وروستي:

په جاپان کې د اسلام عروج

ليکنه: عبدالحق حماد

جاپان د نړۍ د پر مختلليو هېوادونو دلست په سرکې راځي، دصنعت او جوړونې په ډګر کې ځانګړی نوم لري، د ځمکنۍ پراختيا له لورې ډېر کوچنی خو په اقتصادي ډګر کې په ټوله نړۍ کې دوهم مقام لري، وګړي يې ډېر نازولي او په هر رنګ عيش و عشرت ماړه خلک دي، څه يې چې زړه وغواړي ور رسيږي او هره هيله يې د وخت د واکمنانو له خوا ور پوره کيږي، طبعي جورښت يې هم ډېر په زړه پورې دی، په سپينه واوره پوښلي شنه غرونه، رنګارنګ مېوې او په زړه پورې منظرې لري.

خو له دې ټولو اسانتياوو او پرمختګونو سره سره هلته په کال کې زرګونه خلک پخپله ځانونه وژني او ديوې احصائيې له مخې  په هرو اتلسو دقيقو کې يو تن جاپانی ځان وژني چې کلنۍ شمېره يې خواوشا دېرش زره تنو ته رسيږي چې ډېری يې بډايه او لويان خلک دي او په دې موضوع هغه وخت بحثونه تاوده شول کله چې تېر کال د مارچ په مياشت کې د جاپان د کرهڼې وزير ۶۲ کلن (توشيكاتسو ماتسؤكا) هم ځان وواژه.

د ځانوژنې لاملونه :

هر انسان غواړي په دنيا کې هوسا او سوکاله ژوند تېر کړي او ترټولو ستره هوسايي دزړه اطمنان او سکون دی ، جاپانيان که له يوې خوا ددنيا له ډېرو نعمتونو څخه برخمن دي؛ خو له دې ټولو سره سره قلبي او روحي اطمنان نه لري، همدا لامل دی چې ډېر يې په خپل لاس د خپل مرګ پرېکړه کوي او د ژوند پر ځای په دې هيله مرګ ته غېږه پرانيزي چې ګوندې راحت او سکون ترلاسه کړي.

خو که بل پلو ته وکتل شي د نړۍ ډېری اسلامي هېوادونه د جاپانيانو په پرتله ډېرې کمې اسانتياوې لري او آن ځيني يې د سهار او بيګا يوې ګولې ډوډۍ ته هم حيران دي؛ خو ډېر کم به پېښ شوي وي چې په يوه اسلامي هېواد کې يو څوک له خپل ژوند څخه دومره په تنګ سوی وي چې د ځانوژنې تربريده رسېدلی وي.

همدا دواړه اړخونه که سره پرتلو کړو ترمنځ يې ډېر واټن دی؛ خو اخر ولې هغه ډېر پرمختللي دومره له ژونده بې زاره دي چې ځانونه وژني او دا وروسته پاتې دومره ډاډمن وي چې په ډېرو کمو اسانتياوو هم په ژوند ډېر خوښ دی ؟!

ددې درندې پوښتنې ځواب يوازې دوه ټکي کيدلای شي  هغه دا چې د زړه اطمنان يوازې او يوازې په اسلام او اسلامي لارښوونو کې نغښتی دی؛ ځکه چې اسلام د انسان له پاره هغه کامل اوپه هره معنا فطري دين دی چې د ژوند په هر ډګر کې انسان دسوکالۍ او نېکمرغۍ لوري ته رهبري کوي؛ نو هر چاچې اسلام خپل کړی او لارښوونې يې منلي، هغه د ژوند اصلي موخه او هدف  ترلاسه کړی او تل په خپله برخه خوشحاله وي، ددې دعوې د ثبوت له پاره که موږ په خپله ټولنه کې سترګې وغړوو هم کيدای شي ډېر شواهد ترلاسه کړو.

هغه ته وګورو چې په کامله يايې ترډېره حده د اسلام حکمونه او لارښوونې منلی دي ترهغه بل چې داسې نه دی، څومره خوشحال، ډاډمن، په ټولنه کې عزمن، منلی او د ښه نوم څښتن دی؟!

همدا لامل و چې په ۱۹۰۶ ميلادي کال کې د جاپان يو ډله خلکو په دې موخه يو  کانفرانس جوړ کړ چې وګوري د نړۍ کوم دين او مذهب ددې وړ دی چې پيروي يې وکړي ترڅو د ناهيلۍ او مايوسيو له تيارو څخه ځان يوروښانه ژوند ته وباسي؟! هغه کانفرانس ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک رابلل شوي ول، ډاکټرعلي احمد الجرجاوي هغه مصری ګډونوال و چې د اسلام د بلنې په موخه دې کانفرانس ته ورغلی و او د همدې موخې د ترلاسه کولو له پاره نوموړي په جاپان کې ډېر وخت تېر کړ، هغه د خپل سفر په هکله د (الرحلة اليابانية) په نوم يو کتاب هم ليکلی چې په ۱۹۰۷ کال په قاهره کې چاپ شو، نوموړی په خپل کتاب کې ليکي: ماد خپل سفر په دوران کې نږدې دوولس زره جاپانيان مسلمانان کړل

له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۶۵ کې دمسلمانو بلندويانو يوې ډلې جاپان ته مخه کړه او پنځه کاله يې هلته د اسلام د رسونې په لاره کې خدمت وکړ آخر په دې وتوانېدل چې هلته د (المرکز الاسلامي) په نوم د مسلمانانو يو بنسټ جوړ کړي؛ خو شپږ مياشتې لاتيرې نه وي چې د وخت د واکمنانو له خوا هغه مرکز وتړل شو، په دې کار سره جاپاني مسلمانانو حوصله ونه بايلله او خپل کوښښونه يې نور هم چټک کړل تردې چې په کال ۱۹۶۶ د مارچ په مياشت کې يې هغه مركز بيا  فعال کړ او په کال ۱۹۷۴ يې په منظم ډول خپل فعاليت ته دوام ورکړ، په کال ۱۹۸۰ کال يې د جاپان له حکومت څخه اجازه واخېستله او د اسلامي بلنې سپېڅلې چاره په رسمي ډول پيل شوه او  (د جاپان اسلامي مرکز) په نوم يو ځل بيا د مسلمانانو  بنسټ منځته راغی.

اوس دا مرکز د جاپان په بېلابېلو سيمو کې د مسلمانانو مسائل حل کوي او په ديني چارو کې د هغوی مرسته کوي، نوموړې اداره د خپلو نورو فعاليتونو ترڅنګ اوس يوه څلور مياشتنۍ مجله هم لري چې په جاپانۍ ژبه اسلامي معلومات خپروي، دغه راز د جاپان په بېلابېلو ښارونو کې د مسلمانانو يوشمېر نورې ټولنې هم شته چې د خپرونو له لارې د اسلام دين خلکو ته رسوي، اوس ډېر جاپانيان هغه څه ته رسېدلي دي چې ډېره موده يې په لټه کې ول ، کوم خلک چې مسلمانيږي هغوی د ډېر راحت او سکون احساس کوي او وايي چې: موږ ايله اوس پوه شوو چې له ژوند څخه څه ډول ګټه او خوند واخلو!؟ .

په جاپاني ژبه کې د قرآن کريم درې ترجمې شته چې يوه يې د سعودي پخواني پاچا فيصل رحمه الله په لارښوونه له بيا کتنې وروسته چاپ شوه او تر اوسه پورې جاپاني مسلمانان ګټه ورڅخه اخلي.

دغه راز ځينې نور تفاسير لکه تفسير جلالين او نور ډېر ګټور ديني کتابونه جاپاني ژبې ته ژباړل شوي دي.

ددې مرکز مشر دکتور صالح السامراني وايي: د جاپانيانو فطري خويونه له اسلامي لارښوونو سره ډېر نږدې دي؛ له همدې امله د اسلامي بلنې له پاره دا هېواد ډېر مناسب دی.

 د دقيقو شمېرو د نشتوالي له امله د جاپان د مسلمانانو پوره شمېره نده معلومه؛ خو دځينو احصائيو له مخې ښايي له يو لک څخه تر درې لکو پورې جاپانيان مسلمانان وي او د ۲۰۰۱ کال له پېښو وروسته چې د نړۍ نامسلمانو د اسلام مطالعې ته مخه کړې ده ، د نورو هېوادونو په شان په جاپان کې هم د مسلمانېدا لړۍ ډېره چټکه روانه ده، او اوس په جاپان کې لسګونه جوماتونه ودان دي .

نور بيا…

2 څرګندونې on په جاپان کې د اسلام عروج

  1. عبدالقدیر پوپل // September 28, 2012 at 8:17 pm //

    ډیر په زړه پوری معلومات دی عبدالحق حماد صاحبه دا واقعیت ده چی د زړه د سکون د نړی قمیت ترین شیه دی او هغه یوازی او یوازی په اسلام کی دی . په دی دعا چی اسلام په ټوله دنیا کی خوپور او مسلمانان هم ځانونه پر اسلام برابر کړی .
    الله پاک دی اجرونه درکړی

  2. عزيزالرحمن بغلاني // April 24, 2012 at 12:21 pm //

    ډېر خوښ شوم، ډېره خوندوره ليکنه وه، الله جل جلاله دې د اسلام رڼا په ټوله نړۍ کې خپره کړي، انشاء الله راتلونکې د اسلام ده…

Comments are closed.