حامد افغان/
په عبادت سره دقدرت، مقام او احترام ترلاسه کولو ته “ریا” وایي، ریا حرامه اوریاکار دالله بد ایسي، او دا خبره په قران او حدیثو ثابته ده قرانکریم وایي: فويل للمصلين الذين هم عن صلاتهم ساهون الذين هم يراءون [ الماعون : 4 ، 6 ] هغو لمونځ کوونکو ته د جهنم کنده ده چې له لمانځه نه غافله وي، هغه چې ریا کوي، په دې اړه نور ډیر ایتونه هم شته، لکه د منافقینو په اړه چې قرانکریم وایي: وإذا قاموا إلى الصلاة قاموا كسالى يراءون الناس. (النساء: 142)، کله چې دوی لمانځه ته پورته کیږي په سستي سره پورته کیږي خلکو ته ځانونه ورښکاروي، له ایت نه معلوميږي چې ریا د منافقانو ځانکړی خوی او خصلت ده.
په یوه قدسي حدیث کې راغلي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: يقول الله عز وجل من عمل لي عملا أشرك فيه غيري فهو له كله وأنا منه بريء ، وأنا أغنى الأغنياء عن الشرك . رواه مسلم ، وفي رواية ابن ماجه : فأنا منه بريء وهو للذي أشرك . الله جل جلاله وایي: څوک چې له ماسره په عمل کې څوک شریک کړي هغه عمل د ده دی زه ورنه بیزاره یم، زه له شرک نه بیزاره یم . د بل حدیث په یوه برخه کې راغلي دي رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي: إنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ الشِّرْكَ الْأَصْغَرَ قَالُوا وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ قَالَ : الرِّيَاءُ . رواه احمد. يعني زه په تاسو باندي له کوچني شرک نه ډیر ویریږم، هغوی ورته وویل: یارسول الله کوچنی شرک څه شی دی؟ هغه ورته وویل: ریا ،
عمربن الخطاب رضي الله عنه یو سړی ولید چې سریې ټیټ نیولی و ده ورته وویل: ای دټیټ سر واله غاړه پورته کړه ، تقوي په زړونوکې ده نه په ټیټ سرکې ، الله دي پر موږ ورحمیږې ، زموږ زمانه هم ریاکارانو په سر اخیستی دی او آن خوشاله خټک لا ویلي دي:
دور د اورنګ دی د ریا زاهدان ډېر دي
پټه په لستوڼي د شرابو ډک مینا وړه
ریاکاري هغه سپک او ټیټ خوی دی چې ریاکار انسان نه انسانان خوشاله کولی شي او نه خدای خوشاله کولی شي یواځي د ده په ریاکاري باندي له پوهیدلو مخکي غافل خلک دروهلی شي نو ریاکارن ټول دروهونکي، فريبګر اوټګان دي الله دي موږ له دي سپک خوی نه وساتي .