وروستي:

دديني مدرسو نصاب د وړتيا او نيمګړتيا په تله کې – (نهمه برخه)

لیکوال: حامد افغان/
داعتزال په وړاندې دامام احمدبن حنبل ثُبات

ډېره بې انصافي به وي که دلته داهل السنت والجماعة ددرانه استازي اودحق دلارې دريښتوني مجاهد امام ا حمدبن حنبل رحمه الله يادونه ونکړو څرنګه چې اسلامي نړۍ ته ديوناني فلسفې په ورودسره نورې ډېري فتنې راغلې وې اعتزال هم په غيرمستقيمه ياغيرشعوري توګه له هغې نه ډېرمتاثر اواغېزمن و اوداهل السنت له ځينې مسلَمواصولونه داعتزال تېرى دهمدې اغېزلامل بلل کېدلاى شي اوبل عقليت ته داعتزال له شرعي حدودووتلى ميلان هم دهمدې خبرې غمازي کوي.
داعتزال اواعتزال پلوه زورواکو په وړاندې داهل السنت دلوى امام احمدبن حنبل رحمه الله ثبات اونه ماتېدونکى دريځ هم داعتزال په ماته کې پوره برخه لرلې ده .اومسلمانان دده دوينو اوربړوګاللو په برکت سره له يوې لويې خطرې نه ژغورل شوي دي.کوم خلک چې دحکومت له زور اوزورنه وېرېدل هغوى دخلکو له نظره ولوېدل خوددوى په مقابل کې دامام احمدشان ډېرلوړ شو دامام احمد ثبات اوغوڅ دريځ هغه مهال ټولې اسلامي نړۍ په سرسترګو ومانه اودامام احمدنوم داهل السنت اودسمې عقيدې دمسلمانانو له پاره يوه پيلامه وګرځېده.دامام احمد يومعاصر قتيبه وايي تاسوچې کله
داسې څوک ووينئ چې هغه له امام احمدسره مينه کوي نوپوهه شئ چې دادسنت پيروى دى.يوبل امام احمدبن ابراهيم الدورقى وايي چې له چانه دامام احمد په اړه بده وينا واورئ نودهغه په اسلام کې شک وبولئ.
امام احمد په خپل وخت کې دحديثومنل شوى امام و اودمسند تاليف اوترتيب ېې يوه لويه علمي کارنامه ده .دى مستقل امام اومجتهد فى المذهب و ډېرلوى عابد اوزياتې نورې ښېګڼې لري خوداعتزال اواعتزال پلوه حکومت په وړاندې دده درېدل اوثبات دده هغه کارنامه ده چې دده دامامت اصلي راز پکې نغښتى دى اودوخت دفتنه ګرو په وړاندې دده مقابله اوله هغونه نه وېره دده دټولېزمقبوليت اصلي لامل ده .
اوازۀ خليل زتعميرکعبه نيست مشهورشدازان که درآتش نکونشت

.
امام ابوالحسن الاشعري:

دمعتصم اوواثق له مړيني وروسته چې داعتزال اومعتزله و کلک پلويان وو؛دمعتزله و زورمات شو اودواثق ځاى ناستى خليفه متوکل له اعتزال نه بېزاره اودمعتزله و دښمن و اوپه خپل وخت کې يې معتزله له لويو لويوحکومتي منصبونو څخه وشړل.
معتزله که څه هم له حکومتي منصبونوڅخه لري شول خوپه علمي حلقوکې يې اغېزاورسوخ ترډېره حده په خپل ځاى پاتې ودخلق القرآن مسئلې دخپل زور اوحکومتي واک له لاسه ورکړى و خودمعتزله و ځينې نورمسائل اومباحث لا تازه اوژوندي پاتې وو.اوبل داچې معتزله و ځينې ډېرپوهه اوځېرک پوهان لرل چې په مدرسي حلقو اودحکومت په ځينې ديني منصبونو کې لا په خپل ځاى پاتې وو.ددريمې پېړۍ په منځنيو کلونوکې دمعتزله و ډېر زوراوشور وپه ټولېزه توګه په خلکوکې مشهوره وه چې معتزله ډېرژورنظرلري ښه محققين اوپراخه نظرونه لري اوددوى نظريات عقل ته ډېرنږدې دي
ډېروځوانانو طالب العلمانو اوشهرت خوښوونکو کسانو به ديوه فيشن په توګه اعتزال ته مخه کوله ،له امام احمدرحمه الله وروسته دمحدثنيو اواهل السنت په ډله کې داسې بارز اووتلي کسان څوک نه ښکارېدل چې له اعتزال سره يې ډغره وهلې واى خولوى څښتن دخپلې پاکې اوصفالارې دساتنې له پاره هروخت داسې پياوړي کسان تيارکړي اورامخته کړي چې هغوى دباطل خونې لړزولې دي اودتعجب ځاى دادى چې ډېرځله داسې شوي دي چې دباطل له کوره يې دادحق پلويان راويستلي دي.
لکه حضرت موسى علېه السلام چې دفرعون په کورکې سترشو دارازحضرت ابراهيم علېه السلام ديوه بت پلورونکي په کورکې دنياته سترګې وغړولې داځل هم لوى څښتن داعتزال اودمعتزله و ديوه لوى سرخيل په کور کې دعلى بن اسماعيل په نامه يوځوان تربيه شو دعلى دپلار له مړېني وروسته دهغه مورله ابوعلى الجبائى سر واده وکړ اوابوعلى الجبائى دمعتزله و لوى امام اودهغوى ديوې ډلې (الجبائيه) مؤسس و على بن اسماعيل دده په کورکې لوى اوداعتزال دپلويانو ديوه تکړه مناظر اوخولور عالم په توګه راڅرګند شو اوڅلويښت کاله يې داعتزال په اثبات اودمعتزله و په حمايت کې
تېرکړل.
خووروسته يې له دې عقل پالني نه زړه شين شو اوله دې پوچو تاويلونو اوچالاکيو نه يې زړه تورشو.دابوعلى الجبائى په اړه ويل کېږي چې په تقرير اومناظره کې کمزورى و،څرنګه چې على بن اسماعيل په دې دواړو فنونوکې خوراغښتلى اوډېرتکړه و نوخلکوبه ويل چې دى به دابوعلى الجبائى ښه ځاى ناستى اوغوره خلف وي خودڅښتن داسې خوښه نه وه على بن اسماعيل يوبې وزله اوبې اسرى يتيم چې ټوله ښوونه اوروزنه يې ديوه لوى معتزلي امام په لاس شوى وه اودهغه په کورکې لوى شوى و؛لوى څښتن دهمدې اعتزال دمخنيوي اودسنت دملاتړ اوتقويي له پاره لوى امام وګرځاوه.
على بن اسماعيل ينځلس ورځې په کورکې پروت و اودباندې نه ووت په شپاړسمه ورځ له کورنه ووت اوسيخ جومات ته ولاړ.دجمعې ورځ وه دى منبرته وخوت اوپه لوړاوازسره يې وويل:
څوک چې ماپېژني هغه مې پېژني اوڅوک مې چې نه پېژني هغه دې واوري چې زه ابوالحسن الاشعري يم زه معتزلي وم اوفلانۍ اوفلانۍ عقيده مې لرله اوس زه له اعتزال څخه توبه ګاريم اوخپلې ټولې مخکېنۍ عقيدې پرېږدم.له نن وروسته به زه داعتزال په ترديد کې کارکوم اودهغوى غلطي به خلکو ته په ګوته کوم .
هغه على بن اسماعيل چې يوځوان معتزلي و داعتزال دسترامام ابوعلى الجبائى بچندراودهغه مخلص شاګردؤ له نن څخه دابوالحسن الاشعرى په لوى نامه سره ونومول شو هغه چې دى اودده شاګردان ترننه پورې د((اشعريه))په نامه سره داهل السنت په دفاع کې مشهوره ډله پېژندل شوې ده. له ده وروسته په ماوراء النهرکې داهل السنت دحمايت له پاره يوبل امام پيداشوچې په ابومنصور الماتريدى سره مشهور دی ده داشعرى عقائدو ځينې افراطي عقائد اوځينې زوائد چې دمعتزله و دضدله کبله راپيداشوي و؛له منځه يووړل اوګواکې داشعرى علم الکلام تنقيح اوتجديد يې وکړاوداشعريه
اوماتريده ترمنځ اختلاف ډېره کوچنۍ خبره ده يواځې په دېرش ياڅلويښتو ځايونو کې اختلاف دى اوهغه زياته برخه لفظي اختلاف دى.
داراز په راوروسته پېړيوکې ديوناني فلسفې له ګېډې دباطنيت فتنه هم راووتله اوداسلامي شريعت دمفهوم ديومخېزبدلون اوانحراف له پاره يې مټې رابډوهلې.خولوى څښتن دخپل دين دساتنې له پاره په هره پېړۍ کې ددين مجددين اوداسې سپېڅلي علماء رامنځته کړي دي چې ددين په خلاف يې هره فتنه لومړى خلکوته ورپېژندلې بيايې دهغوتېروتنې ښکارکړې اودهغوى کږې لارې اوانحرافات يې امت ته په ګوته کړي دي ددې مجددينو هريوه په ژوند خبرې کول تقريباً نه دې شوني ځکه دهغه له پاره مجلدات اوټوکونه په کاردي.
موږ دلته يواځې دڅوهغو کسانو بيخي لنډه يادونه وکړه چې ديوناني فلسفې اوله هغې نه دراپيداشووفتنو په خلاف يې کارکړى دى اوهغه هم په لومړنيو پېړيوکې اوهغه مهال چې اسلامي نړۍ ته يوناني علوم راننوتلي و اوداپه دې موخه چې څوسوه کاله مخکې ديوناني فلسفې دمقابلې له پاره علماوپه خپل وخت کې کارونه کړي دی اودارازيې دهغه دترديد له پاره علم الکلام ايجاد کړى دى .خودوخت په تېرېدو سره هغه علم الکلام هم له فلسفې نه اغېزمن شوى اودامت ډېرى علماو هغه هم له کاره لويدلى اوبلکې يونارواکاريې بللى اوپه ليږ مخکې زمانه کې هندي علماودعلم الکلام
دتجديدله پاره هم کارکړى دى .

درس نظامي