وروستي:

اسانه نېکۍ- لومړۍ برخه

 يوڅوضروري خبرې

په دې مضمون کې دهغونيكوچارو يادونه کوو چې په ترسره كولوكې يې كه څه هم کومه ځانګړې سختي اوستونزه نشته خو بدله اوثواب يې ډير وي ،ددې مقصددادى چې په دې اسانه ښېګڼودعمل کولواوداخرت له پاره دپانګې برابرولو مينه په زړوکې پيداشي، مګرددې مضمون دلوستلوپروخت څوخبرې په پام کې نيول ضروري دي

۱- څرنګه چې ددې مضمون موضوع يوازي دهغه ښېګڼوبيانول دي چې ډيرې اسانه دي اوهرڅوک يې سمدلاسه له کومې ځانګړي ستونزې پرته ترسره  کولاى شي ،له همدې امله پکې د فرائضو ،واجباتواونوروضروري عملونو يادونه نه ده شوې، دلته دا خبره په پام كې نيول پکارده چې دين يوازې په هغو عملونو کې نغښتى نه دى چې په دې مضمون کې يادشوي ،بلکې دين دژوند په هره برخه كې حكمونه اولارښونې لري اودادهر مسلمان وظيفه ده چې په ټولوارکانو، فرائضواو واجباتوعمل وکړي اودګناوو څخه ځان وژغوري، مګرددې کتاب دوه مقصدونه دي ،يومقصديې دادى چې کوم خلګ لا دمخه  فرائضواوواجباتوته پاملرنه کوي  هغوي لا نور وهڅول شي چې په خپلوعملناموکې په اسانۍ سره ډيره ارزښتناکه زياتونه وکړاى شي.

٢- دوهم مقصديې دادى چې کوم خلک له دين نه بې پروا او ناخبره دي اوددوى په اند دين يوسخت شى دى ، هغوى داسې نېكيوته وهڅول شي چې پيل کول يې هېڅ ګران نه وي اوددې اسانه عملونو له لارې ددين پر خواپرمختګ کولاى شي ، که چېرې دوى دې اسانه عملونو ته پاملرنه وکړي نوکه خداى کول په زړو کې به يې وارپه وار ددين په ټولوحكمونو د عمل کولو مينه پيداشي چې په پاى کې به په ټول دين عمل كول ورته اسانه شي .

٣-دريمه خبره داده چې: په دې کتاب کې ځاى پر ځاى داسي حديثونه راغلي چې په هغوكې دځينواسانه نېكيو په ترسره کولو دګناوو دبښنې ژمنې شوې دي، ددې حديثونو دکتنې پرمهال داخبره په ذهن کې نيول په کارده چې دنېكيوله امله چې كومې ګناوې بښل كيږي هغه يواځې وړې (صغيره )ګناوې دي ،ترکومه ځايه  چې دلويو(کبيره)ګناوو خبره ده نوهغه يوازې له توبې سره بښل کيږي ، قرآن کريم کې الله جل جلاله فرمايي:

 إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ  [نسا‌ء :٤.٣١]

ژباړه :که چېرته تاسودهغولويولويوكارونوڅخه  چې تاسو ترې منع شوي ياست ځان وساتئ نومونږبه ستاسوګناوې  وبښو.

دغه راز هغه ګناه چې له حقوق العباد سره يې اړه وي ترهغونه بښل کيږي ترڅو ياحقدارته خپل حق و رسيږي يايې حقدارو بښي ، په دې کتاب کې چې دبېلابېلوښېګڼولاندې دکومو ګناوو دبښنې يادونه شوې له هغې نه بايدداغلطه انګيزه وانه خيستل شي  چې ګواكې له توبې پرته ديوڅواسانه نيكيوپه ترسره كولولويې ګناوى هم بښل كيږي

په اصل کې خبره داده چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې (په كوم چاپېريال كې)په بېلا بېلو ښېګڼودګناه دبښنې يادونه کړې هلته دافکر نه کيدلو چې يومؤمن دې په يوه لويه ګنااخته وي اوبيادې له هغې څخه توبه هم نه باسي ، نو له خلګونه ډېرځله وړې ګناوې کيدې ، له همدې امله نبي کريم صلی الله عليه وسلم دهغې دبښنې يادونه کړې ، له دې څخه دلويې ګناه په سخت والي اودتوبې په ضرورت اوارزښت كې هيڅ ډول كموالى نشي راتلاى .

دې دواړه خبروته په پام سره  ښايي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم هغه قول هم له ياده ونه باسو چې وايې  :

لاتحقرن من المعروف شياً .

يوه نيكي هم  سپکه  مه ګڼئ !

نوبايد دشيطان په دې تيروتنه ونه غولېږو چې :که چېرې مونږ ددين دغټوغټوکارونو څخه بې برخي يونوداوړې وړې نيكۍ  به مونږته څه ګټه راورسولاي شي ؟ رښتيادادي چې دښېګڼي هيڅ عمل وړوکي نه دى اوکله هم چې دهري ښېګڼې وس ورسيږي هغه بايدغنيمت وګڼل شي اوهرومروپرې عمل وشي ،څه لرې ده  چې الله تعالى داښېکڼه قبوله کړي ؟  چې  له برکته به يې زمونږ پاتې ژوند هم نېکرغه شي .

له دې جذبې اومنځ لاري فکرسره به که خداى کول ددې کتاب کتنه ډېره ګټوره وي ،الله  جل جلاله دې په خپل فضل اوکرم سره په خپل دربارکې قبول وګرځوي اوددين په ټولو احکامو دې مونږ ته دعمل کولو توفيق راکړي

آمين ثم آمين

[١] پاک نيت

نيت الله تعالى مومنانوته هغه کيمياوي نسخه ورکړې چې له امله يې هرمسلمان دلږ پاملرنې سره له خاورو څخه زرجوړواى شي، نبى کريم  صلی الله عليه وسلم فرمائي: دټولو عملونو بنسټ په نيتونوپورى دى ، ځينې خلګ له دېنه دامطلب اخلى چې له ښه نيت سره نارواکارهم روا کيږى اوګناهم عبادت ګرځى .داخبره بيخى ناسمه ده ، ګناپه هروخت کې ګناده که له هرڅومره ښه نيت وشي رواکيداى نشي .

دبيلګي په ډول يوسړى ديوچاله کوره په دې نيت غلاکوى چې هغه مال به بياصدقه اوخيراتوي،نوله دې سره دده دغلا ګناه نه بښل کيږي ،البته دنبي کريم  صلی الله عليه وسلم دپورتني حديث مطلب دادى چې:کله هم په ښه کارثواب نه ورکول کيږي ترڅوهغه دښه نيت سره ونشي ،دبيلګې په ډول دلمانځه ثواب هغه وخت ورکول کيږي چې يوازې دخداى  جل جلاله  درضالپاره وشي اوکه دځان ښودنې لپاره وي نونه يواځي ثواب له منځه ځي بلکې  ګناهم ده .

اوبل مطلب يې دادى اوددې يادول مقصودي دي هغه داچې کوم کارونه  مباح دي دهغواصل حکم خودادى چې نه پرې ثواب شته نه ګناه، مګرکه دغه مباح کارله ښه نيت سره وشي نوعبادت ګرځي اوثواب پرې ورکول کيږي ، مثلادډوډۍ  خوړل مباح دي ،مګرکه  يوڅوک ډوډۍ په دې نيت خوري چې په دې سره به زمابدن ځواکمن شي اودغه ځواک به بيادخداى  جل جلاله  په عبادت کې کاروم نودده دغه ډوډۍ خوړل هم داجرلامل کرځي ،يا په دې نيت خوراک کوي چې خداى  جل جلاله  پر ما زمادځان حق ايښى نوددغه حق دپرځاى کولولپاره خوراک کوم ، ياپه دې نيت چې له دېنه خونداوهوسايي ترلاسه کړم نودالله  جل جلاله  شکربه اداکړم .

دداسې نيتونوسره ډوډۍ خوړل هم ثواب دى ، مطلب داچې په ژوند کې هيڅ داسې مباح کارنشته چې له ښه نيت سره وشي اودثواب لامل ونه ګرځي ، دښه نيت يوڅوبيلګي چې مونږپرې ثواب لاس ته راوړاى شوپه لاندي ډول دي

١- روزي پيداکول ،که دتجارت په بڼه وي که دمزدورۍ اوکه دکرنې په بڼه ،که په دې کې څوک دانيت وکړي چې پر مازمادځان اوکورنۍ کوم حق دى دغه کارددې له پاره کوم چې هريوه ته خپله خپله برخه په ښه ډول ورسوم نو دا ټول دده لپاره ثواب اوعبادت ګرځي ، بياکه له دې سره دا نيت هم وکړي چې زمادګټې کوم شى زمادکورنۍ له اړتياوو څخه پاتي شي هغه به له غريبانو اومسکينانوسره په مرسته اونوروښيګڼوکې لګوم نوله دې سره يې ثواب نورهم  زياتيږي

٢ _ که يوڅوک په دې نيت زدکړه کوي چې له دې لارې به دخلګومرسته کوم ، مثلاً څوک ديني زدکړې کوي اونيت يي داوي چې خلګوته به دين رسوم ، دطب زده کونکى وي اونيت يي داوي چې دطب له لارې به د ناروغوخلګو مرسته کوم ، دانجنرۍ زده کونکى وي اونيت يي داوي چې له دې لارې به دوطن اوولس خذمت کوم ، اويا کوم بل فن زده کوي اونيت يې داوي چې دې فن ته که دچا اړتياپيښيږي له هغوسره به مرسته کوم نوکه خداى کول  دى چې څومره وخت په دې زدکړه کې تيروي دخپل نيت ثواب به ورکول کيږي ،  بياچې انسان هره لار غوره کړي اوفکروکړي چې روزي خوخدا جل جلاله  له هري لاري رارسوي مګر دغه لار ځکه غوره کوم چې دخداى  جل جلاله  له بندګانوسره مرسته وکړم نوپه دې هم خداى  جل جلاله  ثواب ورکوي ، د مثال په ډول يوسړى ډاکترکيږي اودايي نيت وي چې ماله ډېرولاروڅخه دا لاره ځکه غوره کړه چې دناروغو خلګومرسته کوم بياکه نوموړى له ناروغانوڅخه يوڅه اندازه اُجره واخلي بيابه هم ورته دخپل نيت ثواب رسيږي اوکه په رښتيايې دغه نيت وي نوښکاره ده چې کله به کوم غريب ناروغ راځې نودرملنه به يې وړيااوپه کموپيسوکوي ، ياڅوک د رخت کاروبارکول غواړي اونيت يې داوي چې په هرانسان لباس اغوستل واجب دى ،زه ځکه داکارغوره کوم چې له انسانانوسره ددې واجب په ترسره کولوکې مرسته وکړم نواميددى چې ده ته به هم په دې نيت ثواب ورکړاي شي

دغه راز که يوسړى حکومتي دنده ترسره کوي اونيت يي داوي چې له دې لارې به له خلګوسره مرسته کوم نوکه دى په دې کارله حکومت څخه معاش هم اخلي خودنيت ثواب يي خداى  جل جلاله  ورکوي .

غرض داچې هيڅ داسي کارنشته چې پکې يوښه نيت ونه شي .

همدارنګ که څوک ښې جامې ددې لپاره اغوندي چې خداى  جل جلاله  ماته کوم نعمت راکړي دهغه اثر په ماښکاره شي اوخلک مي په ليدوخوشاله شي (نه داچې هغوى مالوى اوپيسه داروګڼي )

له خپلوماشومانوسره په دې نيت مينه وشي چې نبى کريم  صلی الله عليه وسلم به له کمکيانو سره مينه کوله .

دکورپه کارونوکې له کورنۍ سره مرسته په دې نيت وشې چې نبى کريم  صلی الله عليه وسلم به له کورنۍ سره په کارونوکې همکاري کوله .

له ميرمنې اواولادونوسره دخوښۍ خبرې په دې نيت وشي چې دنبي کريم  صلی الله عليه وسلم سنت دى اوهغه صلی الله عليه وسلم له کورنۍ سره د ښه چلندامرکړى .

ميلمه پالنه په دې نيت وي چې دميلمنودرناوى سنت دى او دا دمسلمان حق دى .

په کورکې بوټى ياونه په دې نيت وکرل شي چې له دېنه انسان ياڅاروي ته ګټه ورسيږي اوکتونکوته يي منظرښه ښکاره شي اوپرې خوشاله شي ،

ليکنه په دې نيت پاکه او واضحه وشي چې لوستونکوته  اسانه شي ،

مېرمن روازيب اوزينت (ښکلا)ددې لپاره وکړي چې خاوند يي خوشاله شي اوسړى ددې لپاره ځان پاک وساتي چې مېرمن يې خوشاله شي .

رواخوښي داړتيابرابرددې لپاره وشي چې له دې سره دفرائضوپه سرته رسولوکې چستي او بيداري پيداشي .

ساعت ياګړۍ په دې نيت وساتل شي چې له دې سره دلمانځه وختونه وپيژندل شي اودوخت ارزښت ورته ښکاره شي اوهغه په ښه کارونوکې تيرکړي .

داخوڅوبېلابېلې بېلګې دي ،البته امام غزالي رحمة الله عليه په خپل کتاب احياءالعلوم کې ليکلي چې دانسان په ژوندکې هيڅ يورواکارنشته چې  له ښه نيت سره وشي اوخداى  جل جلاله  پرې ثواب ورنه کړي ، تردې چې که مېرمن اوخاوند له يوبل نه په دې نيت خونداخلي چې يودبل حق پوره کړي اوله دې سره دواړوته عفت اوپاک لمني راشي نوپه دې عمل هم ورته ثواب ليکل کيږي .

مولوي عبدالحق حماد

د افغان بنسټ د تاليف او ژباړې د څانګې مسؤل