وروستي:

د برمايي مسلمانانو مرستي ته د مسلمانو چارواکو ناوخته پاملرنه

له يوې اوږدې چوپتيا وروسته د اسلامي هېوادونو ځينو مشرانو د برما د مظلومانو غږ تر غوږ شو او د هغوی مرستې ته يې ور ودانګل، څو ورځې وړاندې د ترکيې لومړی وزير طيب اردوغان او خارجه چارو وزير داود اغلو له برما څخه ليدنه وکړه او د هغه هېواد  له  مظلومو مسلمانانو سره يې خپله خواخوږي ښکاره کړه او يو شمېر مرستې يې ورسره وکړې.

په يو نوي پرمختګ کې نن د سعودي خبرې اژانس اعلان وکړ چې د سعودي پاچا عبدالله د برما (روهينجا) ايالت ته، چيرې چې مسلمانان د بودايانو له خوا ډېر کړېدلي دي، د پنځوس ميليونو ډالرو په ارزښت د مرستو د استولو لارښوونه کړې ده.

خو دا څرګنده نه ده چې د برما ظالم حکومت به، چې په لوی لاس يې بودايان هڅول ترڅو مسلمانان ووژني او کورونو ته يې اورونه واچوي، د دې مرستو څومره برخه پرېږدي چې پر مسلمانانو ووېشل شي؟

عبدالحق حماد