یا الله ! زړونه مو پاک لره
حامد افغان
دوه طالبان راننوتل، زموږ څنګ ته کښېناستل، د یوه موبایل په لاس کې و، کومه ترانه یې غږوله او اوریدله، د ترانې بندونه یې اوریدل او ورته خندل یې، ترانې ته زه هم غوږ شوم، د کوم مشهور عالم په اړه وه، د هغه صفتونه نه بلکي غندنه وه او غندنه هم په ډېرو سپکو او بیکاره الفاظو وه، آن ښکنځلي وې، دواړو طالبانو هغه په خوند اوریدلي او ورته خندل یې! ما ورته وویل: دا کار ماسب نه دی، په هر صورت په یوه عالم پوري دومره سپکي ویل ښه کار نه دی، هغوی راته وویل: لومړی دوی زموږ په فلاني صیب پوري ترانې جوړې کړې وې موږ وروسته جوړي کړې.
د مسلمانانو خپل منځي فروعي اختلافات اوج ته رسیدلي دي، دا کیسه ګۍ زموږ د موجوده حالت یوه ښه او ژوندۍ بیلګه ده، بده لا دا چې دا اختلافات او د هغو پالنه او پړسونه د دین د خدمت او دیني کار په نیت پر مخ بیایو! او له دې هم بده دا ده چې په دې اړه څوک خبره نه اوري او نه څوک له روان حالته د وتلو فکر کوي!!، ځکه هره ډله په خپل کار قانع ده او د مخالف لوري مخالفت د دین د غوښتني په نیت کوي، کل حزب بما لدیهم فرحون.
ما له الله سره ژمنه کړې ده چې د امت او مسلمانانو د دې تشتت، مخالفتونو او شخړو پر ضد به خپل قلم نه دروم، په دې لاره کې یواځیتوب، د ملګرو کمښت او د مختلفو لوریو حوصله ماتونه او آن بې رحمه تورونه او تهمتونه به ګالم خو د امت او مسلمانانو د دې اصلي رنځ او هلاکوونکې ناروغي پر خلاف به قلم چلوم، په دې لړ کې مې پخوا هم لیکني کړې دي او دا لړۍ به روانه لرم، ان شاء الله تعالی.
دا لوړ عنوان مې د قرانکریم له دې ایت نه توږلی دی: ولا تجعل في قلوبنا غلا للذين آمنوا . په دې لیکنه کې په دې ایت خبري کوم او نوري اړوند او مناسب خبري هم ورپوري غوټه کوم، دا مبارک ایت د دې امت له خصایصو او ځانګړنو شمیرل کیږي، د ایت له ژباړي وروسته تفسیر او تفصیل را اخلو، دا تفصیلات زموږ د وخت د حالاتو له پآره زیات مهم او ډېر ضروري دي، د دې تفصیلاتو په برکت به پوه شو چې د تیرو شویو مسلمانانو په اړه باید څه ډول دریځ ولرو، او دا پیژندل ځکه ضرور دي چې زموږ موجوده ستونزي او مخالفتونو ډېر په دې موضوع راڅرخي چې هره فکري ډله د خپلو اکابرو او مشرانو ستاینه او د نورو غندنه کوي (العیاذ بالله) ، زموږ په دې لیکنه کې به د قرانکریم او نبوي حدیثو په رڼا کې دا خبره ثابته شي چې د تیرو شویو مسلمانانو په اړه باید څه ډول دریځ او موقف ونیسو.
قرانکریم د مسلمانانو خپل منځي چلند او کفارو خپل منځي چلند په اړه په دوو ایتونو کې یادونه کړې ده، هغه داسي چې مسلمانان به پخپلو کې یوه بل ته زړونه سپین سره لري، له یوه بل سره به مینه کوي او وروستي مسلمانان به مخکینیو ته دعاوي کوي او هغوی به ښه یادوي، لکه په دې ایت کې به خبره په تفصیل سره بیان کړو، قرانکریم وایي: او هغه چې له دوی وروسته راشي وایي به: زموږ ربه! موږ او زموږ هغو وروڼو ته بښنه وکړه چې له موږ نه په ایمان کې مخکي وو او مومنانو ته مو په زړونو کې حقد او کینه مه ګرځوه، زموږ ربه! بېشکه د نرمي کوونکی او مهربانه یې. {والذين جاءوا من بعدهم يقولون ربنا اغفر لنا ولإخواننا الذين سبقونا بالإيمان ولا تجعل في قلوبنا غلا للذين آمنوا ربنا إنك رءوف رحيم} (الحشر:10).
نور بيا