پښتو نثر پېژندنه/ ډیوه همت لور
لومړۍ برخه نثر ( Prose ) پېژندنه ټول ادبپوهان په دې متفق دي چي ادب په دوو برخو وېشل سوى دى، چي يوې برخي ته يې منظومي ادب او بلي برخي ته يې منثوري ادب ويل کيږي .دلته په دې کتاب ګوټي کي زموږ موضوع منثوري ادب دى.تر هر څه دمخه موږ دلته د نثر پېژندګلوي او تعريف بيانوو. د ادب پوهانو [...]