څلوېښت کلنو وروڼو او خوندو ته!
حامد افغان
وبښه! ته څلوېښت کلن یې؟
څلوېښت کلنۍ ته نږدې یې؟
له څلوېښت کلنۍ لیږ اوښتی یې؟
د څلوېښت کلنۍ عمر یواځنی هغه عمر دی چې قرانکریم له یوې ځانګړې دعا سره یاد کړی ده، د ماشوم د خلقت او له هغه سره د مور د ستونزو ګاللو له بیان وروسته قرانکریم وایي: حَتّٰىٓ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلٰى وٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صٰلِحًا تَرْضٰیهُ وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ ۖ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ الْمُسْلِمِينَ. [سُوۡرَةُ الاٴحقاف : 15]. ژباړه: تر دې پوري چي هغه كله د خپل قوت عمر ته ورسېدی او د څلويښتو كلونو شو، نو هغه وويل: “اې زما ربه! ما ته توفيق راکړه چي زه ستا د هغو نعمتونو شكر ادا کړم چي تا ما ته او زما مور او پلار ته وركړيدي. او داسي نېک عمل وکړم چي په هغه سره ته راضي کېږې او زما اولاد هم نېكان کړه، ما بېغمه کړه، زه ستا حضور ته توبه كوم او له فرمان منونكو يعني مسلمانو بندګانو څخه يم.”
په دې دعا کې درۍ مهمي خبري شوې دي:
په تېر وخت شکر
د راتلونکي له پاره دعا
له اسلام سره د ولاء اعتراف
علماو لیکلي چې دا ډېره مهمه دعا ده په ځانګړې توګه د هغه چا له پاره چې څلوېښت کلنۍ ته رسیدلي وي، ځکه له دې ایت وروسته په بل ایت کې راغلي دي: أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّـَٔاتِهِمْ فِىٓ أَصْحٰبِ الْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِى كَانُوا يُوعَدُونَ.[سُوۡرَةُ الاٴحقاف : 16]. له دغه ډول خلكو څخه موږ د هغو ډېر ښه عملونه قبلوو او د هغو له بديو څخه تېرېږو. دوى به د هغي رښتيني وعدې سره سم چي ورسره کیږي، په جنتيانو کښي شامل وي،.
د ژوند د څلوېښت کلنۍ پړاو له ډېرو اړخونو د غور، فکر، توجه او زیاتې پاملرني وړ پړاو دی، د دې عمر وګړو او دې عمر ته ورنږدې یا لیږ ورنه اوښتي وروڼه او خوندي څو مهمو ټکو ته توجه رااړوم، زه خپله هم له دې جملې نه یم خدای دې وکړي د توجه وړ مو وګرځي.
💚 په څلوېښت کلنۍ کې انسان ته ځان داسې ښکاري لکه د دنګ غره په څوکه چې ختلی وي، یوه اړخ ته چې ګوري خپل ماشومتوب او ځواني ویني او د دې خوندور ژوند د خوند او لذت احساس کوي او بل اړخ ته چې ګوري راتلونکی ژوند یې احساسوي او د عمر پاته پړاوونو ته متوجه کیږي چې څومره رانږدې شوي دي.
💚 په څلوېښت کلني انسان د ژوند د ټولو پړاوونو په حالت او کیفیت پوهیږي، او د ټولو پړاوونو عواطف او مشاعر احساسولی شي. هم د ځوانانو د مجلس په چل پوهیږي او له مشرانو سره د هغوی په درنه لهجه ګړیدلی شي.
💚 اکثره په څلوېښت کلني کې د سپینږیرتوب نشي په ښکاره کیدلو شي، دا راز د لید کمزوري هم پیل شي، د ځواني قوت او ځواک پختن ته ورسیږي، او د ډېرو شیانو په اړه ليدلوري او تفکر دقیق او زیات شي.
💚 په څلوېښت کلني زموږ اړوند خطاب هم تغیر او تجديد شي، او د محترم پلاره!/محترمې مورې! محترمه تره!/ محترمې ترور! ښاغلی مشره!/ آغلې مشرې! خواږه خو له مسؤلیته ډک خطابونه له مختلفو لورو اورو او طبعاً د مکلفيت او مشقت احساس راکوي.
💚 په څلوېښت کلني کې موږ ته شپیته کلن او له هغه پورته عمر وګړي متوجه کیږي، او چې راته وایي: (ماشاء الله لا خو ځلمی یې) نو ګوا کي د ځان او ټولني له پاره د عاقلانه چلند او ګټور کار غوښتنه رانه کوي.
💚 څلوېښت کلني کې په ټولیزه توګه عمر نیمایي ته ورسیږي، او دا مهال څو درنې او سختي پوښتنې زموږ ذهن کې اوړي را اوړي، څوک زوروي او څوک خوشاله کوي لومړۍ ډله بيداري او کار ته او دویمه لا زیات کار ته هڅوي، لکه:
په تیر عمر کې دې څه کړي دي؟
خپلي کورنۍ ته مو څه کړې دي؟
خپلي ټولني ته دې څه کړې دي؟
له خپل رب سره دې د اړیکو حالت څنګه دی؟
خپل دین او هیواد ته دې څه کړي دي؟
که تراوسه دې څه کړي وي دا به غالبا ډېر او کره نه وي، باید ډېر کار وکړې او په کره توګه یې وکړې، او که دې نه وي کړي چې تر اوسه تا څه نه وي کړي کله به یې کوې؟! هوکې، لا وخت شته ډېر څه کولی شې او په کره توګه یې کولی شې.
💚 دا مهال مو که مور او پلار ژوندي وي لوی غنیمت یې بللی شو او د هغوی شتون د الله رحمت او د جنت ګټلو مهمه ذریعه بللی شو، دا مهال د اولاد د روزني او ښووني په اړه هم دقیق غور کولی شو او که فرضا تقصیر او نيمګړتيا لرو جبيره کولی او تکمیلولی یې شو.
څلوېښت کلني ته نږدې، څلوېښت کلنو او یا لیږ وراوښتو درنو او محترمو وروڼو او خوندو! دا مو د ژوند بیخي مهم پړاو او ډېره د اهتمام وړ مرحله ده، دا مهال په مکرره توګه ژوند او خپل حالت ته بیا او بیا کتنه وکړئ، له سرو زرو ارزښتناک ژوند نیمایي برخه مو په يقيني توګه له لاسه وتلې ده او پاته یې شکمنه ده، خو د فرصت په صورت کې باید د دې ژوند هره ګړۍ د ګردي نړۍ له ارزښتناک توکي سرو زرو نه ډېره ارزښتناکه او ګران بیه وبولو، په ځانګړې توګه دا مهال باید له الله سره خپلو اړیکو ته ښه متوجه شو، په دین باندې د عمل پانګه باید په ژوره توګه ارزيابي کړو، چې ایا دا اړیکي او عمل به مو د دې وړتیا لري چې د اخرت په لویه او سخته ورځ کې نجات راکړي؟.