پنځلسمه لويه ګناه ـ په قصد سره دلمانځه قضا كول- لومړۍ برخه
ليکنه: مولوي عبدالسلام ضعيف
قوله تبارك وتعالى: فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا (103)
ژباړه:كله چې ادا کړی تاسو فرضي لمونځ نويا دوی الله (جل جلاله) يا دا چې دلمانځه اراده وکړی نو يا دوی رب خپل په حال دولاړي كښي چې روغ ياست، په حال دناستي او په حال دڅنګ وهلو کې كه چيري تاسو مريضان ياست، او چې كله مطمئن سوه لاست له سفره يا له خوفه څخه نو قائموی او ادا كوی لمونځونه خپل سره دټولو اركانو ادابو او واجباتو، بېشكه چې لمونځ دالله (جل جلاله) له خوا په مؤمنانوباندې په خپلواوقاتواووختونوکې چې معين اومعلوم دي فرض ګرځيدلی دی .
په پورته ايت سره دلمانځه دفرضيت، هم دارنګه دهغه دادا كولوپه اړه په مطمئن ډول سره په خپلو اوقاتو کې ذكر وسو، همدارنګه مؤمن په هر وخت کښې دالله له لوري مكلف دی چې دلمانځه اداپه خپل وخت وکړي، كه دغه بنده جوړوي او كه مريض وي، كه مسلمان مقيم وي او كه مسافر وي،خوهغه بايددلمانځه لپاره امادګي ولري وقوله تعالى: فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (59) إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ شَيْئًا (60)
ژباړه: وروسته ترنبيانواوښوخلکوداسي خلک پيدا سول چې ددوی څخه وروسته وه داسي بد خليفګان وه چې ضائع کوله به دوی لمونځونه خپل او متابعت وکړ دوی دنفساني شهواتو، پس ژر به يوځای سي دوی له بد عاقبت سره چې هغه غی دی، مګرهغه چاچې وروسته له دې ارتكابه څخه هغه په اخلاص توبه ويستل او ايمان يې راوړی په حقه سره اودهغه وروسته يې ښه عمل وکړی، نو الله پاک به يې توبه قبوله کړي اودوی به جنت ته ننوزي او هيڅ نوعه ظلم به په دوی باندې ونه کړای سي، چې په هغه سره ددوی دعملونو ثواب كم کړای سي او ياددوی دعمل په نقص سره دهغوی عذاب ډير کړای سي،علماءکرام وايي چې بغي په دننه د جهنم کې يوه ناوړه داور شيله ده چې ډيره ژوره او بد طعمه ياني بدخونده اوبوی ناکه ده.
وقوله تعالى ويلٌ۬ لِّلۡمُصَلِّينَ (٤) ٱلَّذِينَ هُمۡ عَن صَلَاتِہِمۡ سَاهُونَ (٥)
ژباړه،پس هلاک ،يا افسوس او يا كنده ددوزخ ده لپاره دهغه چا چې لمونځ كوونکې دي خو دلمانځه څخه خپله غافله او لا اباله وي، بې خبره وي پخپلو وقتونو ادابو او كولودلمانځه سره، دلته دالله (جل جلاله) دمبارك كلام دري نوعه ايتونه ذكر سوه چې په اول سره دلمانځه فرضيت ثابت سو، په دويم او دريم سره دلمانځه دضائع كوونکې او نه اهتمام كوونکې ايداد او سزا ثابته سوه، حضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) وايې چې دلمانځه دضائع كولو مانا دانه ده چې يوسړی دې لمونځ په صورت قطعي سره ترك اوپريږدي ،دلمانځه دضائع کولومطلب دادی چې لمونځونه په خپلو وقتونو كښي اداء نه کړای سي ياني اهتمام دلمانځه نوي، حضرت سعيد ابن مسيب امام التابعين(رضي الله عنه) وايې، چې ضائع كوونکی دلمانځه هغه چاته ويل کيږي،دمثال په ډول چې لمونځ دماسپښين نه كوي ترڅوچې د ماځيكروخت داخل نه سي، او دارنګه ماځيګر تر ماښام، ماښام تر ماخستنه، ماخوستن تر سهاره، سهار ترلمر ختو پوري په خپل وخت سره نه اداکوي، دغه سي مسلمان ته دلمانځه ضائع کونکی ويل کيږي، خو نور ډير علماء كرام بياضائع كوونکې دلمانځه تارك الصلاة بولي،کوم چې بېخي يې لمانځه ته شاه وګرځولي وي، دحضرت سعد بن وقاص رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی هغه وايې چې ما د ((فويل للمصلين)) دووايتونواړه درسول الله (صل الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وکړه، چې داکوم كسان بلل کيږي،په جواب کې هغه راته وويل چې دا هغه چاته ويل کيږي چې لمونځونه په خپل وقت کې اداء كوي،هغوی دلمانځه دکولو اهتمام نه كوي اوهغه سپك ګڼي نوداسي كسانوته، كه څه هم هغوی ته لمونځ ګذاره ويل کيږي خوپه حقيقت دهغوی اهمتمام کم وي، دويل كنده په جهنم کې يوه ډيره عميقه كنده ده چې مختص دهم داسي كسانو لپاره ده چي لمونځونه په اهتمام اوغور سره نه اداکوي والله اعلم.
مګر كه چاچې توبه په اخلاص سره ويستل او خپل عادت يې اصلاح کړی، نوالله (جل جلاله) به ورته عفوه وکړي وقوله تعالى يَـٰٓأَيُّہَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُلۡهِكُمۡ أَمۡوَٲلُكُمۡ وَلَآ أَوۡلَـٰدُڪُمۡ عَن ذِڪۡرِ ٱللَّهِۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٲلِكَ فَأُوْلَـٰٓٮِٕكَ هُمُ ٱلۡخَـٰسِرُونَ (٩)
اي هغه كسانو چې تاسوايمان راوړيدی،نو تاسو دي نه اشغالوي مالونه ستاسو چې دهغه په خرڅولو او رانيولوسره او يا كاركولوباندې مصروف سي او اولادونه ستاسي چې دهغوی سره په لهو او لعب سره مشغول سی دذكراوديادوني څخه دالله (جل جلاله) چې هغه لمونځ دی، هغه څوك چې هم داسي دلاابالی عمل ترسره كوي نو په تحقيق سره هغوی خاسرين او تاواني دی
دکلام الله په بل ايت کې اموال او اولاددواړه فتنه بلل سويدي،اوپه بل ايت کې ځيني اولادونواوازواجوته دښمنان ويل سويدي چې بايددهغوی دشرڅخه په کلکه پرهيزوسي ترڅودالله په معاصي اونافرماني کې انسان واقع نسي، يعني دهر انسان لپاره تر ټولو ضروري داده چې خپل لمونځونه په خپل وخت سره ادا کړي او ښه متوجه سي، چې ددنيا هيڅ روزګار يې دلمانځه دکولوڅخه غافله نه کړي، ځكه هره ګټه چې څومره ډيره هم وي كه دلمانځه تاخير او ترك پكښي کيږي، هغه په حقيقت كښي دهرچالپاره لوی او غټ تاوان دی خوانسان په دنياکې په خپل تاوان باندې ډيرکم پوهيږي،و قوله رسول الله (صل الله عليه وسلم) {عن جابر بن عبدالله (رضي الله عنهما) قال قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) بېن الرجل وبېن الكفر ترك الصلاة } رواه احمد ومسلم كتاب الايمان 134.
{وفي رايةٍوقال بېن الرجل وبېن الشرك والكفر ترك الصلاة} رواه ابو داود والنسائي ولفظه ليس بېن العبد و بېن الكفر الا ترك الصلاة تركه ولفظه بېن الكفر والايمان ترك الصلاة ابن ماجه ولفظه قال بېن العبد وبېن الكفر ترك الصلاة .
{وعن بريدة (رضي الله عنه) قال: سمت رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول: العهد الذي بېننا وبېنهم الصلاة فمن تركها فقد كفر} رواه احمد وابن ماجه وابو داود والنسائي والترمذي وابن الحبان والحاکم.
دحضرت جابر (رضي الله عنه) څخه روايت دى هغه وايې چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) وفرما
يله په منځ دسړي او كفر کې پريښودل دلمانځه دي، هم دا مفهوم په نورو حديثونو کې په مختلفو الفاظو سره ذكر سويدی لكه ((په مابېن دكفراو ايمان كښي پريښودل دلمانځه دي)) ((په مابېن دبنده او كفر كښي تركول ياپريښودل دلمانځه دي)) ((نسته په منځ د بنده او دكفر كښي مګر پريښودل دلمانځه)) تقريبا ديته ورته احاديث دحديثونو په ټولو كتابونوکښې په مختلفو الفاظو سره راغلي دي، دحضرت بريدة (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايې چې ما دخير البشر (صل الله عليه وسلم) څخه پخپله اوريدلي دي، چې هغه مبارك به ويله هغه وعده او ميثاق چي زموږ او دكفارو ترمنځ دی هغه لمونځ دی، نو كه چالمونځ ترك کړاو لمونځ يې پريښودی دنو په تحقيق سره چې هغه كافر سو همدارنګه ابن ماجه او نور داحاديثو كتابونه دحضرت عبدالله بن شقيق تابعي (رضي الله عنه) له خولي څخه روايت كوي هغه وايې چې مابه درسول الله (صل الله عليه وسلم) ملګري اواصحاب مباركه ليدله چې په هيڅ يوبد عمل سره به يې چا ته دكفر نسبت نه كاوه غير دلمانځه دپريښودونکي څخه، يعني هغوی به هغه چا ته نسبت دكفر كاوه چې هغه به تارک الصلاة وه يعني لمونځ به يې پريښودی اونه به يې کاوه. متفق عليه.
په يوه بل حديث شريف کې راځي چې كله حضرت عمر (رضي الله عنه)دابولؤلؤغلام له لوري زخمي سو،نوهغه مبارك ډير په تکليف اوپه عذاب وو صحابه كرامو(رضي الله عنهم)به چې کله هغه ته دلمانځه دوخت ذكراويادونه وکړه، نو هغه به وويل چې لمونځ به ضرور كوم، ځكه كه څوك لمونځ نه كوي نود هغه لپاره په اسلام کې هيڅ حصه اوبرخه نسته، هم داسي به يې په تكليف اوسختی سره لمونځ ادا کړی، په داسي حال کې چې ويني به يې تر زخم څڅيدلي، الموطا وغيره. دهم دي حديث په شرحه اوتفسير كښي علماء كرام وايې ((اما انه لاحط لاحد في الاسلام اضاع الصلاة)) چې څوك لمونځ ضائع كوي هغه به دمسلمانانو په ډله كښي په ورځ دمحشر نه راپاڅيږي بلكه تارك الصلاة به په ورځ دمحشر ددغو څلوروكسانو په ډلو كښي راپاڅيږي، اول داچې دلمانځه پريښودونکې به ياد مال په ګټه ياطلب، ياد پاچاهي اومنصب، يا تجارت او يا په وزارت سره مشغوله وي، هغه څوك چې لمونځ ددنياد شغل له کبله ځيني پاتي سي، دقارون سره به يوځای راپاڅيږي او كه دپاچاهي په شغل دچاڅخه لمونځ پاته سي نو دفرعون سره به يوځای راپاڅيږي، كه دوزارت دچارو په شغل دچاڅخه لمونځ پاته سي، دهامان سره به يوځای راپاڅيږي، كه دتجارت په شغل دچاڅخه لمونځ پاته کيږي، نو دابی بن خلف سره به يوځای راپاڅيږي،كوم چې دمشرکېنو غټ تاجر وه.
والله اعلم
نوربيا…