رمضان؛ متقيان بريالي دي
ولې الله تعالې په دې مبارک ایت کې د روژې د فضیلت په اړه له تقوا پرته نور څه نه دي ویلي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[ البقرة:183]؟
ایا دا په عقل برابره ده چې انسان دې په کال کې یوه میاشت د تقوا لپاره روژه ونیسي؟ ولې الله تعالی داسې نه دي ویلي روژه ورشئ، چې صدقه ورکړﺉ، روژه ونسئ، روژه ونیسئ، چې غوره انسانان شئ، ولې یې یوازې تقوا یاده کړې ده؟!
ایا پوهېږﺉ چې ولې؟ ځکه چې متقیان په ښکاره او پټه له الله تعالی وېره لري، کله چې کومې ګناه ته مخه کوي، نو الله تعالی وریادېږي چې ګوري یې، او نه غواړي چې الله یې د ګناه په وخت کې وویني، کله چې طاعت کوي، په لاښه طریقه یې کوي، الله تعالی پاک دی او پاکوالی خوښوي، دارنګه تقوا د هر خیر کار او ښېګڼې صفت لري، او د هر شر لرونکي او فاسد راوړونکي مخنیوی کوي.
امام علي بن ابي طالب رضی الله عنه وايي: ”تقوا دا ده چې: له الله څخه ووېرېږﺉ، پر قرآن عمل وکړﺉ، په لږو قناعت وکړﺉ، او د مرګ ورځې ته چمتووالی ونیسئ”. موسی بن اعین فرمايي:”متقیانو له هرڅه حلال رایستلي هغه هم له دې وېرې چې په حرامو کې ډوب نه شي، له دې کبله الله تعالی متقیان ورته ویلي.”
دارنګه، موږ هم په روژه کې له مباحو او حلالو څيزونو منع کړای شوي یو، لکه خوراک، څښاک، شهوت، ترڅو د الله تعالی امر پر ځای او اطاعت یې وکړو. داسې چې الله تعالی زموږ لپاره دا غوره بللې چې له دنیوي شهواتو ځانونه لیرې وساتو، او نوراني نړۍ ته ځانونه ورنژدې کړو، او د جسم د خوړ پرځای د زړونو او روح غذا ترلاسه کړو.
د روژې د ورځو په ګرمیو کې خپله تنده یوازې د الله تعالی لپاره وزغمو، هغه که په پټه وي یا ښکاره، او د هېڅ راز ګناه کولو اجازه نه لرو، دا ټول د تقوا رڼا او نور دی، طلق بن حبیب رحمه الله د تقوا په اړه وايي: ”تقوا دا ده چې د الله تعالی د رضا لپاره یو کار وکړې، او د هغه له لوري د ثواب تمه ولرې، او د هغه معصیت پرېږدې، ځکه چې له عقاب او سزا یې وېره لرې.”
یوازې د متقیانو لپاره
یوازې د متقیانو لپاره غوره فرصت، د ټولې روژې میاشتې په اوږدو کې، د روژې په وروستیو لسو ورځو او د قدر پر شپه خاصې ځانګړتیاوې، راځئ دا فرصت له لاسه مه ورکوﺉ، د جنت ګټلو لپاره مټې راونغاړﺉ.
یوازې د متقیانو لپاره، هغه چې رمضان یې د نېکو کارونو زمینه ګڼلې ده، د ورځې روژه نیسي، د شپې عبادت کوي، یوازې د الله تعالی رضا یې هدف دی، هغه چې په اړه یې الله تعالی وايي:{وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ . هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ . مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ. ادْخُلُوهَا بِسَلامٍ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُلُودِ} [سورة ق: 31- 34].
اوس نو، څه فکر کوﺉ که چېرې ستاسې د کار آمر له تاسې د یوه کار ترسره کول وغواړي، څه به کوﺉ؟ طبيعي ده چې په ډېر پام او ځيرکتیا به یې ترسره کوﺉ، ځکه چې ستا د مشر امر دی، چې هغه خوښ وساتئ، خو که چېرې تر هغه لا ډېر واک لرونکی مشر له تاسې د یوه کار غوښتنه وکړي، نور خپل ټول وس به وکاروﺉ چې دا کار په غوه توګه وکړﺉ، ځکه چې هغه خو د ټولو مشر دی.
خو که چېرې ستا مشر له تا وغواړي چې د هغه په مخ کې د هغه امر عملي او ترسره کړې، نو څه به کوې؟ نو طبيعي ده چې د هغه پروړاندې او په غیاب کې ترسره کول به توپیر ولري، وایاست به چې هغه خو مشر دی، او ماته پخپله راغلی و.
اوس نو، په دنیا کې داسې څوک وینئ چې تر الله لوی وي؟! طبعاً ، نه،
کله چې الله تعالی له تاسې د یوه مشخص عمل غوښتنه کوي، او د یوه بل کار د نه کولو امر درته کوي، نو ایا د الله امر به هم داسې عملي کوﺉ، لکه د مدیر امر چې پرځای کوﺉ؟ د تعجب خبره نه ده، ابي هریرة رضی الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې ویلي يې دي: «قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلاَّ الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِى بِهِ» [متفق عليه].الله تعالی له تاسې د یوه ځانګړي کار غوښتنه کړې، څرنګه به یې عملي کوي؟!
الله تعالی دا شېبه تا ويني، نو امر به یې څرنګه پر ځای کوﺉ؟ او ستا هرڅه شېبه په شېبه څاري، ایا د سږ کال روژه (رمضان) د تېرو کلونو له رمضان سره توپیر لري؟.!
له ګناه پاکې پاڼې
اوس تاسې څو کلن یاست؟ شل کلن، دېرش کلن، پنځوس کلن، څو کاله دې د الله تعالی په اطاعت کې تېر کړي…؟ او څو کاله دې د هغه په نافرمانۍ کې تېر کړي..؟ ځواب راکړه، همدا ستا فرصت دی چې له خپلې عملنامې خپل ګنانونه له منځه یوسې.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ستاسې ځواب وايي: ”«مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» ، و«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» [متفق عليه].
په ایمان او له ځانه سره حساب سره، د ایمان لپاره اخلاص لازم دی، یوازې له الله تعالی سره اخلاص: {قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}[الأنعام: 162].
موږ به خبر نه یو او زموږ اعمال به تباه شوي وي، ثوبان له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه ویلي: «لأَعْلَمَنَّ أَقْوَاماً مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضاً فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَبَاءً مَنْثُوراً». قَالَ ثَوْبَانُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ صِفْهُمْ لَنَا جَلِّهِمْ لَنَا أَنْ لاَ نَكُونَ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لاَ نَعْلَمُ . قَالَ: «أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا» [ابن ماجه]
ليکنه: سمية رمضان عبد الفتاح / ژباړه : هدایت الله همیم