وروستي:

په سوریه کې نور ۱۲۰ تنه ووژل شول

د بشار الاسد مخالفينو یوه حکومتي چورلکه نسکوره کړې ده، دنړیوالو رسنیو په حواله پرون سه شنبه دجون په ۲۶ مه نیټه دسوريې دحکومتي عسکرو په ډزو لږ تر لږه ۱۲۰ تنه سوریاوال وژل شوي دي، چې داکثره یې د ریف دمشق، درعا، دیر الزور او حمص په سیمو کې وو.

بلخوا د سورې دآزاد پوځ ویاند ویلي چې دوی دحکومتي ځواکونو ۶ ټانکونه له مینځه وړي او یوه چورلکه یې را نسکوره کړې ده.
دسې شنبې په ماښام دسوريې دنظام مخالفینو یوه ویډیوه خپره کړي ده چې په هغې کې یوه نسکوره شوې چور لکه ښودل شوې چې د سوريې دپوځ ده.

دسوریې دبشري حقوقو دټولنې په حواله ، د سې شنبې په ورځ د قدسیا او الهامه سیمې دسوريې دحکومتي قواوو ددرنو وسلو تر سخت برید لاندې وې، چې په دې سیمو کې ۲۴ کسان ووژل شول.

په تیرو دوو اونیو کې تقریبا هره ورځ په لسګونو ښځې، ماشومان او نور عام خلک دسورې دحکومتي ځواکونو له لوري وژل کیږي، چې دوې ورځې وړاندې یې څلور ډاکټران په دې تور په ډير وحشیانه توګه ووژل چې هغوی دحکومت دمخالفینو درملنه کړې ده.

دالجزیرې تلویزیوني شبکې دخبر له مخې ۱۳ کسه عکسري لوړ رتبه کسان پرون (چې درې یې پکې ډګروالان وو) د حکومتي پوځ نه جلا شوي او ترکیې ته رسیدلي، په تیره اونۍ کې یوه جیټ الوتکه له سوري پوځ نه جلا او پیلوټ اردن ته وتښتوله او له هغه وروسته ۹ تنه نور پیلوټان هم اردن ته ورغلل.

بلخوا دملګرو ملتو یو لوړ رتبه چارواکي رسنیو ته په خبرو کې ویلي دي چې باید دحکومت مخالفینو ته وسلې ورنه کړل شي، ځکه چې په سوریه کې خپلمنځي او قومي جګړه روانه ده، دالعربیه په حواله ددې چارواکې دې وینا په عربي نړۍ کې سخت غبرګونونه را پارولي دي، او اکثره په دې اند دي چې غربي نړۍ داسلام پالو قدرت د رسیدو له ویرې دسوريې دحکومت په جنګي جنایاتو سترګې پټوي، او دعام ولس چې آزادي غواړي قیام ته دقومي او خپلمنځي جنګ نوم ورکوي، د العربیه په وینا اسرئیلي غاصب ريژیم له غرب نه غوښتي چې دبشار اسد بعثي نظام له سقوط څخه وژغوري، ځکه چې هلته هم دمصر او تونس په څیر داسلام پالو د رامخ ته کیدو ویره ده، او اسرائیل به په یوه سخته محاصره کې پریوزي.

بلخوا دحمص ښار له شلو ورځو راهیسې دحکومتي قواوو تر سخت برید لاندې دی، په دې ښار کې اکثره دژوند ضروریات نه پیدا کیږي، دزخمیانو د درمنلې لپاره په روغتونونو کې د ډاکټر او دوا کمښت دی. او هره ورځ په لسګونو کسان وژل کیږي. دالجزیري دوینا له مخې د سوري آزاد پوځ (چې دحکومت نه جلا شوي پوځیان دي) او حکومتي عسکرو ترمینځ دحمص د بابا عمرو په سیمه کې نښتې په شدت سره روانۍ دي.

همدا راز دسکای نیوز انګلیسي ټلویزیوني چینل یوه ژورنالیست په پټه دسوريې هغو سیمو ته تللی کومې چې دحکومت دمخالفینو تر ولکې لاندې دي، هلته یې له ځینو هغو حکومتي عسکرو سره مرکې کړي دي کوم چې د آزاد پوځ سره اسیران دي، په هغو کې یو صاحب منصب وایي چې مونږ ته به له پورته (جمهور رئیس) نه اوامر راتلل چې بې توپیره هر ځای په نښه کړئ او هر څوک مو چې وس کیږي په ډزو ووژنئ، ترڅو په خلکو کې ویره خپره شي.

دسکای په حواله یو بل اسیر عسکر وویل: مونږ ته دا اوامر وو چې کورونو ته ننوځو او هلته ښځې او ماشومان په ډزو ووژنو، او په ډیرو ځایو نو کې حتی پخپله دحکومتي ټیټ پوړلو چارواکو کورونو ته ورننوتلو او دهغوی ماشومان مو وژل او پړه مو ددولت پر مخالفینو اچوله.

دسورې له بعثې نظام سره، روسیه، ایرن، عراقي حکومت او دلبنان دحزب الله ډله په هر اړخیزه توګه مرسته کوي، او په پریمانه اندازه وسله او افراد دبشار دنظام په لاس کې ورکوي.