وروستي:

تا ته د شيطان ليک!

ژباړه: اکرام الله واحدی

پرون هغه وخت چې تا خپل ورځني کارونه شروع کړل، ومې لیدلې چې  په داسې حال کې له خوب نه پاڅیدلی وې چې لمونځ دې قضاکړی ؤ. ته ډیر ناشکره یې، زه درڅخه ډیرخوښ یم، زه درته نشم ویلای چې څومره درڅخه خوښ یم ځکه چې تا دخپل ژوند تګلاره نه ده بدله کړې، نادانه ته زما یې اوبس ماپه یاد ولره چې زه او ته دکلونو لپاره د یوبل سره نیږدې پاتې شو؛ خوزه اوس هم له تاسره مینه نه لرم. په حقیقت کې زه تا ډیربد ګڼم  ځکه زه له الله جل جلاله او دهغه له نیکو بنده ګانو سره دښمني لرم اوغواړم تاهم په دې دښمنۍ واړوم. هغه الله جل جلاله زه دجنت څخه وویستلم اود دې په غبرګون کې زه غواړم له تا څخه غچ واخلم.

نادانه ګوره الله جل جلاله تاسره مینه لري اوستا دخوندیتوب لپاره مختلفې لارې درښيي، مګرته بیا هم ماته تسلیم یې اوزه غواړم تا همیشنی دوزخي کړم؛  نوځکه خوبه زه اوته په بله نړۍ کې سره یوځای کیږو اودا به د الله جل جلاله دقهراوغضب باعث شي.

زه غواړم دا وښایم چې په دې نړۍ کې ستا حقیقي لارښودڅوک دی؟، ټول هغه ښه وختونه راپه زړه کړه چې زه اوته یې د حال شاهدان یو، هغه چې کله به موفحش فلمونه لیدل، په خلکو پسې به مو بد رد ویل، پوچې ټوکې به مو کولې، بې ګټې وختونه به موتیرول، دخلکوغیبت به مو کاوه،

دمساجدو احترام به مونه کاوه، دروغ به مو ویل، غلابه موکوله، منافقت به موکاوه، اوزه اوس هم ډاډه یم چې ته داخویونه نه پریږدې.

اې نادانه! اوس به دواړه دهمیش لپاره په اورکې یو. دا یوازې زما له طرفه تاته  یومننلیک دی، غواړم ووایم چې زه له تا څخه ډیرمنندوی یم چې ماته دې دومره وخت راکړ چې ستا  نادان دا قیمتي ژوند په خپله خوښه تیر کړم او په ډیره ارزانه بیه یې درنه واخلم.

ته ډیر ساده نه یې؟، ماته خو ستا په حال خندا راځي ځکه چې کله مې ته ګناه ته هڅولی یې، نوتا په خوښۍ سره زما بلنه منلې ده، هڅه وکړه چې نورهم په دې لاره روان کړې، ځکه چې ته نور زوړ شوی یې.

ټول هغه څه چې ته یې باید وکړې، د نشې کولو، شرابوڅښلو، دوکې، قمار، زنا او دموسیقي اوریدلو او نڅا کولو پرته بل څه ندي، داهرڅه باید دخپلوماشومانوپه مخ کې ترسره کړې، ترڅوهغوی هم لدې، څخه خوند واخلي اوداسلسله جاري وساتي.

غواړم د لږ وخت لپاره درڅخه ولاړشم خو ډیر ژر بیرته راګرځم او د یوې نوې ګناه په لوردې هڅوم ترڅوخوند ترې واخلي، مګر یوه خبره درته وکړم که ته چیرې هوښیار او ځیرک وای نو زما څخه به دې تیښته کړې وای، په ګناهونوبه دې اعتراف کړی وای، دالله  جل جلاله څخه به دې بښنه غوښتلی، او

دا خپل پاتې ژوند به دې دالله  جل جلاله دحکمونو لاندې تیرکړی وای.

ګوره زه چاته اخطار نه ورکوم؛ خو چې ستا عمر ته ګورم او بیا دې ګناهونو ته ګورم نو دا راته ډیره بې عقلي ښکاري.

غلط فکر ونه کړې زه اوس هم تا بد … ګڼم.

1 څرګندونه on تا ته د شيطان ليک!

  1. مننه ښه لیکنه موکړي ده الله دي اجرونه درکړي خو په عنوان کې یوڅه کار شته
    تاته دشیطان لیک !!
    دا وچ خطاب یې خوندور نده که تغیرکړل شې بده به نه وې

Comments are closed.