اخلاق/ د نجيبه سارا بياباني له نوي اثرڅخه
اخلاقي فضيلت د شُهرت څخه لوړ او ارزښت يې له مادياتو څخه لا لوړ دی ، ځکه چې اخلاق د شهرت پشان د نورو رخه (حسادت) نه راپاروي او نه هم د مادي دولت پشان خطر سره مخامخ دی . د ښو اخلاقو نتيجه د راستۍ ، باور ، ثبات ، صداقت او انساني کراماتو پايله ده. ښو اخلاقو خاوندان د ټولنې د روح پشان د [...]