وروستي:

د حرمينو شريفينو او حاجيانو پر ضد د كفارو توطئې او مظالم

  عبدالمالک همت

 د تاريخ په اوږدو كي ځيني پرنګيان مكې مكرمې، مديني منورې او د حجاز نورو سيمو ته يا غلچكي يا د مسلمان په لباس كي يا په نورو ډولونو ننوتلي دي. چي ځيني وژل سوي، ځيني مسلمان سوي او ځيني خپلو وطنو ته په رسېدو سره خپلو واكمنو ته د هغو د سياسي،  جغرافيوي او ښكېلاكي موخو د پلي كولو لپاره رپوټونه او ليكني وړاندي كړي دي. پر دې سر بېره صليبي جګړه مارو د مكې مكرمې او مدينې منورې د نيولو هڅي هم كړي دي.

په ۵۷۶ سپوږميز.كال چي صليبي عيسويانو عكا لاندي كړې وه، پر مدينه منوره باندي يې د ناپاك بريد كولو او د نبوي مسجد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مقدس قبر د ورانولو او د رسول صلى الله عليه وسلم د مبارك  جسد د وړلو پلان جوړ كړى وو. په دې موخه د كرك د كلا رئيس پرنس ارناټ ( د مكه مكرمه، مدينه منوره نومي كتاب په [۱۵۸] مخ كي دغه نوم رينالډ ياد سوى دى ) د ۵۷۷ س.كال د حسن حسين د مياشتي په لومړۍ نېټه د يك شنبې په ورځ  خپل پياوړى پوځ له عكا څخه د مدينې پر لور وخوځاوه. هغه د  څو بېړيو ټوټې سره بېلي كړې او پر اوښانو يې بار كړې. كله  چي د ايله عقبې ته ورسېدى د عقبې په  خليج كي يې هغه ټوټې بېرته سره واچولې او بيا يې د هغو څخه په استفاده ينبع ته نژدې د حوراء پر ساحل بريد وكړ. بيا يې پر قافلو بريدونه وكړل او د يوې ورځي په واټن مدينې ته نژدې سول.

 دغه مهال د اسلام ستر اتل غازي صلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه ډېر سخت ناروغه وو او پوځونه يې هره خوا د صليبيانو سره په جنګ اخته وه. خو بيا هم د ايوبي كورنۍ يو قوماندان عزالدين فرخ شاه چي ښه چمتو والي يې هم نه درلود او په بل روايت حسام الدين لؤلؤ د پرنس ارناټ مخنيوي ته ورغى او داسي يوه زوروره حمله يې پر وكړه چي د پرنس پوځ په زرګونو مړي پرېښوول او نور وتښتېدل. چي له دې وروسته پرنس د ختيځ پر ارشو هيڅ ټينګ نه سو. ( مختصر تاريخ خلافت اسلاميه، ۱۹۷مخ او دولت عثماني
از اقتدار تا انحلال،۱۹۶مخ ).

      ابن جبير رحمة الله عليهپه خپله سفرنامه كي د دغي پېښي يادونه كوي او وايي :” كله  چي اسكندريې ته ورسېدو ومو ليدل چي ډېر خلك د رومي اسيرانو ليدو ته ور درومي. اسيران يې چپه پر اوښانو سپاره كړي وه او ډول او سرنا يې پسي وهل. هغه د پوښتنو او د وركړل سوو معلوماتو پر اساس دغه كيسه كوي او وايي  چي دغو مسيحي پوځيانو د حاجيانو بېړۍ لوټ كړي وې، بل ځاى يې د حاجيانو شپاړس بېړۍ سوځلي وې، بيا  چي عيذاب نومي ځاى ته رسېدلي وه د حاجيانو يوه بله بېړۍ يې نيولې وه. د عيذاب پر لار يې د  حاجيانو بل كاروان لوټ كړى وو او ټول كاروانيان يې وژلي وه. د يمن د سوداګرو دوې نوري بېړۍ يې چي د مكې او مدينې د يو كلني آذوغي څخه ډكي وې هم سوځلي وې او د يوې ورځي په واټن مدينې منورې ته نژدې سوي وه  چي له مصر او اسكندريې څخه د مسلمانانو بېړۍ پسي ورورسېدې او له بله پلوه د نامتو حاجب لؤلؤ نومي په قومانداني هم مغربي سمندرې پوځ پسي ورورسېد. چي د جګړې په پايله كي ځيني مسيحيان ووژل سول او ځيني اسير ونيول سول“.( وګورئ سفرنامۀ ابن جبير ۹۲ مخ ).

  د فضائل المدينة المنوره په (۲/ ۲۵) مخ كي ليكي چي له دې امله اتل ايوبي رحمة الله عليه پتېيلې وه او نذر يې ايښى وو چي د كرك دغه واكمن ارناټ نومى به نيسي او په خپل لاس به يې وژني. نو هغه وو چي په ۵۸۳ س.كال يې هغه د حطين په جګړه كي اسير كړ او په خپل لاس يې وواژه. رحمت دي وي پر دغسي هوډمنو مسلمانو رهبرانو او مرګ دي وي د كفارو پر ګوډاګيانو او د مسلمانانو پر خواروونكو باندي.

      بيا د شپاړسمي عېسوي پېړۍ په لومړيو كي پر تګاليانو د خپلو صليبي موخو او طرحو په دوام چي په ډېر قساوت او خشونت سره يې تعقيبولې، غوښتل چي سره سمندرګي ته په رسېدو سره حجاز ته ورتېر سي، د جدې ساحل ونيسي، پر مكه مكرمه بريد وكړي او مسجدالحرام او كعبه شريفه له منځه يوسي. بيا مدينې منورې ته ولاړ سي د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارك قبر لڅ كړي، بيا بيت المقدس ته ولاړ سي، هغه ځاى هم ونيسي او په دې توګه دغه درې ستر او متبرك جوماتونه په خپل اختيار كي راولي. په دې موخه د پرتګال جنګي بېړۍ سره سمندرګي ته ورسېدلې او دوه واره يې د جدې د ساحل د نيولو لپاره جګړې ته ورودانګل: لومړى يې په ۹۲۳سپوږميز (۱۵۱۷ع.) كال او بيا يې په ۹۲۶س. (۱۵۲۰ع.) كال بريدونه وكړل خو دواړه واره يې د عثماني دولت له ځواكونو څخه ماته وخوړل. 

دغه راز ادميرال (اميرالبحر) البوكرك چي د پرتګال لپاره يې ستري مستعمرې تسخير كړې، په هند سمندر، سور سمندرګي، عربي سمندرګي او د فارس په  خليج كي د پرتګال د بېړيو د  حاكميت د ټينګولو لپاره امر ور كړ  چي ټول هغه حاجيان چي د آسيا د سهيل ختيځو هيوادونو، د هند د نيمي وچي او د افريقا له ختيځ څخه په  بېړيو كي د حج د فريضې د اداكولو لپاره روان وه ونيسي يايې په اوبو كي غرق كړي يا يې په اور وسوځوي او يا يې په لويو لوښو كي تېل داغه كړي.

   روسى تاريخ پوه ګريګوري بونداريفسكي ليكي : ”ما د پرتګال د پاچا دوهم ايمانوئيل په نامه د البوكرك ليك مودلى دى چي په هغه كي نوموړي وړانديز كړى دى چي سپاره ځواكونه دي د ينبع ساحل ته ورسول سي څو د هغو بېړيو چي د هغه مهال نوي نظامي لاسته راوړني بلل كېدې د توپچيانو په ملاتړ په يوه برېښنا ډوله بريد د مدينې منورې ښار فتح او د حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم مبارك  جسد د هغه له قبره راوكاږي او د نيزبون ښار ته يې ولېږدوي، څو وروسته اسلامي واكمنو ته وويل سي چي دغه جسد به د حضرت عيسىٰ عليه السلام د تابوت، بيت المقدس او د منځني ختيځ د ځينو نورو مځكو په بدل كي وروسپارل سي. خو پرتګاليان د دې نخشې په پلي كولو بريالي نه سول“.( قيافۀ واقعى دشمنان مردم مسلمان  ۱۲مخ ).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*