د چاپیریال ارزښت د اسلام له نظره
احمدالله ناصری
هرڅه چې الله تعالی مینځ ته راوړي پر مسلمان باندې ېې د ساتلو امر هم شوي دی، ځکه د الله (ج) د مخلوقاتو ساتل په الله تعالی د ایمان راوړلو یوه برخه شمیرل کیږي او موږ باید د الله تعالی ټول مخلوقات وساتو چې حرمت یی حفظ شي.
د لا زیاتو توضیحاتو لپاره لاندې موضوعات باید ستاسو حضور ته وړاندې کړم
د چاپیریال ساتل یوازې په دې سبب ندې لازم چې الله تعالی هرچیرته موجود دی بلکه بعضی نور دلایل هم لري لکه لاندې:
د الله تعالی امرونو ته په سرټیټولو سره، اسلام انسان دي ته اړ باسي چې له فانی اوغیر فانی، دنیاوی او اخروی موجوداتو سره اړیکه ټینګه کړي. او دا اړیکه تر هغه وخته پورې انسان سمه نشي درک کولای چې د اسلام امرونو ته د «سرټیټولو» معنې درک نکړي او پدې پوه نشي چې مخلوق باید خپل له خالق سره د اړیکې درلودو لپاره کوم اعمال ترسره کړي.
مخلوق باید دا ومني چې هغوﺉ په مځکه باندې د الله تعالی «ګمارل شوي» کسان دي. او دا ګمارل شوي کسان خپل په اندازه خلاقیت لري خو خالق ندي. په هره کچه چې انسانان د الله تعالی د رضا په مطابق عمل ترسره کوي، په همدي کچه به الله تعالی ته نږدې کیږي. په یوه مبارک قدسی حدیث کې رسول الله (ص) فرمایي: ” مؤمن بنده له هغو كړو څخه چې ما ته گران دي، په فرايضو ډير رانږدې كيږي او بيا په نوافلو سره دومره رانږدې کیږي چې زه ورسره مینه وکړم، کله چې ورسره مینه وکړم نو زه یې غوږ کیږم چې پرې اوري به، سترګې یې کیږم چې پرې ويني به، لاس یې کیږم چې نیول به پرې کوي او پښې یې کیږم چې پرې درومي به، که څه را نه وغواړي ورکوم یې او که را ته پناه راوړي نو پناه ورکوم. (رواه بخاري) “.
اسلام د ژوندانه پوره نظام په توګه له انسان نه په مختلفو دلایلو غواړي چې خپل چاپیریال وساتي، ځیني یې په لاندې ډول دي:
1. چاپیریال د الله تعالی مخلوق دی. د مځکې او ټولو طبیعي منابعو جوړښت د الله تعالی د حکمت، رحمت او قدرت ښکارندوی دي ځکه نو د انسان د علمیت (د الله تعالی په اړه) د پراخولو لپاره کټور بلل کیږي او باید وساتل شي. (الرعد 4:2،79: 21).
مسلمانان بايد له چاپیریال نه ساتنه وکړي ځکه د چاپیریال په ساتلو سره هغوﺉ د الله تعالی مخلوق ساتلی چې د الله تعالی 2. عبادت او ذکر کوي. کیدای شي د انسانانو عقل به کار نه کوي چې دا مخلوقات نو څنګه د الله تعالی عبادت کوي، خو د انسان د عقل کار نکول د نفی کیدلو معنی نه لري، الله تعالی فرمایي: “په ډیري لویې لویې سره تسبیح وایي ده ته اوه واړه آسمانونه مځکه او هغه څوک چې په دوې کې دي او نشته هیڅکوک (له مخلوقاتو) مګر چې تسبیح وایي سره له ثناء د الله مګر نه پوهیږﺉ تاسو په تسبیح د هغوﺉ، بیشکه الله دی ښه تحمل والا (په تاخیر د عقوبت دپاره د انابت) ښه رحم والا (په انعام د اجر او ثواب سره).” (الاسرا…44:17).
په چاپیریال کې د الله تعالی مخلوقات دې چې د مسلمان علماوو له نظره، هغوﺉ هم باید حفاظت شي. 3
4. بل دلیل چې اسلام ولې غواړي چاپیر وساتل چې داده چې اسلام د ژوندانه د نظام په توګه د خیر رسولو په اساس بنا شوی دی. ځکه نو اسلام باید له چاپیریال نه حفاظت وکړي ځکه چې د چاپیریال ساتل خو د خیر کار دی. الله تعالی فرمایي: ” نو هغه څوک چې عمل کوي د یوې ذرې د خیر نو وبه ویني (جزا د هغه) او هر هغه څوک چې عمل کوي په اندازه د یوې ذرې د شر نو وبه ویني (سزه د هغه) ” (الزلزال 8:7).
په اسلام کې ځکه انسان د چاپیریال د ساتلو لپاره ګمارل شوی دې چې بل هیڅ مخلوق د دې کار توان نه لري. انسان یوازنی مخلوق دې چې الله تعالی د مځکې د مسوول په توګه خلق کړی دی. دا مسوولیت د اسلام له نظره ډیر سنګین او ستر مسوولیت دی چې غیر له انسان نه بل هیڅ مخلوق قبلولی هم نشو. الله تعالی فرمایي: “بیشکه موږ امانت (ثواب-عقاب) پر آسمانونو او پر مځکه او غرونه (کله چې مو پیدا کړ په دوې کې فهم او نطق) نو منع راوړه دوې له دې چې پورته کړي هغه د (امانت بار) او وویریدل دوې له هغه (امانت) او پورته کړ هغه (امانت بار) انسان بیشکه چې دغه (انسان) ډیر ظالم دی او نادان (په خپل عاقبت). (الاحزاب 72).
په اسلام کې د چاپیریال او د انسان په مینځ کې اړیکه د ټولنیز ژوند یوه برخه بلل کیږي، د داسې ټولنیز ژوند برخه چې په هغه کې دا حقیقت منل شوی چې ټول یو خالق (الله ج) ته عبادت کوي. د دې ترڅنګ، انسانان د ټولو هغو مخلوقاتو د حفظ او ساتلو مسوولیت لري چې په دې نړیوال چاپیریال کې ژوند کوي. په همدې اړه په سپیڅلي قرآن کې هم ډیر آیتونه مونلی شﺉ. الله تعالی فرمایي: “ای خلکو! عبادت وکړﺉ د خپل رب، هغه رب چې پیدا کړﺉ ېې ېې تاسې او (پیدا کړي ېې دي) هغه کسان چې وو پخوا له تاسې څخه دپاره د دې چې تاسې ځان وساتﺉ (له غذابه د الله) هغه (الله) چې ګرځولې ېې ده مځکه تاسو ته فرش او ګرځولی ېې ده آسمان چت او نازلې کړې ېې دي له طرفه د آسمان اوبه نو راویې ایستل په دې اوبو سره له هر ډول میوې سره روزې تاسو ته نو مه ګرځوﺉ له الله تعالی سره شریکان حال دا چې تاسو پوهیږﺉ چې الله تعالی شریک نه لري ” (البقره 21:22).
د بقرې شریفې په 22 آیه کې چې کومه عربې کلمه (لعلکم= ستاسو لپاره جوړه شوې) راغلې ده د دې دا معنې دا ده چې مځکه یوازې د یوه نسل لپاره نده بلکه د ټولو نسلونو لپاره ده، تیر نسل، اوس او راتلونکی چې په دې کې هم انسان شامیلیږی او هم نور ټول د مځکې د سر مخلوقات.