(کاش زنده ګی زنده عقب داشت)
انجنیر محمد افضل ذاکر د غرمې دولس بجې وې د څلورم کال اووم سمستر وروستۍ ازموینې مو وې، بس دغه ورځ مې د ازموینې وروستۍ ورځ وه، هېڅ تیاری مې هم نه و نیولی، د کتاب لوستلو ته مې هم زړه نه کېده، له دفتر نه د پوهنتون په لور رهي شوم ، پلی پر لاره روان وم، ډېرو سوچونو او فکرونو راته پر سر [...]