وروستي:

روژه، او څنګه يې بايد تېره کړو؟ (3/2)

ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني

د روژې ګټې

روژه دوه ډوله ګټې لري، مادي او معنوي، چې دغه ګټې به په لنډه توګه بیان کړو:

۱: روژه په بدۍ د امر کوونکي نفس (نفس اماره) د سکون لامل ګرځي، داسې چې  روژه له خوراک، څښاک او جماع څخه دځان ساتنې نوم ده او په عامه توګه چې کله انسان خوراک څښاک زيات کوي، د انسان سفلي جذبات لوړيږي او نفس اماره سکون او ډاډېینه له لاسه ورکوي.

۲: روژه له نفس، نفساني غوښتنو او د شيطان له وسوسو سره جهاد کول دي، ځکه کله چې روژه نيوونکی خوراک څښاک کم کړي نو د جسم د غړو فعالیت ورسره کمزوری کيږي، د شهوت تېزوالی او د نفس غوښتنې کميږي، دغه راز بیا که شیطان ورته د کومې ناوړې کړنې د ترسره کولو وسوسه واچوي؛ نو د نفس او غړي يې ورسره نه مني.

۳: روژه موږ د مسلمانانو يووالي، ايماني ورورولي ته ځير کوي، داسې چې په ټوله اسلامي نړی کې ټول مسلمانان او په خپل هيواد کې په ځانګړي دول په يوه وخت روژه نیسي او په يوه وخت روژه ماتوي چې دا مو دېته متوجه کوي چې موږ ټول د يوې کورنۍ غړي او مسئولیت او دنده مو يوه ده.

۴: روژه انسان دېته متوجه کوي چې بايد د ژوند په هره برخه کې بايد يوه منظمه کړنلاره او هغې ته د رسېدو ځانګړی مهالویش ولرو، ځکه چې روژه د يوه ځانګړي مهالویش نوم دی، داسې چې له سهار سپېدو نه مخکې له خوراک، څښاک، جماع څخه منعه او له لمر لوېدو سره راته یاد شيان روا دي.

۵: روژه په موږ کې د لورونې عاطفه پياوړې کوي او د بې وزلو له حاله مو خبروي، داسې چې کله په روژه کې وږي او تيږي شو؛ نو بې وزله راته په ياد کيږي چې موږ خو يوه میاشت دا لوږه نشو زغملی سره له دې چې زیات ثواب پرې هم ترلاسه کوو؛ نو د هغو بې وزلو به څه حال وي چې ټول کال په بې وزلۍ کې ژوند کوي، چې دا مو له هغوی سره مرستې او کومک ته هڅوي.

۶: روژه له ذهن سره مرسته کوي، داسې چې انسان ټول کال زيات خواړه خوري چې له دې سره يې په معده کې بخارات او تيزابيت حجم زیاتيږي؛ نو اړينه ده چې دغه تيزابيت له منځه ولاړ شي او هغه د روژې په نيولو له منځه ځي، او کله چې معده سمه وي د انسان دماغ او ذهن په فعاله توګه کار کوي، لقمان حکیم رحمه الله خپل زوی ته وويل: اذا امتلاءت المعدة، نامت الفکرة، وخرست الحکمة وقعدت الاعضاء عن العبادة. (موسوعة الفقه الاسلامي، ج: ۲، ص: ۵۰۰، ط: دار الفکر، دمشق)

ژباړه: کله چې معده ډکه شي، فکري قوه ويده کيږي او پوهه او حکمت ګونګيږي او د بدن غړي په سمه توګه عبادت نشي کولای.

۷: روژه موږ ته د امانت ساتنې او په پټه او ښکاره د الله جل جلاله څارنه را ښيي، داسې چې د يوه بنده په روژه يوازې الله جل جلاله پوهيږي، بل انسان پرې نشي پوهېدای ځکه چې ټوله ورځ يو تن د انسانانو په منځ کې نه وي؛ نو په خلوت کې کېدای شي څه وخوري يا يې وڅښي نو له دې امله الله جل جلاله ورته ستره بدله ورکوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: الصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ (البخاري، ج: ۲، ص: ۲۱۰۵، ر: ۷۴۹۲، ط: الطاف، کراچي)

 روژه زما لپاره ده، په دې معنا چې روژه بنده سره زما امانت دی او په دې خيانت يوازې زه پوهېږم؛ نو څوک چې پکې خيانت و نه کړي نو زه به يې په خپله بدله ورکوم يا به زه په بدله کې ورکول کيږم چې دا تر ټولو ستر نعمت دی.

۸: روژه انسان ته د صبر او زغم تعلیم ورکوي، داسې چې د روژه نيوونکي مخې ته ډول ډول خواړه پخيږي، بوی يې ور رسيږي خو خوړلی يې نه شي چې دا په انسان کې د صبر او زغم ماده پياوړې کوي.

۹: دغه راز روژه د ځان ساتنې او تقوا درس ورکوي، تقوا له حرامو څخه د ځان ساتنې نوم دی، کله چې روژه راشي نو ناوړه کارونو ګراف ټيټيږي ځکه چې په دې میاشت کې ټول شیطانان یا سرکښه شیطانان تړل کيږي او ورسره انساني نفس هم کمزوری کیږي او انساني شیطان د شرم له امله بديو ته له هڅولو څخه لاس په سر کيږي.

۱۰: روژه انسان شکر ته هڅوي، کله چې يو تن روژه نيسي؛ نو خوراک، څښاک نه کوي چې له امله يې انسان سره دا فکر پيدا کيږي که پوره کال مو خوراک څښاک نشو کولای، يا مو د ناروغۍ له امله څه نشو خوړلای يا بې وزله وای او د خوراک څښاک لپاره مو څه نه موندلی؛ نو ورسره انسان د مال او بدن دواړو شکر ته هڅول کيږي.

دغه راز الله جل جلاله روژه دار ته د زيات ثواب او د ځانګړيو نعمتونو د ورکړې ژمنه کړې ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: په جنت کې اته دروازې دي، له دغو څخه د يوې نوم ريان دی چې يوازې روژه داران به ترې جنت ته ننوځي (البخاري، ج: ۱، ص: ۸۸۴، ر: ۳۲۵۷، ط: الطاف کراچي).

په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: روژه به د روژه دار په اړه الله جل جلاله ته سپارښتنه کوي او الله جل جلاله به يې سپارښت قبلوي.

(کنز العمال، ج: ۸، ص: ۴۴۴، ر: ۲۳۵۷۵، ط: مؤسسة الرسالة، بیروت)