هېواد په حساس پړاو کې \عبدالسلام ضعيف
موږ په دې عقیده یو، چې خیراو شر ټول د الله جل جلاله له طرفه دی، الله جل جلاله هم په خپل قرآن الکریم کې فرمایي:
«عسی ان تکرهوا شیئا وهو خیر لکم وعسی ان تحبوا شیئا وهو شرالکم والله یعلم وانتم لاتعلمون».
ژباړه: ډېرځله تاسو یو څه بد ګڼئ؛ خو هغه به ستاسو لپاره خیر وي او ډېر ځله تاسو یو څه خوښ ګڼئ؛ خو هغه به ستاسو لپاره شر وي، الله جل جلاله ښه علم لري په خیراو شر سره؛ خو ستاسو علم نسته.
اول به د الله جل جلاله څخه غوښتنه وکړو چې، یاالله جل جلاله زموږ دغه بې سرپرسته او بې حارسه بېچاره هېواد ته چې د ډېرو بې رحمو لرې او نژدې، کورني او بهرني دښمنانو په منګولو کې راښکېل دی خیر پېښ کړې، دا چې د هېواد حالات ډېر پيچلي او په خورا نازک پړاو کې قرار لري، رښتيا هم د هر افغان لپاره د اندېښنې وړ دي، ډېر ځله سړی نه پوهېږي، چې څه روان دي، ښکاره خو هر څه ليدلای او اوريدلای سي؛ خو دا چې د پردې شا ته کومه لوبه روانه ده، کومې معاملې کېږي، ډېر لږ افغانان به پر پوهېږي د دې هڅه هم کېږي، چې د افغانانو اذهان په غیر شعوري توګه اغوا کړل سي، په هغوی کې د تعصب او نفرت تخمونه وښندل سي، تر څو نور هم سره لرې پاته سي، دا هغه خطرناکه دسيسه ده چې خلک وويشه او بيا ورباندې حکومت وکړه، په وړاندې روانه ده؛ خو د دې سره سره ټول اړخونه يا په شعوري او يا په نه شعوري توګه د دغو لومو په منځ کې ښکار کېږي، هم خپله د دې ښکار قرباني کېږي او هم ولسونه ورسره په ستونزو کې راتاويږې، تېر لس کاله خپله هغو کسانو چې د واک پر ګدۍ ناست وو، دغه سیاست په وړاندې کاراوه، تر ډېره یې ټول هغه فرصتونه په لغتو ووهله چې د هېواد د سوکالۍ، ثبات او سولې تمه ورڅخه کېدله؛ خو باالاخره داسې ښکاري چې هغوی اوس په هغو کندو کې ورلویدونکي دي، کوم چې دوی به د نورو په مخ کېندلي، یقین لرم چې اوس به پښیمانه وی؛ خو د دوی پښېماني به اوس هېڅ ګټه ونه کړي.
زموږ ټولنه بايد په ډېر دقت سره مخته وګوري، خپل د وطن حالاتو ته وګوري، دسيسو او سازشونو ته وګوري، باید ډېر حقبین اوسي چې د دښمنانو د شومو دسيسو ښکار نه سي، کوم چې د دې قوم د بدبختۍ او تفرقې لپاره د ډېره وخته را په دېخوا پلان سوي او طرحه سوي دي.
د اوس وخت لپاره زموږ هېواد ته درې اساسي ستونزې په وړاندې پرتې دي، چې زموږ خلک باید په ډېره ځيرکتيا سره هغه چيلنج کړي.
اول د ډېروغربي تحلیلګرانو او غربي تحقيقاتو مرکزونو همدارنګه د هغوی د مفکرینو نظر دا دی، چې په افغانستان کې باید داسې یو نظام پلی کړای سي چې د قومونو تر منځ د قدرت په سر رقابتونه پيدا کړي دوی د قدرت لپاره یو قوم د بل سره ډغري ووهي چې په دې سره به د قومونوپه منځ کې بېلوالی راسي اودا بېلوالی به د دې سبب سي چې د دوی د یو موټي کېدو کلیمه به ختمه کړي؛ ځکه چې د دوی مفادات به یو د بل څخه جداوې او یا دا چې یو د بل سره به ټکر ولري، او یو قوم به د بل قوم په سپکه او ناکامه کېدو خوشاله وي، په دې طریقه سره به دوی یو د بل په وړاندې د کمک ضرورت لری او غربي نړۍ به هغه وخت د دغه فرصت څخه پوره استفاده کولای سي، دا چې دا کارڅنګه کېدلای سي، هغه به هم د داسې افغانانو د لارې پلي کېږي کوم چې د قدرت د ساتلو لپاره په دغو دسیسو کې مرسته کولای سي، تر ډېره به د واک ويشل په سيمه ییزډول د دغو دسيسو اول پړاو وي چې پيل کېږي به، کېدای سي دا په مختلفو نومونو سره پيل سوي وي او د وخت په مقتضي به عملي بڼه خپلوي.
دویمه ستونزه د جفرافيایي حالت ده، زموږ دغه مځکنی حالت داسې یو حالت خپل کړی دی، چې زموږ وګړي یې د پاڼ او پړانګ تر منځ حصار کړي دي، دا ځکه چې زموږ پراګندګې، موجوده معذرتونه، اقتصادي او سیاسي ضعف، د هجرت کړاوونه او داسي نور… د سیالي د ډګر نه د باندې ایستلي یو، همدا د هغو رقیبانو لپاره طلايي چانس سو، چې د دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي، اوس داسي معلومېږي چې د دغه حالت څخه نوره هم داسې اعظمې استفاده وسي چې د ټولو دښمنانو زړونه ورباندې یخ سي او دا خطرناکه معامله د هېواد د ارضي تمامیت راسکڼل دي. درېیمه ستونزه د سیاست، تعلیم او اقتصاد دسيسه ده چې ډېره خطرناکه ده دا هغه دسيسه ده چې کوشش کېږي، د هېواد دغه درې مهم عنصره داسې لاسونو ته ولويږي چې هر وخت د هغه د ساتلو لپاره د باندنې کمک اړتیا ولري په دې توګه به د هېواد دښمنان د دغه فرصت څخه د ضرورت په اندازه خپله استفاده کوي؛ خو دا قبضه به هېڅ حقيقي بلانس نه لري، یوازي به د اکثریت په حقوقو باندې غاصبانه قبضه وي، طبعي ده چې د بل د حق غاصب به د خپلې بقا لپاره هرې معاملي ته تیار وي.
څلورمه ستونزه د هېواد په لویه برخه کې د جنګ دوام دی، دا جنګ به د جنګ د اړخونو خپل انتخاب هم نه وي؛ خو د وخت حالات به په اوتوماتیک ډول خلک دغه حالت ورټیل وهې؛ خو باید پوي سو، چې دغه حالات طبعي نه بلکې د شومو دسیسو یوه عمده برخه ده، چې ډېر په دقت سره ورباندې کار سوی دی.
دا هغه څه دي چې زما د غوږو پردو ته د حدس زنګونه رار سوي، نو په دې اساس زموږ خلک په ډېر نازک حالت کې قرارلري، که څه هم د حالاتو د چلنجونو سره پوره مقاومت نسي کولای مګر په لوی لاس سره باید چې د دښمنانو دسيسې په خپل انتخاب سره پلي نه کړي.
نتيجه:
زما په اند د ټولو افغانانو لپاره دا مهمه ده، چې ارضي تمامیت وساتل سی، دویم دا مهمه ده چې ټوله قومونه د یوه واحد قیادت او یوه قوت درلودونکې یو، دا مهمه ده چې د جنګ بدیل چې سوله ده خامخا په عملي توګه پلي کړو، دا مهمه ده چې عدالت متقابل احترام او مساوي حقوق د هر افغان یو ډول وي، زما په نظر چې اوس د ټولو افغانانو لپاره دا پکارده، چې د خپل راتلونکي لپاره داسې مسؤولیت اداکړي، چې الله جل جلاله ملت او خلکو ته مسؤول نه وي، همدارنګه هېواد او خلکو ته استقلال سوکالي ثبات او خوشالي راوړي، د هغو دسيسو څخه باید په ډېره هوښيارۍ ځانونه وژغوري، چې موږ د یوې ستونزې پر ځای ډېرو ستونزه ته ورټېل وهي والله اعلم.
عبدالسلام ضعیف کابل
1393/3/6