فتوا شميره (۳)
محترم مفتي صاحب !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
پوښتنه دا ده چې د ټيپ، راديو، تلويزيون اويا هم د تليفون په ذريعه د سجدې تلاوت آيت په اوريدلوسره سجده د تلاوت واجبيږي اوکه نه ؟
بينوا توجروا
مستفت
ي مولانا عبدالرزاق (فتاحي)
الجواب
حامدا ومصليا:
د الکټرونيک وسايل لکه ټيپ،راديو، تلويزيون،کمپيوټر، مبايل اوداسې نورو شيانو څخه د سجدې تلاوت اوريدل په دوه ډوله دي:
يوپه ژوندۍ بڼه چې هغه مهال له ثبت کيدلوڅخه پرته خپريږي، لکه د راديو يا تلويزيون له لارې چې ځينې وخت ژوندۍ خپرونې نشرکيږي .
اودوهم صورت يې دا دى چې تلاوت يوځل د يوقاري صاحب په آوازکې ثبت شي او وروسته بيا هغه آواز خپورشي.
په لومړي صورت چې ژوندۍ بڼه ده د تلاوت سجده واجبيږي.
دوهم صورت کې چې يوځل ثبت شوې وي بيا هغه اوازخپريږي نه واجبيږي .
” قال الامام علاءالدين الكاساني : “فوجد سماع تلاوة صحيحة فتجب السجدة,بخلاف السماع عن الببغاء والصدى, فان ذلك ليس بتلاوة, وكذا اذا سمع من المجنون ,لان ذلك ليس بتلاوة صحيحة, لعدم اهليته”
(بدائع الصنائع، کتاب الصلاة ، فصل في بيان من تجب عليه: ۷۶۲/۱/ ط، دارالکتب العلمية ، بيروت)
قال محمد بن علي الحصکفي (رحمه الله) : (لاتجب بسماعه من الصدي والطير)
(الدرالمختار کتاب الصلاة باب سجود التلاوة۱/۷۰۲/، ط، دارالمعرفة بيروت)
وکذا في ” آلات جديده کې شرعي احکام ” للشيخ المفتي محمد شفيع (رحمه الله)۱۶۴.
والله اعلم بالصواب
حرره سيف الله (ساعي)
15/5/1433 هـ
الجواب صحيح
ابوالاحسان