې تحريف وکړ ، دتثليث عقيده ، دکفارې عقيده او نور خرافات په عيسايانو کې همده دود کړل، چې بالاخره د عيسايي مذهب رښتوني لارويان ګوم نامه شول ، يا ختم شول او ياډېر لږ پاتي شول او دا نوی دين چې “پولوس” له ځان نه جوړ کړی و، د عيسائيت په نو م مشهور شو .

د عيسی عليه السلام له اسمان ته ختلو درې پېړۍ وروسته د روم پاچا قسطنطين  (چې لوی قسطنطين هم ورته وايي ) دعيسائيت دين ومانه ، تردې مخکې به دروم پاچايانو دبوتانو عبادت کاوه؛ خو په درېيمه پېړۍ کې همدې پاچا د”پولوس” عيسايي مذهب ومانه. دا هغه قسطنطين دی چې قسطنطنيه ښار د ده په نوم جوړ شوی دی چې اوس ورته استنبول وايي او بيا همدا ښار دعيسايانو پلازمينه ونومول شوه ، په همدې توګه د لومړي قسطنطين ترعيسائي کېدو وروسته په روم کې دعيسايانو واکمني پېل شوه ، هغه مهال د”پوليس” عيسائيت مذهبي مشر “اتاناسيوس” (Athanasius) و، نوموړي په لومړي ځل “قسطنطين” پاچا په مذهبې توګه لو مړی مستند پاچا وګرځاوه او په روم کې مذهبي پاچايي له همده څخه پېل شوه.

د دې مذهبي پاچايي ځانګړتيا داوه چې په مذهبي چارو کې به دکليسا مشر “پاپ” پرېکړه وروستۍ پرېکړه وه ، د دولت مشر پاچا به يوازې سياسي دندې پرمخ بېولي او د کليسا مشربه دا واک هم درلود چې مالومه کړې کومه معامله مذهبي ده او کومه غير مذهبي ؛ نو ځکه به پاچا ترډېره بريده دکليسا مشر دپرېکړو په منلو مکلف و ، که دکليسا مشرانو به  پاچاته  دکومې خبري امر کاوه؛ نو هغه به يې په منلو مجبور و ځکه چې په يوه واکمني کې دوه پاچايان نشي پاتي کېدلی ، له همدې امله به د روم په تاريخ کې دپاپ او پاچا دواکمني حدود يوه ستونزمنه مسئله وه چې په دوی کې به دهمدې مسئلې پرسرډېري جګړې کېدلې. په پای کې دامسئله نوره هم پسې توده شوه او يوه نه هوارېدونکې ستونزه وګرځېده تر دې چې دسيکولر (پرمذهب نه ولاړ ) حکومت تر ولکې لاندې په “واتيکان” کې دپوپ بېل رياست جوړ شو .

1 څرګندونه on اسلام او سياسي اندونه – څلورمه برخه

  1. ډاکټر اشرف // June 26, 2012 at 9:57 pm //

    بې شکه چې اسلام داسې دين دی چې د ټولو ټولنو او خلکو د پاره د ژوند يون يوه سپېڅلې او پاکه لار ده، نن که عيسايان او يهودان پر نړۍ خپله سلطه غواړې ، دا ارمان به يې هيڅکله هم پوره نشې، پر نړۍ د واکمنۍ يوازېنی نظام اسلامي نظام دی، دا داسې نظام دی چې د انساني فطرت ټولو پوښتنو ته ځواب لري.
    ستاسو د اسلام او سياسي اندونه لړۍ مې ډېره زياته خوښه شوه، زما په فکر دا به په پښتو ژبه لومنی هغه کتاب وي چې په پښتو ژبه سياسي نظامونو ته کتنه کوي. زه د دې لړی په خپرولو ډېر خوښ شوم او هېله لرم چې تاسو به همدا خذمتونه تر اخره جاری وساتي. او د ژباړن صيب نه خصوصي مننه کوم چې په ډېره خوږه پښتو سياسي معلومات نشروي.،

Comments are closed.