غوره اخلاق
ليکنه: مولوي عبدالحق حماد انسان تل هڅه کوي چې په دنيا کې آرام او خوشحاله ژوند ولري، او هر څوک په خپل فکر داسې لارې چارې غوره کوي چې ورته معقولې ښکاري، خو دا يو ښکاره او ازمايلی حقيقت دی چې کومه خوشحالي او آرامي د اسلامي اخلاقو او احکامو په پلي کولو کې ده، په بله هيڅ لاره کې نشته. [...]