د سولې یوه تازه “سودا” رسوا شوه
تحسین الله ژمن
د امريکايي سياستوالو د مغرض سياست له مخې چې کله ناټو په افغانستان کې خپله ماتې درک او تلفات يې په نړيواله کچه شرموونکي حالت سره مخ شول، نو سمدواره يې له خپلو وسله والو مخالفينو سره د کاذب جوړ جاړي ظاهري هڅې پيل کړې او ددغه بهير لپاره يې تر ټولو لنډه او د ځان لپاره ګټوره لار د سولې په نوم د يوې پروسې رامنځته کول وو، چې بلااخره يې په همدغه نوم کابل کې يوه شورا جوړه کړه.
ددغې شورا له رامنځته کېدو تراوسه نه کوم رښتينی طالب افغان دولت سره يوځای شوی دی او نه هم په هېواد کې د روانې جګړې زور کم کړل شو، بس لکه څنګه چې له لومړي سره ډېری کارپوهانو دا شورا د امريکا يوه پروژه او په کې معاش اخيستونکي هسې وخت اړوونکي ګڼلي وو، د وخت په تېرېدو يې د ګټې پرځای رښتيا هم زيان ډېر ځکه شو چې له يوه اړخه دومره پرېمانه ډالر هسې په اوبو لاهو شول او له بل هغه ددغې شورا غړي په نورو سوداګريزو لارو سر شول.
څو ورځې وړاندې يوه کس راته کيسه کوله چې کوم دوست يې په ننګرهار کې ملي امنيت له طالبانو سره د اړيکو په تور نيولی او بيا يې پلازمېنه ته راوستی دی.
د ويونکي په وينا چې د دوست درک يې په ۹۰ رياست کې وشو، خو ده يې د خلاصون او يا ورسره په دې اړه د مرستې په نيت د سولې شورا د يو غړي شهزاده شاهد لیدنه غوره وګڼله.
د هغه په وينا کله چې يې شهزاده شاهد سره يې د هغه په کور کې وليدل او ياده قضيه يې ورسره شریکه کړه، نو هغه ورته ويلي وو چې ته درې میاشتې وروسته بيا راشه سره به خبرې وکړو.
نوموړي ورته دا هم ويلي وو چې دوست يې په پوره ضمانت سره نه وسله والو طالبانو سره لار لري او نه هم کوم بل دولت ضد فعاليت باندې تورن دی، خو موږ يې چې د ژر خوش کولو هڅه کوو کور کې يې يوازې مېرمن، زړه مور او واړه اولادونه بې سرنوشته پاتي دي، مګر شهزاده ورته سمدستي له مرستې مخ اړولی و.
دغه کس راته ويل، همدا چې شهزاده شاهد له خپلې مهمانخانې د کور په خوا روان شو، څو شبېبې وروسته يې يو بل ورور زما تر څنګ راغی او رسا يې راته وويل چې که بندي شوی کس دې غواړې نو ۳۰۰۰۰ ډالر راکړه او درې مياشتې وروسته يې له ما وغواړه.
ورغلی کس په ډېرې نهيلۍ د شهزاده له کوره راوتی او رسا زما ترڅنګ راغی، الله شته خوا مې پرې ډېره بده شوه او د سولې له تشريفاتي شورا مې زړه تر سور کافر هم ډېر بد شو.
که رښتيا دوی د سولې لپاره کار کولی نو ددغه رنګ وګړو سرنوشت معلومول خو د همدوی دنده ده ترڅو د دولت او وسله والو ترمنځ روغه جوړه وکړي، حال دا چې د ملي امنيت لخوا نيول شوی دا کس نه کوم طالب او نه هم کوم بل وران کاری و، خو صرف په مخ يې ګيره وه او د شک په بنياد چې وروسته يې د پوښتنې څوک نه و، تر ۹۰ ریاست پورې رارسول شوی و.
خو ګمان کېږي چې د سولې شورا په دې پروسه کې له ملي امنيت سره په ګډه يوه بله پروژه پیل کړې، هغه د همدغه ډول بې ګناه خلکو په لوی لاس له وسله والو مخالفينو سره په لاس لرلو تورنول او بيا د بلا ډالرو په بدل کې خلاصول دي.
که داسې نه وي نو د شهزاده ورور د کوم جرآت له مخې له دغه کس نه د ۳۰۰۰۰ ډالرو غوښتنه کړې وه او په کوم ډاډ يې د ۳ مياشتو وروسته خوشې کولو خبره کوله، ترڅو يې ورسره ورور او نور لوړ پوړي ښاغلي ملګري نه وي؟!
د سولې شورا په چارو خو له لومړي سره نيوکې وې چې نه په کې وړ کسان په دندو ګمارل شوي دي او نه يې ژمنتيا هغسې ده چې دوی دې د دولت او طالبانو ترمنځ رښتيا هم کوم ګټور ګام واخيستی شي.
بس ددې ملت دې خدای مل شي، نه يې چا په بده ورځ درد دوا کړی شو او نه په ښه، بالايي يې غوښې په نوکانو ترې تراشي، خو دارنګ سوداګر دې په ياد ولري چې يوه ورځ به ددغه رنګ کړنو او سوداګريو پوښتنه ترې کېږي، که په دنيا نه وي اخرت خو بيا د مظلوم انسان لپاره يو تسکينوونکی ډاډ لري.