با ادب او بې ادب
استاد فضل الله رشتین با ادب او بې ادب ادب تهذیب ته وایي څوک چې با ادب وي هغه ته با تهذیب وايي او څوک چې بې ادب وي هغه ته بې تهذیب وايي. با ادب هغه څوک دی چې د مقابل شخص په وړاندې په خپلو خبرو او ویناو کې له احتیاط څخه کار اخلي او داسې الفاظ استعمالوي چې په هغو کې غلطي او خطا نه وي ، [...]