وروستي:

پر افغانانو دکلتوري يرغل درانه ګوزارونه

رفيع الله روشن ـ

     نن چې موږ ګورو په عام ډول ټول او په خاص ډول ځوانان د نورو او بهرنيو ترهر اړخيز کلتوري يرغل لاندې راغلي دي اوممکنه ده چې خپل کلتور،عنعنات،دود او دستورونه موله منځه ولاړ شي.

دبېلګې په ډول، نن سبا چې ځوانان کوم څه په خپلو مذهبي مراسموکې کوي کوم يو يې زموږ له افغاني رسمومو سره برابر دى ، دخوښيو په پروګرامونوکې لکه ودونه،کوژدې،کليزې اونورو پروګرامونوکې نراوښځې سره ګډ ګرځي راګرځي،ايا دا کلتوري يرغل ندى؟ايا ديوچا دکاليزې لمانځل زموږ په پخوانيو عنعناتوکې وو،نه هېڅکله هم نه نو ووايي چې ايادا دبل چاکلتوري يرغل دى اوکنه؟

په همدې ډول،يووخت باليووډ سينا(ياهندسينما)لخوايو فلم جوړ شو چې (تيري نام)نومېده،په هغه کې دفلم دمرکزي لوبغاړي چې سلمان خان دى، يوډول وېښتان جوړ کړي وو چې ،له هغې ورځې تر نن پورې په افغانستان کې تېري نام رواج شو،دهر ځوان په غاړه لاکت ،په لاس کې لاس بندپروت وي .

اوياهم دې هېواد ته هندي،ايراني،ترکي او امريکايي فلمونو او هغو سريالونو چې هره شپه له ماښام شپږ بجودشپې تر لسوبجو له هر ټلوېزيون څخه په نوبت سره خپرېږي له ځانه سره څه رانه وړل، که له يوه ځوان هلک يا ځوانې نجلۍ څخه يې په تن دلباس په اړه وپوښتنې نوبه درته حتماً وايي چې (مير اوياهم تلسي )کالي دي چې دواړه ديوه هندي سريال لوبغاړي دي،کوم څه چې ځوانان او حتى ماشومان دشپې لخواپه سريال کې وګوري او واوري سبايې په کړو وړو، عمل او ويناکې هماغه تاثيرات له ورايه معلومېږي نوکه دا کلتوري يرغل ندى نوبيابه څه وي.

هلک او نجلۍ له واده څخه مخکې په ازاده توګه سره ليده کاته ناسته ولاړه کولى شي حال داچې داپه اسلام کې نشته دازموږپه افغانيت کې مخکې له دې نه وو،اياداکلتوري يرغل دى اوکنه؟

دخوښيوپه مراسموکې نراوښځې سمبال ځايونو ياارايشګاووته روان وي چې يودبل فرق هم نه سره کېږي،اياتاسو خپل تېر تاريخ ته يوځل يوه ځغلنده کتنه وکړئ چې کله داسې شوي وو،نوڅه وايي چې کلتوري يرغل يعنې څه؟

کله چې مو ځوانان له هېواده بهر ووځي نوکله چې بېرته راځي په ډېرکم وخت کې يې دخپل هېواد ټول رسمونه هېرکړي وي اوله يوه بل کاملاً نوي کلتور سره هېواد ته راستون شي چې دلته يې اول په خپلې کورنۍ تحميل کړي او بيا په مرور سره نوروته سرايت کوي،دې هرڅه ته وايي کلتوري يرغل.

څنګه کولى چې دنورو دکلتوري يرغل تر اغېزې لاندې رانشو،دحل ډېرې لارې لري که چېرې موږ وغواړو،نو راځئ چې خپل کلتور،عنعنات دبل عنعنوي ياکلتوري يرغل تر پښولاندې نکړو،دنورو هېوادونو رسمونه په خپل هېوادکې رايج نکړو اوهڅه وکړو چې دغه معنوي پانګه تل لپاره حفظ او وساتو ترڅو که په دې نړۍ نه وي چې په هغې نړۍ کې خو خداى ،رسول او تېرو نيکونو په وړاندې شرمنده نه شو.