وروستي:

محمدي اخلاق- لومړۍ برخه

ليکنه: عبدالمحمد وردگ

درسول الله(صلى الله عليه وسلم) لنډ ژوند ليک

 رسول الله(صلى الله عليه وسلم) د عام الفيل ددويم کال د ربيع الاول د مياشتې په نهمه نېټه ددوشنبې د ورځې په سهار د بني هاشم په شعب کې دنيا ته راغى . کله چې مور يې هغه وزيږولو يو څوک يې عبدالمطلب ته د زيري لپاره واستولو عبدالمطلب ددې خبر په اورېدو سره ډېر خوشحاله شو هغه يې د کعبې منځ ته داخل کړ او نوم يې محمد ( ستايل شوى ) پرې کېښود . د عربو ددود پر عادت په اومه ورځ يې ختنه کړ .

 لومړنۍ ښځې چې وروسته له مور نه يې هغه ته شيدې ورکړېدي هغه د ابولهب وينځه ثوبيه وه . ثوبيې حمزه (رضي الله عنه)ته هم شيدې ورکړې دي وروسته له ثوبيې نه بي بي حليمې بنت ابوذويب د بني سعد بن بکر د قبيلې ښځې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته شيدې ورکړې دي . د بي بي حليمې له اړخه رضاعي وروڼه او خويندې يې عبارت دي له :

عبدالله بن حارث ، انيسه بنت حارث ، حذافه يا حذامه بنت حارث دا هماغه شيما ده چې لقب يې پر نوم باندې مشهوره شوى دى همدغې شيما هم د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او هم د ابو سفيان بن حارث نه سرپرستي او څارنه کړېده پدې وخت کې حمزه (رضي الله عنه) هم په طايف کې د رضاعي مور په غيږ کې رزول کېده يوه ورځ رضاعي مور يې د بي بي حليمې سره وه هغې محمد (صلى الله عليه وسلم)ته تۍ ورکړ، لدې مخې سيدنا حمزه (رضي الله عنه) له دوو لارو نه د محمد (صلى الله عليه وسلم) رضاعي ورور دى يعنې د ثوبيې او د سعدىې ښځې له اړخه .

 د محمد (صلى الله عليه وسلم) دشق صدر پېښه په څلورم يا پنځم کال کې پېښه شوېده . ددې واقعې د پېښېدو څخه وروسته بي بي حليمه وويرېده رسول الله (صلى الله عليه وسلم)يې بيرته خپلې مور ته وروګرځولو . د خپل عمر په شپږ کلنۍ کې يې خپله مور په ابواء سيمه کې له لاسه ورکړه وروسته لدې نه د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پالنه نيکه يې عبدالمطلب په غاړه واخيسته خو محمد (صلى الله عليه وسلم) دا پالونکى هم د خپل عمر په اته کلنۍ کې له لاسه ورکړ. د عبدالمطلب له مړينې څخه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پالنه ابوطالب ته وروسپارل شوه . په ١٢ کلنۍ کې ابوطالب هغـــه له ځان سره د شام په لوري په تجارتي کاروان کې ملګــرى کړ کله چې (بصرى)ته ورسېد بحيرا راهب چې نوم يې ((حبرجيس )) و د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په ليدو سره هغه يې وپېژندلو چې دا هماغه خاتم النبيين دى چې زيرى يې په انجيل او تورات کې ورکړل شوى دى . له ابوطالب څخه يې وغوښتل چې هغه بايد بيرته وګرځوي تر څو يهوديان هغه ته کوم ضرر ونه رسوي (1). په (١٥) کلنۍ کې يې په حرب الفجار کې ګډون وکړ او خپلو ترونو ته يې غيشي د ويشتلو لپاره چمتوکول دا جګړه ځکه په حرب فجار باندې نومول شوېده چې په هغو کې د حرم او د حرام مياشتو حرمت تر پښو لاندې شو .

پدې جګړې پسې د ذي القعدې په مياشت کې حلف الفضول ( د ځوانمردانو تړون ) سرته ورسېد رسول الله (صلى الله عليه وسلم)ددې تړون په تړلو کې شرکت درلود. دا تړړون د مظلومانو د ملاتړ لپاره منځته راغلى و .

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ځوانۍ په منګ کې کوم مشخص او ځانګړى مصروفيت نه درلود په متعددو رواياتو کې راغلي دي چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په بني سعد او مکه کې شپني کړېده خو کله چې  (٢٥) کلن شو د خديجة الکبرى (رضي الله عنه)د تجارتي مال د پلورلو لپاره شام ته لاړ (داخبره په بشپړه توګه ضعيفه ده رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هېڅکله شام ته سفرندى کړى دهغه سوداګريزکارباردمکې په شاوخواکې و)کله چې خديجې (رضي الله عنها) د محمد (صلى الله عليه وسلم) د ريښتينتوب ، امانتدارى او لوړو اخلاقو اطلاع ومونده او همدارنګه پخپل تجارتي مال کې يې چې برکت وليد نو دېته لېواله شوه چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره واده وکړي خپل حال يې نفيسې ته وويل : هغې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ددې خبرې اطلاع ورکړه رسول الله (صلى الله عليه وسلم)موافقه ورسره وښوده او د کار له جريان نه يې خپل ترونه خبر کړل . لنډه دا چې ددواړو نکاح وتړل شوه پدې وخت کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم)عمر ٢٥ کاله او د بي بي خديجې (رضي الله عنها ) عمر ٤٠ کاله ؤ .

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل عمر په ٣٥ کلنۍ کې د کعبې شريفې د تعمير په بيا جوړولو کې ګډون درلود پدې وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ډېر ستر کړکېچ پخپل عبقريت سره له منځه يوړ ( 2 ).

 په (٤٠) کلنۍ کې په رسول الله (صلى الله عليه وسلم) باندې په غار حرا‌ء کې وحيې نازله شوه چې دا الهي رسالت يې (١٣) کاله په مکه مکرمه کې د ډېرو سختو ستونزو او کړاونو په ګاللو سره مخ ته بوتللو او لس کاله يې په مدينه منوره کې د (١٧) غزاګانو په ګډون مخ ته بوتللو او د (١١) هجري کال د ربيع الاول په دولسمه نېټه ددوشنبې د ورځې د غرمې په سخته ګرمۍ کې يې رحلت وکړ . د رحلت په وخت کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) عمر ٦٣ کاله او څلور ورځې و .



1_ مرحوم علامه شبلي نعماني( رحمه الله ) دغه روايت ضعيف ګڼلى دى او دايې تصريح کړېده چې دغه روايت نصرانيانو جوړ کړى دى تر څو دا وښيي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د مسيحي راهب نه زده کړه ترلاسه کړېده پدې هکله د علامه شبلي نعمانى (رحمه الله )سيرت النبى (صلى الله عليه وسلم )لومـــړي ټوک ته مراجعه کړئ .

2_ دا کړکېچ د بېلابېلو پرګنو تر منځ د حجر الاسود د تيږې د ايښودلو په سر رامنځته شو بالاخره ددې موضوع د حل خبره ابو اُميه بن مغيره مخزومي داسې وړاندې کړه سباته هر هغه څوک چې لومړى حرم ته راننوت هغه به پخپل منځ کې حکم وګرځوو او هغه چې هر څه پرېکړه وکړه هغه به منو . د الله( جل جلاله )اراده پردې تللې وه چې دا شخص به محمد= =(صلى الله عليه وسلم) وي کله چې خلکو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وليد ټولو په يوه غږ وويل هغه امين دى او پرېکړه يې د منلو وړ ده او منو يې .کله چې محمد (صلى الله عليه وسلم) هلته ورسيد هغه يې د موضوع نه خبر کړرسول الله (صلى الله عليه وسلم )يوڅادر وغوښت او د حجر الاسود تيږه يې د څادر په منځ کې کېښوده او د بېلابېلو پرګنو له مشرانو څخه يې وغوښتل چې د څادر څنډه ونيسي او هغه دې پورته کړي کله چې تيږه يې خپل ځاى ته ورسوله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پخپل مبارک لاس باندې هغه پخپل ځاې کې کېښوده پدې تدبير سره راپېښ شوى کړکېچ له منځه ولاړ .