حامد افغان
ښایسته او ایمان تازه کوونکې کیسه
جریر بن عبدالله رضی الله عنه وای: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ووتلو ، له مدیني منورې چې یوڅه ازاد شوو ، کتل مو چې یو سپور زموږ خواته راروان و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : دا سپور ستاسو لورته راروان دی، هغه سړی موږ ته راورسیدی او سلام یې وکړ موږ ځواب ورکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل له کومه ځایه راغلې؟ هغه ورته وویل : له کور ،اولاد اوخپل قوم نه راغلی یم ، بیا یې ورته وویل: چرته ځې؟ هغه وویل: رسول الله مي په کار دی، ده ورته وویل: پیدا دي کړ .
هغه سړي وویل: یارسول الله! ایمان څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ایمان دادی چې دا شاهدي ووايې چې له الله پرته د عبادت څښتن نشته او محمد د الله رسول دی، او لمونځ وکړې، او زکات ادا کړې، او روژه ونیسې ، او د بیت الله حج وکړې. هغه سړي وویل : زه دا اقرار کوم .
جریر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: هغه سړی په اوښ سپور او د اوښ د مخ پښه یې د مږو په غار کې ننوتله ، اوښ ولویدی او سړی یې هم وغورځاوه، د سړي ککرۍ په ځمکه ولګیدله او مړ شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : سړی راپورته کړئ ، عمار بن یاسر او حذیفه بن الیمان ورغلل او سړی یې راکیناوه ، هغوی دواړو وویل : یارسول الله سړی مړ دی . دی وایي په دې وخت کې رسول الله صلي الله علیه وسلم له هغه سړي نه مخ واړاوه ، وروسته یې هغو دواړو ته وویل : ما له هغه سړي نه مخ ځکه واړاوه چې دوو ملایکو يې په خوله کې د جنت میوه ورکوله ، نو زه پوه شوم چې سړی وږی مړ شوی دی.
وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : دا کس له هغو خلکو دی چې الله جل جلاله یې په هکله ویلې دي : الذين آمنوا ولم يلبسوا إيمانهم بظلم . (پوره ایت : الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الأمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ(سورة الانعام ایة ۸۲) یعني هغه خلک چې ایمان یې راوړی وو او له ایمان سره یې ظلم نه وي ګډ کړی ، هغوی لره امن دی او هغوی په سمه لا روان دي.
جریر وایي: بیا موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې دی درواخلئ ، موږ هغه اوبو ته یووړ ، غسل مو ورکړ ، خوشبویې او کفن مو هم ورکړل ، او قبرته مو ورساوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او د قبر په غاړه یې کېناستی ، او ویې ویل : ده ته لحد جوړ کړئ ، د قبر منځ مه ورته څیرئ ، ځکه زموږ لحد دی او دنورو د قبر منځ څیرل دي ، په یوه بل روایت کې راغلې دي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : د ده عمل ډېر کم او اجر یې زیات و . (رواه احمد في مسنده)