د یوه زلزله ځپلي جاپاني ځوان کیسه
حامد افغان
د جاپان د کال 2011 م له زلزلې وروسته مرستندویه ډلو زلزله ځپلو وګړو ته مرستې رسولې، د مرستندويه ډلې یو ویټنامی کارکوونکی د یوه جاپاني ځلمي کیسه کا: هغه ځلمی په کتار کې ډېر وروسته ولاړ و، بدن یې هم کمزوری او یخ نیولی و، ماته یی په زلزله کې د خپل مور او پلار د مرګ کيسه وکړه، ویټنامی وایي: د هغه په غمژن حالت او کمزوري بدن مې سخت زړه وخوږیدی، خپل کوټ مې هغه ته ورکړ هغه په کتار کې ډېر وروسته ولاړ و، مال چې نوبت ورته رسیږي شاید خوراکي شیان ختم شي، نو ولاړم د خوراکي توکو پیکټونه مې ورته راډک کړل، او ورمې کړل.
زه خوشاله شوم چې له هغه سره مې مرسته وکړه، خو ليږ وروسته مې چې هغه ته کتل ټول خوراکي پیکټونه یې د خوراک د وېش ځای ته وروړل هغوی ته یې بیرته تسلیم کړل، او بیرته راغی په کتار کې پخپل ځای ودربدی، زه حیران شوم چې ما څومره زحمت ورته وکړ او ده خوراکي شیان بیرته واپس کړل!، ورغلم او ومې پوښته چې ولې مو داسې وکړل، هغه په کتار کې له ځانه مخته خلکو ته لاس ونیو او ویې ویل: په دې خلکو کې به زما نه ډېر کمزوري او محتاج خلک وي او هغوی زما په نسبت ډېر مستحق دي! .
دا د صحابه کرامو او خیر القرون د وخت کیسه نه ده بلکي زموږ د معاصرو کفارو کیسه ده، د دوی د ځینو انساني اخلاق دومره لوړې کچې ته رسېدلې چې زموږ له پاره د پند او عبرت ډېر څه لري، موږ ته اسلام تر دې څو برخې د لوړې کچې اخلاق تلقین او ښوولې دي، خو پر موږ شخصي ګټې او د ځان مینه دومره غالبه شوې ده چې په ډېرو انساني او اسلامي اخلاقو کې کمزوري یو، زموږ د هیواد له نورو ګڼو ستونزو سره دې زلزلې هم ګڼ شمیر خلک وزورول، بناء موږ پخپلو کې د یوه بل مرستو او لاس نیوي ته سخته اړتیا لرو، د حکومتونو او مؤسساتو د مرستو په هیله بايد وخت ضایع نه کړو ، محتاجو او متضرر شویو خلکو ته باید له هر چا مخکي د مرستې لاس ورکړو.