په روژه کې درسول الله اوصحابه کرامو دسخا کیسي
بخاري او مسلم دواړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوې ، هغه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې زیات سخي و او په روژه کې به ترنوروټولو وختونو ډیر سخي و هغه مهال چې جبریل به ورته راغی ، جبریل به دروژي په هره شبه ورته راتلو او قران به یې ورسره درس کاوه ، [...]